په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي

د طالبانو د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي، د شبرغان ښار په چهل مرد کلي کې د پاسو او کرولا ډوله موټرو د ټکر له امله یو کس مړ او اووه نور ټپیان شوي دي. حلیمي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودلې ده.
