متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ» تنظیم کړي.
دغه مرکه د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، خپره شوې ده. متقي ویلي چې طالبان اوس مهال له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې، چې د هغه په وینا، اوسمهال بیړنی لومړیتوب نه لري.
هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د هغه څه په پام کې نیولو سره بیا وارزوي چې متقي یې د طالبانو واکمني بللې ده.
تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لویدیځ هېوادونه د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نور موارد له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي.
د سیمې هېوادونو هم، سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې او همکارۍ پراخې کړې دي، تر اوسه د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبانو بیا له یو شمېر هېوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې او د افغانستان د ځینو سفارتونو او قونسلګریو کنټرول یې په واک کې اخیستی دی.
متقي د نجونو د زدهکړو د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، منځنیو او لوړو زدهکړو ته د نجونو د بېرته ستنېدو لپاره کومه مشخصه نېټه وړاندې نه کړه.
هغه د مرکې په بله برخه کې د افغانستان او جاپان اړیکې «تاریخي او نږدې» وبللې او د جاپان له حکومته یې وغوښتل چې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل زمینه برابره کړي.
د متقي په وینا، د افغانستان سفارت د طالبانو د نویو ډیپلوماتانو د منلو پر سر د اختلافاتو له امله د روان لمریز کال د سلواغې په میاشت کې خپل فعالیت درولی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې هم له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې له امریکا غوښتي وو چې د افغانستان د کانونو، بندونو او سړکونو په برخه کې پانګونه وکړي.
متقي له روسیې سره د طالبانو د پوځي او تخنیکي همکاریو د تړون په اړه ویلي چې د دغه تړون موخه د روسي جوړو شویو وسلو ترمیم او ساتنه ده.
هغه ټینګار کړی چې دا همکاري «د کوم ځانګړي هېواد پر ضد» نه ده. متقي د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه د یوې پوښتنې له ځوابولو ډډه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سره د اړیکو په اړه ویلي چې د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو ملاتړ کوي.