د پاکستان او چین ځانګړي استازي د ترهګریزو ډلو پر وړاندې پر ګډې مبارزې غږېدلي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ او د هغه له مل پلاوي سره اسلام اباد کې لیدلي او دواړو لوریو د سیمې د امنیتي وضعیت د بدلون او د ترهګرو ډلو د مخ په زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي.
محمد صادق پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په دې خبرو کې په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر د ترهګرو ډلو پر ګواښونو تمرکز وشو. د هغه په وینا، دغو ډلو د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی.
د پاکستان ځانګړي استازي زیاته کړې چې اسلاماباد او بېجینګ د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د همغږۍ پر پیاوړتیا او د امنیتي او ترهګرۍ ضد همکاریو پر ژورولو ټینګه ژمنه لري.
دواړو لوریو هوکړه کړې چې د ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې به د سیمې د سولې، ثبات او امنیت د خوندي کولو لپاره په ګډه کار کوي. پاکستاني چاراکو تر دې مخکې هم له ګاونډیو هېوادونو سره اندېښنې شریکې کړې وې چې دوی د ټيټيپي وسلهوالو له جدي ګواښ سره مخ دياو دغه ډله په افغانستان کې پناه ځایونه لري.
اسلاماباد په وار وار نیوکه کړې چې طالبانو د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو په ته افغانستان کې خوندي چتر برابر کړی، خو پر کابل واکمنو طالبانو بیا تل دغه ادعاوې رد کړې دي.
