تر اوسه د دې غونډې د پرانیستې یا علني ناستې کره نېټه نه ده ټاکل شوې. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سېشنبې په ورځ، د وږي په ۱۰مه، اعلان وکړ چې د افغانستان په اړه د علني غونډې له جوړېدو مخکې به د شورا غړي د تړلو دروازو تر شا هم د دغه هېواد د وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.
د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اندېښنې
د ملګرو ملتونو کارپوهانو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې توپیر او ځپنه په یوه «نهادینه شوي نظام» بدله شوې او ښايي د «بشریت پر ضد د جرم» او «جنسیتي ځورونې» بڼه ولري.
د امنیت شورا په خپله وېبپاڼه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه په یوه مطلب کې ویلي چې په دغه هېواد کې له مهمو ننګونو څخه یوه دا ده چې د یوه منظم او ټولګډونه سیاسي بهیر د رامنځته کېدو لپاره د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
په دغه مطلب کې وړاندیز شوی چې د امنیت شورا غړي دې په یوه غیررسمي ناسته کې د سیمې له هېوادونو، یوناما، د افغانستان له مدني ټولنې، افغان ښځو او نړیوالو ملګرو سره د یوه ټولګډونه سیاسي بهیر د پرمخ بېولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
تمه کېږي چې د امنیت شورا غړي به د سپټمبر په غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لرې کړي.
له طالبانو سره د اړیکو پر سر د امریکا، روسیې او چین اختلاف
د رپوټ له مخې، د امنیت شورا غړي د افغانستان لپاره د عمومي موخې، یعنې د یوه باثباته، له ترهګرۍ څخه پاک او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن افغانستان، په اړه اختلاف نه لري؛ خو دې موخې ته د رسېدو د لارې په اړه بېلابېل نظرونه لري.
امریکا د خپلو وګړو ساتنه، د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د نیول شویو امریکايي وګړو خوشې کېدل خپل لومړیتوبونه بولي. واشنګټن طالبان تورن کړي چې د امریکايي وګړو له نیولو څخه د خبرو اترو پر مهال د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.
په مقابل کې، چین او روسیه له طالبانو سره د اړیکو پر دوام او افغانستان ته د اقتصادي او پراختیايي مرستو پر رسولو ټینګار کوي او د دغو مرستو له بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو له حقونو سره مشروط کولو سره مخالفت کوي.
مسکو او بیجینګ همداراز د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ازادولو او د طالبانو د یو شمېر چارواکو لپاره د سفر د معافیت د بېرته پیل غوښتنه کړې ده.
د ترهګرۍ په اړه اندېښنې؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت او له دې امله د سیمې هېوادونو ته متوجه ګواښ به هم د امنیت شورا د پام وړ موضوعاتو له ډلې وي.
په رپوټ کې ویل شوي چې د امنیت شورا غړي کولای شي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له کارپوهانو سره په افغانستان کې د نویو ګواښونو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا هم د بحث له نورو مهمو موضوعاتو څخه ده. د امنیت شورا په وینا، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ د پراخو نښتو شدت کم شوی، خو د کابل او اسلاماباد اړیکې لا هم ترینګلې دي.
د پولې په سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او لېږد رالېږد ګډوډېدل د دغو ترینګلتیاوو د دوام له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي.
پاکستان طالبان تورنوي چې په افغانستان کې یې تحریک طالبان پاکستان ته پناه ورکړې ده. طالبان دا تور ردوي او په مقابل کې اسلاماباد تورنوي چې د افغانستان پر ملکي سیمو یې بریدونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې دننه ناامني هم د دغه هېواد له جدي ننګونو څخه بللې ده.