تېره میاشت؛ په پاکستان کې د ناامنۍ پېښو کې ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی او ۳۷۸ کسان وژل شوي دي

د پاکستان د شخړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرې اګسټ میاشت کې په پاکستان کې د وسلهوالو بریدونو کچه د جولای میاشتې پرتله ۳۸ سلنه لوړه شوې ده. د دغه راپور له مخې، په یاده موده کې په پاکستان کې لږترلږه ۳۷۸ کسان وژل شوي او ۲۱۷ نور ټپیان دي.
د دغه انسټیټیوټ لهخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو هم په اګست میاشت کې د وسلهوالو پر وړاندې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د ۲۰۳ وسلهوالو په ګډون ۲۱۱ کسان وژل شوي؛ پهداسې حال کې چې ۲۱ وسلهوال ټپیان شوي او ۲۶ نور نیول شوي دي. د جولای په میاشت کې بیا دغه شمېر ۱۱۲ و. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، د جولای په میاشت کې بیا د عملیاتو پرمهال ۴۰۱ وسلهوال وژل شوي وو.
د راپور له مخې، بلوچستان په اګست میاشت کې تر ټولو ډېر ځپل شوی دی؛ خو د تېرو میاشتو پرتله پهکې د مرګ ژوبلې شمېر ۴۸ سلنه کم شوی، چې د جولای په میاشت کې له ۳۷۲ څخه په اګست کې ۱۹۴ ته رسېدلی.
په دغه ایالت کې د وسلهوالو بریدونو شمېر په جولای میاشت کې ۸۳ او په اګسټ کې ۸۹ ښودل شوی او د وژل شویو کسانو شمېر بیا له ۱۶۲ څخه ۷۶ ته راټیټ شوی. په بلوچستان کې په اګسټ میاشت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱۵ وسلهوالو په ګډون ۱۱۸ کسان وژل شوي دي.
په اګسټ میاشت کې ټولټال درې ځانمرګي بریدونه هم ثبت شوي، چې پهکې دوه د موټربم بریدونه هم شامل دي. په جولای میاشت کې بیا دغه شمېر اته وو. د یادونې وړ ده، چې په جولای میاشت کې د تېرې یوې لسیزې د ځانمرګو بریدونو تر ټولو لوی شمېر ثبت شوی و.
د خیبر پښتونخوا په ضم شویو ولسوالیو کې د اګست په میاشت کې ۵۲ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې په جولای میاشت کې دغه شمېر ۲۳ وو.
