د امریکا او ایران ترمنځ له تازه بریدونو وروسته د تېلو بیې لوړې شوې

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ له تازه بریدونو وروسته، په نړۍوالو بازارونو کې یوځل بیا د تېلو بیې لوړې شوې دي. د تېلو دغه بیې د جولای له وروستیو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
د راپور لهمخې، د چارشنبې ورځې په لومړنیو معاملو کې د برنټ خامو تېلو بیه د هر بیرل لپاره ۹۷،۰۴ ډالرو ته لوړه شوه. د امریکا د ویسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم ۹۲،۲۹ ډالرو ته ورسېده. وروسته بیا بیې څه ناڅه راټیټې شوې او د برنټ تېلو یو بیرل په ۹۴،۰۸ ډالرو او د امریکا خام تېل په ۸۹،۵۰ ډالرو وپلورل شول.
د بازارونو شنونکي دا زیاتوالی د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو له پراخېدو او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه له اندېښنو سره تړي.
د بازارونو لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر رویټرز ته ویلي، که اوسنی کړکېچ او درنې نښتې دوام وکړي، د برنټ تېلو بیه ښايي یو ځل بیا له ۱۰۰ ډالرو واوړي.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لار ده. په دې سیمه کې هر ډول پوځي کړکېچ د تېلو د عرضې د ګډوډېدو وېره زیاتوي او پر نړیوالو بازارونو مستقیم اغېز کوي.
دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې امریکا پر ایراني هدفونو تازه بریدونه وکړل او ایران هم په سیمه کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړ.
د ایران سپاه پاسداران ویلي چې په کرمانشاه کې د امریکا په بریدونو کې یې څلور غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نښتو د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۱۸ کسانو ته رسېدلی دی.
د نښتو له بیا پیلېدو سره د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو بهیر هم له نوو خنډونو سره مخ شوی دی. د عمان په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې اوس تر ډېره د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو پر موضوع متمرکزې دي.
