په یوه بل مهم شرط کې هغه له ډاکټر نجیبالله غواړي چې پر خپلې تېرې مفکورې او ماضي اعتراف وکړي او «د جهاد ملګرتیا» ته راوګرځي. حقاني په همدې لیک کې وايي چې د وزارتونو او واکمنۍ وږی نه دی او حتا د نجیبالله د شخصي دفاع خبره کوي، چې که هغه د ده له شرایطو سره سم د جګړې له مسیر څخه ووځي.
په دغو لیکونو کې دواړو خواوو هڅه کړې چې د مخالف لوري درناوی وساتي، سره له دې چې د هغوی سیاسي او پوځي دریځونه یو له بل سره په ټکر کې وو.
په ۱۳۷۰ کال کې نجیبالله بیا حقاني ته د ملاقات بلنه ورکوي او وايي چې د ټولو «غټو او وړو» مسایلو د حل لپاره دې له نږدې ورسره خبرې وکړي. په هغه لیک کې دا اړیکه حتا د «یوه پښتانه او مسلمان» د خبرې په توګه بیان شوې ده.
دا اړیکې بالاخره هغه سیاسي جوړجاړي ته ونه رسېدې چې جګړه ختمه کړي. خو ارزښت یې په دې کې دی چې ښيي د افغانستان په یوه تر ټولو سخت سیاسي او پوځي پړاو کې هم د مخالفینو د یوې برخې ترمنځ د خبرو دروازه په بشپړه توګه تړلې نه وه.
کله چې مجاهدین د یو بل پر وړاندې ودرېدل
د شوروي ځواکونو د وتلو په درشل کې د مجاهدینو ترمنځ دا اندېښنې ورو ورو په اختلافونو او شخړو بدلېدې، چې که بهرنی دښمن مات شي، نو د واک مساله به څنګه حل کېږي؟
د تنظیمونو ترمنځ اختلافات ژور وو. د موقت حکومت طرحې موجودې وې، خو تنظیمي مشرانو د واک د وېش، وزارتونو او سیاسي نفوذ پر سر له یو بل سره اختلاف درلود.
حقاني په دې پړاو کې هڅه وکړه چې له تنظیمي مشرانو هاخوا د جبهاتو او قوماندانانو ترمنځ یو بل ډول همغږي رامنځته کړي.
له حاجي عبدالحق، محمد انور جګدلک، قاضي امین وردګ، اخترمحمد ټولواک، مولوي ارسلا رحماني، قاري بابا او سیدجګړن سره د ناستو له لارې د دې نظر د پخېدو هڅه وشوه چې قوماندانان باید د ګډو عملیاتو او یوې واحدې ستراتیژۍ پر سر سره نږدې شي. احمدشاه مسعود هم محمد یونس قانوني د خپل باصلاحیته استازي په توګه ور وپېژانده.
دا کار وروسته د قوماندانانو د سرتاسري شورا په نوم یوې پراخې تجربې ته ورسېد.د شورا د جوړښت لپاره د ولایتونو پر اساس د هېواد د وېش طرحه وشوه. د هر ولایت قوماندانانو ته د خپلو استازو د معرفي کولو ونډه ورکړل شوه او په ټولیز ډول د ۶۱ کسیز کمېسیون د جوړېدو پرېکړه وشوه، څو د شورا لپاره جامع لایحه او طرز العمل برابر کړي.
د شورا په غونډو کې ځینو قوماندانانو د تنظیمي مشرانو پر اختلافاتو سختې نیوکې وکړې. هغوی حتا خبرداری ورکړ چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي له خپلو تنظیمي مشرانو برائت اعلان کړي. خو حقاني وویل چې دوی د مشرانو پر خلاف نه دي راټول شوي او نه غواړي هغوی ته ګواښ متوجه کړي. د ده په وینا، قوماندانان د خپلو جبهاتو دننه د همغږۍ او همکارۍ لپاره سره راټول شوي دي؛ مشران دې په خپل ځای پاتې شي، خو قوماندانان دې له دننه د اتحاد او اتفاق لپاره کار وکړي.
ددې شورا له لارې د واک د سولهییز انتقال لپاره د «استازې شورا» له لارې یوه طرحه هم مطرح شوې وه. تصور دا و چې که د نجیبالله حکومت د داخلي فشار یا بل تحول له امله ړنګ شي، تنظیمي مشران ښايي د یوه ګډ حکومت پر سر سلا نه شي، خو یو منظم ګډ قوت کولی شي پر مشرانو فشار راوړي چې یوې ګډې حللارې ته ورسېږي.
د حقاني په ویناوو کې حتا دا احتمال هم مطرح شوی چې که مشران پر یوه ګډ حکومت سلا نه شي، یوه متحده انقلابي شورا دې د موقتي مودې لپاره د واک چارې پر غاړه واخلي، تر هغې چې وضعیت آرام او د خلکو د رایې له لارې د حکومت جوړېدو زمینه برابره شي.
جلال الدین حقاني پاکستان ته له تګ وروسته د مولوي یونس خالص له حزب اسلامي سره یوځای شو او د افغان حکومت او وروسته د شوروي ضد جګړې پر مهال یې د لویې پکتیا په جغرافیا کې پام وړ نظامي نفوذ ترلاسه کړ. په دې مرحله کې د حقاني جوړښت لا د یوې خپلواکې او مشخصې «شبکې» بڼه نه لرله، خو د افغان یاغیانو او مجاهدینو یو پیاوړی ادرس و.
د شوروي ضد جګړې په اوږدو کې حقاني د خپلو پوځي وړتیاوو، سیمهییزو اړیکو او د بهرنیو مجاهدینو له شبکو سره د راشه درشه له امله په یوه مهم قوماندان بدل شو. د ده د ډلې اړیکې د کرښې دواړو غاړو له جهادي چاپېریالونو سره پراخې شوې. همدې اړیکو وروسته د شبکې د جوړښت او مالي او لوژستیکي ظرفیت په رامنځته کېدو کې مهم رول ولوباوه.
د شوروي ضد جګړې له دورې راهیسې جلالالدین حقاني له یو شمېر عربي مجاهدینو او د افغانستان د جهاد له نړیوالو ملاتړو سره نږدې اړیکې درلودې. د اسامه بن لادن، عبدالله عزام، مکتب الخدمات او د خلیجي هېوادونو له ځینو خیریه او مالي شبکو سره د هغه اړیکې د ده د نظامي جوړښت په مالي او ټولنیزه پیاوړتیا کې مهمې بلل کېږي.
د حقاني د نفوذ یو مهم اړخ د پاکستان له استخباراتو او امنیتي او جهادي چاپېریال سره د هغه اړیکې وې.
له ۱۹۷۰مو کلونو وروسته، په ځانګړي ډول د شوروي ضد جګړې په جریان کې، پاکستان د افغان مجاهدینو د ګڼو ډلو لپاره د روزنې، تمویل، تګ راتګ او سیاسي تنظیم مهم مرکز و. حقاني هم په همدې چاپېریال کې د یوه اغېزناک قوماندان په توګه مطرح شو.
د پاکستان د استخباراتي ادارې، په ځانګړي ډول د ایاېسای او حقاني ترمنځ د اړیکو په اړه پراخ اسناد او ادعاوې موجودې دي.
د امریکايي چارواکو له نظره، له پاکستاني استخباراتي جوړښتونو سره د حقاني شبکې اړیکو له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان د جګړې په تحلیل کې ځانګړی اهمیت درلود. د پاکستان په خاوره او قبایلي سیمو کې د جهادي شبکو له مرکزونو، د سرحدي سیمو له جنګي ظرفیتونو او د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره اړیکو حقاني ته د اوږدې جګړې لپاره مهم عملیاتي امکانات برابر کړل. دغه اړیکې په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو د چریکي جګړې په جریان کې مهمې پاتې شوې.
حقاني په لویه پکتیا او د هغې په شاوخوا کې د قبایلي، ټولنیزو او نظامي اړیکو پراخه شبکه لرله.
د سیمهییزو جرګو، قومي مشرانو، محلي قوماندانانو او جنګي جوړښتونو سره اړیکو هغه ته دا توان ورکړی و چې په سیمه کې د پام وړ تحرک رامنځته کړي.
د دې اړیکو یوبل مهم اړخ له عربي نړۍ سره د حقاني د کورنۍ اړیکې وې. حقاني له یوې یمنۍ مېرمنې سره دویم واده وکړ، چې د انس حقاني او د ده د یو شمېر نورو زامنو مور وه. دغه کورنی تړاو پخپله د مالي تمویل ثبوت نه شي ګڼل کېدای، خو د عربي ټولنې له ځینو برخو سره یې د حقاني کورنۍ ټولنیزې او کورنۍ اړیکې پراخې کړې او د هغه د کورنۍ نړیوال جهادي ارتباطات یې لا نږدې کړل.
دغه راز د شوروي ضد جګړې پر مهال له عربي مجاهدینو او نړیوالو جهادي شبکو سره اړیکو حقاني ته د افغانستان له سیمهییز چاپېریال څخه بهر د اړیکو یو پراخ میدان برابر کړ. مکتب الخدمات، عرب مجاهدینو او د خلیجي هېوادونو ځینې خیریه شبکو د هغه وخت د افغان جهاد په نړیوال تمویل کې مهم رول درلود. له دغو شبکو سره د حقانيانو اړیکو د دې شبکې جوړښت ته د بشري، مالي او لوژستیکي منابعو د ترلاسه کولو امکانات زیات کړل.
د کرزي له حکومت سره د حقانیانو د روغې جوړې هڅې
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي امارت له سقوط وروسته د جلالالدین حقاني د کورنۍ او د هغه د شبکې لپاره یوه اساسي مساله داوه، چې له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره څنګه تعامل وکړي. د طالبانو د نظام له سقوط سره د افغانستان سیاسي جوړښت په بنسټیز ډول بدل شو، خو د حقاني کورنۍ د پخوانیو سیمهییزو، ټولنیزو، جهادي او قبیلوي اړیکو له امله وتوانېده چې خپل نفوذ وساتي.
د دې دورې په اړه د حقاني د کورنۍ د ځینو غړو د سیاسي تماسونو او د نوي حکومت له چارواکو سره د جوړجاړي د هڅو روایتونه هم موجود دي. د حاجي ابراهیم حقاني د کابل سفر او د حامد کرزي له حکومت سره د اړیکو هڅه د همدې احتمالي مسیر یوه بېلګه ګڼل کېږي.
په دوه زره لومړي زیږدیز کال کې د امریکا تر برید وروسته د جلال الدین حقاني کشر ورور حاجي ابراهیم حقاني کابل ته لاړ څو له حامد کرزي، مارشال فهیم او نوي حکومت سره د خبرو اترو له لارې خپله ستونزه حل او د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کړي.
امرالله صالح په خپله رساله «پس از مسعود» کې اعتراف کوي چې کابل ته د ابراهیم حقاني راتګ او د سولې پیغام یوه رښتینې غوښتنه وه، خو د واشنګټن پوځي منطق او استخباراتي ړوندوالي دا زرین چانس له منځه یوړ. امریکایانو د ابراهیم حقاني غوښتنې رد کړې او د هغوی پر کورونو او سيمو یې درنې بمبارۍ پیل کړې.
کله چې له نوي جمهوري نظام سره د جلال الدین حقاني د وروڼو د روغې جوړې هڅې ناکامې شوې، هغوی بېرته خپلې لیکې له سره ورغولې او په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې د افغان حکومت خلاف فعالیتونه پیل کړل. حقاني شبکې د قبایلي سیمو د رضاکاره جنګیالیو په مټ د طالبانو د جګړې سړې لیکې بېرته تودې کړې.
د ۲۰۰۰مو کلونو په منځ کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پر ضد د ترسره کېدونکو پېچلو بریدونو له زیاتېدو سره، د حقاني نوم په تدریج سره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه د یوه ځانګړي عملیاتي مرکز په توګه مطرح شو. د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د استخباراتي ارزونو له مخې، په کابل او ختیځو ولایتونو کې یو شمېر ستر او پېچلي بریدونه له هغه جوړښت سره تړل کېدل چې وروسته په پراخه کچه د «حقاني شبکې» په نوم وپېژندل شول.
بدرالدین حقاني د شبکې له مهمو عملیاتي قوماندانانو څخه و او په ۲۰۱۲ کال کې په شمالي وزیرستان کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. نصرالدین حقاني د شبکې د مالي او لوژستیکي چارو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده او په ۲۰۱۳ کال کې په پاکستان کې ووژل شو. د حقاني د کورنۍ یو شمېر نور غړي او نږدې قوماندانان هم د ۲۰۰۰مو کلونو په اوږدو کې په جګړو او هوايي بریدونو کې ووژل شول.مفتي احمد جان، چې د سراجالدین حقاني له نږدې همکارانو څخه و، د شبکې په مذهبي، استخباراتي او عملیاتي چارو کې مهم رول درلود او په ۲۰۱۴ کال کې په وزیرستان کې د ډرون په برید کې ووژل شو.
د حقاني شبکې د دوام یو مهم عامل د مالي سرچینو، سیمهییزو اړیکو، بهرنیو مرستو او لوژستیکي امکاناتو ترکیب هم و. د شوروي ضد جګړې له دورې څخه پاتې شوې اړیکې، له عربي جهادي چاپېریال سره ارتباطات او د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې ټولنیزې اړیکې د دې جوړښت د دوام لپاره مهمې سرچینې وې.
په طالبانو کې د حقاني شبکې رول او ځای
له ۲۰۰۱ وروسته د حقاني شبکې جوړښت په بشپړ ډول د یوه سیمهییز جنګي ګروپ په توګه پاتې نه شو، بلکې د طالبانو د بیا راټولېدونکې وسلهوالې مبارزې له مهمو محورونو څخه و. د جلالالدین حقاني پخوانیو سیمهییزو او نړیوالو اړیکو، د سرحدي سیمو له جهادي چاپېریال سره تړاو او د کورنۍ د شبکوي جوړښت دوام دې ته زمینه برابره کړه چې دغه جوړښت خپل نظامي او استخباراتي ظرفیتونه بېرته منظم کړي. په دې دوره کې د حقاني شبکې ځانګړتیا دا وه چې له طالبانو سره یې اړیکه نه د بشپړې خپلواکۍ بڼه لرله او نه د یوه عادي نظامي واحد په توګه تعریفېدای شوای. شبکه له طالبانو سره د مذهبي مشروعیت او بیعت له مخې ژوره تړلې وه، خو په ورته وخت کې یې خپل ځانګړي مالي، ټولنیز، استخباراتي او عملیاتي ظرفیتونه هم ساتلي وو.
له همدې امله، د حقاني شبکې د رول او ځای په تړاو یو تعبیر دا دی چې دا د طالبانو په تحریک کې یو څه خپلواک عملیاتي او شبکوي محور و. ددې شبکې مشران په دې باور دي، چې د حقانیانو د روغې جوړې د هڅو له ناکامېدو وروسته د بهرنیو ځواکونو خلاف لومړني بریدونه دوی پیل کړل او وروسته دغه تحرکات د کندهار جبهو ته هم وغځېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د حقاني شبکې په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون رامنځته شو. سراجالدین حقاني د کورنیو چارو د وزارت مشري ترلاسه کړه او د هغه اړوند ګڼ کسان د امنیتي او اداري جوړښتونو په بېلابېلو برخو کې لوړپوړو دندو ته ورسېدل. په دې توګه، د حقاني شبکې یوه مهمه برخه له غیررسمي قدرت څخه رسمي دولتي قدرت ته ولېږدېده.
سراجالدین حقاني په همدې نوي جوړښت کې په تدریج سره د یوه مهم سیاسي شخصیت په توګه هم راڅرګند شوی دی. د هغه سیاسي سبک د طالبانو د رهبرۍ له هغه ډول سره په ځینو برخو کې توپیر لري چې تر ډېره پر ایډیولوژیک انضباط، د امیر پر متمرکز واک او د داخلي اطاعت پر اصل ولاړ دی. سراجالدین حقاني په تېرو کلونو کې د حکومتولۍ، د ولس او حکومت د اړیکو، د واک د تمرکز او د نجونو د تعلیم په څېر موضوعاتو کې داسې څرګندونې کړې چې د طالبانو د رهبرۍ د سخت دریځو سیاستونو په پرتله نرمې بلل شوې دي. هغه له قومي مشرانو، قبیلو او د مختلفو قومونو له استازو سره د اړیکو رغولو په لټه کې دی، خو د سرچینو په وینا، د طالبانو مشرتابه یې دغه هڅې د علماوو شوراګانو له لارې کم اغیزې کړې دي.
له نړۍ او بهرنیو استازو سره د هغه لیدنې او د افغانستان د راتلونکي په اړه یوڅه عملپاله دریځونه هم د هغه د سیاسي سبک یوه برخه ګرځېدلې ده.خو سراجالدین حقاني د یوه بشپړ اصلاحطلب یا د طالبانو له ایډیولوژیک چوکاټ څخه د وتلي سیاستوال په توګه تعبیرول ښايي بې احتیاطي وي. هغه لا هم د طالبانو د ادارې یوه مهمه برخه ده، د همدې تحریک له مذهبي او سیاسي مشروعیت سره تړلی دی او د طالبانو د نظام د عمومي جوړښت د ساتلو لپاره کار کوي.
د طالبانو د اوسني جوړښت په اړه په سیاسي بحثونو کې د «کندهار ډلې» او «حقاني ډلې» یا «کابل ډلې» اصطلاحات ډېر کارول کېږي. دغه اصطلاحات تر یوه حده د طالبانو د داخلي اختلافونو په تشریح کې مرسته کوي، خو د دغو اختلافونو اصلي محور ډېری په کندهار کې په یوې خاصې حلقې پورې د قدرت په انحصار، د پرېکړو کولو پر صلاحیت، د دولتي منابعو پر وېش، د حکومتولۍ پر سبک او له نړیوال نظام سره د تعامل پر څرنګوالي راڅرخي.
د ملا هبتالله اخوندزاده تر مشرۍ لاندې د طالبانو د رهبرۍ مرکز په کندهار کې دی او د نظام د اساسي ایډیولوژیکو او ستراتیژیکو پرېکړو وروستی واک په همدې مرکز کې انحصاري شوی دی.
بېلابېل راپورونه څرګندوي چې د طالبانو د یو شمېر مخالفو څېرو ترڅنګ، د ځینو لوېدیځو هېوادونو او د طالبانو دننه د اصلاح غوښتونکو کړیو پام تر ډېره سراجالدین حقاني ته اوښتی دی. هغه په ځینو کړیو کې د یوڅه اصلاح غوښتونکي او بدلونمنونکي طالب مشر په توګه مطرح کېږي. سراجالدین حقاني له خپلو نږدې ملګرو او شبکې سره خپلې مالي او لوژستیکي اړیکې او مرستې هم تر ډېره ساتلې دي، خو له دې ټول سیاسي او له پلاره ور پاتې قومي او نظامي وزن سره سره، په عمل کې یې له ملا هبتالله اخوندزاده سره له مستقیم تصادم څخه تر اوسه ډډه کړې او له هغه سره یې په چلند کې محتاطانه او محافظهکارانه دریځ غوره کړی دی.
په مقابل کې، د جلالالدین حقاني د درانه نظامي وزن او د هغه د کورنۍ او جنګیالیو پراخو قربانیو ته په کتو، د طالبانو رهبرۍ د هغه د کورنۍ او شبکې لپاره داسې جلا او استثنایي سیاسي مقام په رسمیت نه دی پېژندلی چې د طالبانو د تحریک له عمومي جوړښت څخه یې لوړ یا مستقل حیثیت څرګند کړي.
د پام وړ خبره دا ده چې د طالبانو هېڅ مشر، نه ملا محمد عمر او نه ملا هبتالله اخوندزاده، او نه هم د رهبرۍ اړوند مهمو څېرو د جلالالدین حقاني د تلین یا یادغونډو پر مهال داسې څرګند دریځ نیولی چې د هغه جګړهییز رول، قربانۍ، کورنۍ او شبکې ته یې د ملا اخترمحمد منصور او یا ملامحمد عمر په څېر جلا او ځانګړی امتیاز ورکړی وي. په دې معنا، چې حقاني او د هغه شبکه تل د امارت د عمومي جوړښت یوه برخه او د رهبرۍ تابع ځواک ګڼل شوی دی.
د طالبانو د تحریک په دننه کې د «امیر» د اطاعت مفکوره د دې ډلې د مذهبي او سیاسي مشروعیت او انحصار له مهمو بنسټونو څخه ده. د رهبرۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه د تحریک د داخلي مشروعیت د بنسټ د ننګولو معنا هم لرلای شي. حقاني شبکه که څه هم پراخ امنیتي او ټولنیز ظرفیت لري، خو خپل سیاسي مشروعیت تر ډېره د طالبانو له عمومي جوړښت څخه اخلي. له همدې امله، له هبت الله سره یې له مستقیم تقابل نه ډډه کړې ده.
د جلالالدین او سراجالدین ترمنځ اصلي توپیر ښايي د شخصیت تر څنګ د زمانې توپیر وي.
د ښځو پر کار تر بندیز وروسته په کندهار کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي او د محدودیتونو له امله ان خپل غږ هم نهشي پورته کولای. وړاندې په کندهار کې تر ۵۰ زیاتې ښځینه خبریالانې پر کار بوختې وې؛ خو اوس یې غږ خاموش شوی.
هغه نجونو چې د راډیوګانو او ټلوېزیونونو له لارې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو ستونزو او غوښتنو ته انعکاس ورکاوه، اوس په کور ناستې دي او ډېری یې له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې ۵۵ ښځینه خبریالانو کار کاوه چې له دې ډلې درې یې په اداري برخو کې او نورې د راپورونو، خپرونو او پروګرامونو په جوړولو بوختې وې.
یوه پخوانۍ خبریاله چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کور ناسته ده د نوم نه ښودلو په شرط وايي، مخکې نه یوازې دا چې د خلکو غږ یې پورته کولای شو بلکې د کار له لارې یې اقتصادي وضعیت هم ښه و.
هغه وایي: «پنځه کاله کېږي چې پر کور ناسته یم هیڅ کار نهشته او نه د کار اجازه شته، یو څه وخت مې معلمي وکړه. له هغه ځایه یې هم ځواب کړم، اوس مو په کور کې نارینه هم بېکاره دي، حیرانه یم چې څه وکړم. دې ته مجبوره یم، چې د خلکو د کورونو کار وکړم خو هغه هم نه پيدا کېږي».
یوه بله ښځینه خبریاله چې پخوا یې په سمهییزو راډیوګانو او ټلوېزیون کې کار کړی دی وایي، بېکارۍ یې اقتصادي ستونزې ډېرې کړې او ان د خپل وضعیت په اړه د شکایت کولو جرات هم نهلري.
ځدراڼ په وینا، په خوب کې د بایسکل لرلو به دومره خوشاله کاوه چې ټول غمونه به یې هېرول. خو دا خوښي به له خوبه د راویښېدو سره پای ته رسېده.
هغه لیکلي: «خو افسوس، کله به چې له خوبه راویښ شوم، بایسکل به نه و. بیا به مې ټوله ورځ په همدې غم تېره کړه او له ځان سره به مې فکر کاوه چې کاشکې هغه بایسکل رښتیا هم زما وای».
ځدراڼ په ماشومتوب کې د ښوونځي له پنځم ټولګي وروسته ښوونځی پرېښود او له طالبانو سره یوځای شو. نوموړي په پیل کې په خوست کې د پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو پاڼې او تبلیغاتي لیکنې وېشلې.
د هغه کورنۍ په یوه خټین کور کې اوسېده چې برېښنا او روانې اوبه یې نه لرلې. پلار یې دیني ښوونکی و او د خپل وخت ډېره برخه یې په جومات کې تېروله. ضعیف لیکلي چې د شپې به هغه او خور یې د لېوانو له غږونو وېرېدل او یو د بل تر څنګ به کښېناستل، څو پلار یې بېرته راشي.
کله ناکله به یو ګاونډی ورغی، د هغوی پر سر به یې لاس راکاږه او د پاچاهانو، شهزادګانو او ماڼیو کیسې به یې ورته کولې. له کیسو بهر، د دې کورنۍ ژوند له وچکالۍ، د خوړو له کمښت، د ژمي له نامناسبو جامو او د کافي سونتوکو له نشتوالي سره تېرېده.
هغه هلک چې د خپل پلار هویت یې پټولو
د ملا محمد یعقوب د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی او د دغه ډلې د اوسني دفاع وزیر ماشومتوب هم ځانګړې کیسه لري. د هغه په روایت کې د ژوند تر ټولو مهمه مسئله د داسې پلار په نوم ژوند کول وو چې هویت یې باید پټ پاتې شوی وای.
د طالبانو اوسنی مشر تر اوسه ان د طالبانو په منځنیو کچو کې هم ډېرو کسانو نه دی لیدلی. د هغه د ژوند په اړه یوه روایت وايي چې نوموړی له ماشومتوبه ګوښه او له خلکو لرې و. د شته معلوماتو له مخې، هغه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په سپین روان کلي کې لوی شوی دی. پلار یې د جومات امام و او کورنۍ یې له اقتصادي پلوه ساده ژوند درلود.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د هغه کورنۍ په قومي غونډو او سیاسي فعالیتونو کې څرګند رول نه درلود. د اخوندزاده د ماشومتوب او ځوانۍ ډېره برخه په جومات او دیني مدرسه کې تېره شوې ده.
هغه هېڅکله پوهنتون او ان ان د عصري ښوونځیو لوړو ټولګیو ته هم نه دی تللی.
د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په اړه هم ورته روایت شته. د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د هغه پلار د جومات ملا و او کورنۍ یې نه ډېرې ځمکې لرلې او نه یې هم بڼونه وو.
محمد حسن له ماشومتوبه له خپل پلار سره جومات ته تللو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د خپلو ډېرو همعمره ماشومانو خلاف یې د کلي په لوبو او د ماشومانو په سیالیو کې لږه ونډه اخیسته. د هغه د ورځني ژوند ډېره برخه د کور، جومات او دیني مدرسې تر منځ تېره شوه.
د کډوالۍ د کمپونو او نیمګړو ښوونځیو نسل
کډوالي او نیمګړې زدهکړې د طالبانو د یو شمېر نورو چارواکو په ژوند کې هم تکرار شوې دي.
د طالبانو له لوړپوړو مشرانو څخه خیرالله خیرخواه هم په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ او خپلې دیني زدهکړې یې کوټې ته نږدې د سرانانو د کډوالو په کمپ کې پیل کړې.
د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په رسمي ژوندلیک کې راغلي چې پلار یې خیاط و او نوموړي له دیني مدرسو کې تر زدهکړو وروسته، شاوخوا ۱۶ کلنۍ کې له طالبانو سره یوځای شو.
د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور هم د خپل رسمي ژوندلیک له مخې، د ځوانۍ په منځنیو کلونو کې خپلې زدهکړې پرېښودې او د شوروي اتحاد پر ضد جګړې ته داخل شو.
هغه ماشومان چې جګړې ترې کورنۍ جوړه کړه
پاکستانی لیکوال او څېړونکی احمد رشید په خپل کتاب «طالبان» کې د دې ډلې لومړی نسل «د جګړې یتیمان» بللي دي.
د هغه په روایت، ډېری دغه کسان یوازې په واقعي مانا یتیمان نه وو، بلکې د عادي کورني ژوند، ګاونډ، قومي مشرانو او باثباته ټولنې له تجربې پرته لوی شوي وو. د هغوی یوه برخه د ماشومتوب ډېره موده د کډوالو په کمپونو یا له ټولنې جلا مدرسو کې تېره کړې او په سوله کې د ژوند روښانه انځور یې نه درلود.
د جمهوري نظام پر مهال د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې مرستیال سردار محمد رحیمي وایي، د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونونو له نصاب څخه د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګو حذفول به هېواد له سخت فکري، کلتوري او سیاسي بحران سره مخ کړي.
هغه له ایراني رسنۍ «ایراف» سره په مرکه کې زیاته کړې، چې دا پرېکړه یوازې د محصلانو د کمښت یا د تدریس د ټیټ کیفیت له امله نه ده، بلکې د پوهنتون، عصري علومو او د هېواد د سیاسي جوړښت په اړه د طالبانو د ایډیالوژیک لیدلوري له مخې شوې ده.
هغه وویل، چې په علومو کې د حکومت د جوړېدو د نظریو، د دولت د دندو، د دولت او وګړو د اړیکو او د ملي حاکمیت د ارزښتونو په اړه بحث کېږي، خو طالبان له دغو مبانیو سره جدي ستونزه لري او هغه د خپل نظام سره برابر نه بولي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په لیدلوري کې د «ښاریتوب» او «حقوقو» مفهوم ځای نه لري او دوی د خلکو لپاره د «رعیت» اصطلاح کاروي، ځکه نو د داسې علومو تدریس چې محصلان له خپلو حقونو او د معاصرو سیاسي نظامونو له کارکړنو سره اشنا کوي، د خپل نظام لپاره یو ګواښ ګڼي.
د دغه پخواني چارواکي او د پوهنتون استاد په وینا، پوهنتون د یوه عصري بنسټ په توګه د تفکر، نقد او څېړنې پر اساس ولاړ دی چې دا چاره د طالبانو له فکري نظام سره په ټکر کې ده. رحیمي وویل، چې د طالبانو د تېرو پنځو کلونو تګلارې، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیز، د استادانو اخراج، د جامو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې په پوهنتونونو کې د هلکانو انګېزه هم په بېساري ډول کمه شي.
هغه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې وویل چې په هېواد کې د فعالو خصوصي پوهنتونونو شمېر له ۱۲۰ څخه تر ۳۰ پورې راکم شوی دی.
دغه پخواني چارواکي ټینګار وکړ چې د حقوقو او سیاسي علومو په څېر د بشري علومو حذفول به په افغانستان کې سیاسي او ټولنیزه بېثباتي نوره هم زیاته کړي. هغه زیاته کړه چې د نړیوالو اړیکو د څانګې له منځه وړل د نړۍ د پېژندنې او ډیپلوماټیک ظرفیت د کمزورتیا په مانا ده چې افغانستان به نور هم منزوي کړي. رحیمي پر کډوالو او نړیوالو کلتوري بنسټونو غږ وکړ چې په هېواد کې د انلاین زده کړو ملاتړ وکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې تر څو اوسنی سیاسي او ایډیالوژیک جوړښت بدلون ونه کړي، د زده کړو د بحران اساسي حل ستونزمن دی.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د نصاب د بدلولو او د بشري علومو د محدودولو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د طالبانو حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دیني مدرسو پر پراخولو او د عصري علومو پر ځای د دیني ثقافت پر تدریس تمرکز زیات کړی دی. دغه وضعیت نه یوازې په کور دننه د بشري حقونو او ښځو د زده کړو د محدودیتونو له امله د نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، بلکې د هېواد د راتلونکي علمي او کلتوري هویت په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.