روسیه: مسکو ته نږدې ۱۰ ډرونونه ویشتل شوي

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، د روسیې هوايي دفاع ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ بېپیلوټه الوتکې، چې د مسکو پر لور روانې وې، ویشتلې دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، د روسیې هوايي دفاع ځواکونو لږ تر لږه ۱۰ بېپیلوټه الوتکې، چې د مسکو پر لور روانې وې، ویشتلې دي.
سوبیانین ویلي، د ډرونونو د پاتې شونو د لوېدو په سیمو کې د ژغورنې او بېړنیو خدماتو ډلې کار کوي. د هغه د څرګندونو خپلواک تایید نه دی شوی.