• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۱۵ وسله والو د وژل کېدو خبر ور کړی

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې ډیورند کرښې ته نږدې په شمالي وزیرستان کې يې عمليات کړي او ۱۵ وسله وال یې وژلي دي. د وژل شویو وسله والو هويت تراوسه نه دی روښانه شوی.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د اګست له ۳۱مې نه یې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې شمالي وزیرستان ته له افغانستان نه د یو شمېر وسله‌والو د اوښتو هڅه شنډه کړې او ۱۵ وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ دغه وسله وال د هند نيابتي «فتنه‌الخوارج» ډلې وسله وال یاد کړي، چې معمولا د پاکستان په پوځ او ورسره تړلو رسنیو کې ټي ټي پي ته کارول کیږي.

ټي ټي پي تراوسه پورې د پاکستان د پوځ د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.

ډېر لیدل شوي

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي
۱

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي

۲

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۳

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۴

یوې افغانې انجنیرې له دندې نه تر ګوښه کېدو وروسته د روب جوړولو کاروبار پیل کړی

۵

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

•
•
•

نور خبرونه

پښتونخوا کې د ماشومانو پر وړاندې جنسي تېری؛ په اوو میاشتو کې ۳۷۰ پېښې راپور شوې دي

۱۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۱ GMT+۱
•
رفعت الله اورکزی
100%

په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او تاوتریخوالي پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي. د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې په دغه ایالت کې لږترلږه ۳۷۰ داسې پېښې ثبت شوې، چې په‌کې ۱۰ ماشومان تر تېري وروسته وژل شوي دي.

په دې لړ کې د هري پور ولسوالۍ د پنځه کلنې ایت نور وژنې سخت غبرګونونه پارولي دي. ایت نور تر جنسي تېري وروسته وژل شوې وه او دغه پېښې پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راوپارول، چې له امله یې پر وړاندې په لوړه کچه اقدام وشو.

د پوليسو سرچينو وړاندې د پېښور په ګډون د دغه ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ماشومانو او ښځو د جنسي تېري پېښې راپور کړې وې. د ماشومانو د قضیو له ډلې ټولټال ۳۲۴ قضیې په بېلابېلو محکمو کې اورېدل کېږي، په داسې حال کې چې د ۸۰ سلنه قضیو په اړه لاهم پرېکړه نه‌ده شوې.

د پوليسو په وينا، تر دې مهاله په لسګونه قضیو کې تر جنسي تېري وروسته ماشومان وژل شوي او په ګڼو داسې پېښو کې تورن کسان نيول شوي دي. د پوليسو په وينا، د ایت نور په پېښه کې ښکېل څلور شکمن کسان نيول شوي دي.

ټولنيز فعال عمران ټکر چې له پنځو کلونو راهيسې په خيبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو او ساتنې لپاره کار کوي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وويل، چې پر ماشومانو د جنسي تېري او نورو تاوتريخوالو تاريخ ډېر زوړ دی.
هغه وويل، پخوا به چې دغه ډول پېښې رامنځته کېدې هغه وخت به ډېرې راپور کېدې او اوس چې پر خواله رسنیو او نورو پاڼو ډېرې لاس په لاس کېږي؛ نو دغه پېښې د خپل شمېر پرتله کمې راپور کېږي.

نوموړي زیاته کړه، په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تېري تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب کې پېښېږي او لامل يې دا دی چې هلته خلک خبر وي، سملاسي يې راپور ورکوي او بيا اقدام کېږي خو له بده مرغه په پښتونخوا کې خلک د داسې پېښو له راپور ورکولو ډډه کوي.

پر ماشومانو د جنسي تېري د پرله‌پسې پېښو لاملونو په اړه عمران ټکر وويل، په دې کې شک نه‌شته چې د ماشومانو پر ضد دغه پېښې مخ په زياتېدو دي؛ خو که امنيتي ادارې او ټولنه په ګډه کار وکړي نو کنټرول کېدای شي.

هغه وایي: «په پښتونخوا کې نه په ښوونځیو کې پرې خبرې کېږي او نه هم څوک پر ماشومانو د جنسي تېري په اړه د پوهاوي په اړه خبرې کوي. کله چې ټولنه په دې برخه کې کار ونه‌کړي؛ نو د دغه ډول پېښو مخه به ډېره ستونزمنه وي. په پښتونخوا کې خلک د خپل ناموس په خاطر په داسې پېښو بحث کول بې‌عزتي ګڼي، پوليسو ته تګ خو لا ډېره لرې خبره ده».

نوشین فاطمه په پښتونخوا کې د بشري حقونو فعاله او د ښځو د حقونو لپاره د یوې ادارې مشره ده. هغه وایي، چې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تېري په ۵۰سلنه قضيو کې د سيمې نږدې خپلوان ښکېل دي.
هغې وويل: «په داسې قضیو کې د ماشومانو مور او پلار له دې امله خبرو ته نه حاضرېږي چې ګومان کوي دوسیه به روښانه شي او عزت به یې له‌منځه ولاړ شي، حال دا چې په حقیقت کې هغه څوک چې له ماشوم سره ظلم کوي باید سزا ورکړل شي».

هغې وويل، چې اوس په پښتني ټولنه کې د ماشومانو او نجونو پر وړاندې د تاوتريخوالي او جنسي تيريو په اړه لږ څه خبر شوې؛ خو اوس په ځينو سيمو کې داسې پېښې په ور، وار رامنځته کېږي خو څوک يې راپور نه ورکوي.

پاکستانۍ ښځه: له افغان مېړه او دوو ماشومانو سره به هرومرو افغانستان ته ځم

۷ وږی ۱۴۰۵ - ۲۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۴۶ GMT+۱
100%

د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له روان بهیر سره هم‌مهاله، له یوه افغان وګړي سره د واده شوې پاکستانۍ مېرمنې لپاره له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره افغانستان ته تګ پر یوه جدي قانوني او بشري ستونزه بدل شوی دی.

۳۲کلنه عایشه بي بي چې ۱۴ کاله مخکې یې له افغان وګړي رحیم ګل سره د خپلې خوښې واده کړی، وايي د مېړه کورنۍ په راتلونکو اتو ورځو کې افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي؛ خو نوموړې لا نه پوهېږي چې څنګه کولای شي له خپل مېړه او دوو ماشومانو سره یوځای افغانستان ته ولاړه شي.

عایشه بي بي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي: «زه به په هر حال کې له خپل مېړه سره ځم.»

نوموړې وايي، د پاکستان تابعیت، ملي شناختي کارت او معتبر پاسپورټ لري او هڅه کوي د افغانستان ویزه هم ترلاسه کړي، خو د سفر د اسنادو، ویزې او د پولې د اوښتو د شرایطو له امله یې لا هم د خپلې کورنۍ د یوځای انتقال لپاره روښانه لاره نه ده موندلې.

د هغې افغان مېړه د کډوالۍ د ثبت کارت لري او افغانستان ته د بېرته ستنېدو امکان ورته شته؛ خو د عایشې بي بي وضعیت له هغه سره توپیر لري، ځکه هغه د پاکستان تبعه ده. د دوی دوه ماشومان هم د سفر بشپړ اسناد نه لري.

عایشه بي بي وايي، تر ټولو لویه اندېښنه یې د تورخم له لارې د پولې اوښتل دي. نوموړې وېره لري چې د بایومیټریک ثبتولو پر مهال یې د پاکستان تابعیت او د پېژندنې اسناد له ستونزې سره مخ نه شي.

هغه وايي، نه غواړي له خپل مېړه او ماشومانو جلا شي او ټینګار کوي چې د کورنۍ د یوځای ساتلو لپاره به له خپل مېړه سره افغانستان ته ځي.

د پېښور عالي محکمې وکیل نصرالدین الله وايي، له افغان وګړو سره د واده شوو پاکستانۍ ښځو لپاره افغانستان ته د سفر بېلابېلې قانوني لارې شته، خو د هرې کورنۍ تابعیت، اسناد او قانوني وضعیت باید جلا وکتل شي.

نوموړي ویلي، یوه لاره د تورخم له لارې سفر دی، خو د پاکستانۍ مېرمنو د بایومیټریک ثبت او د اسنادو د احتمالي پایلو په اړه اندېښنې باید حل شي. دویمه لاره هوايي سفر دی چې معتبر پاسپورټ او د افغانستان ویزې ته اړتیا لري.

د نصرالدین الله په وینا، تر ټولو عملي حل دا دی چې حکومت د هغو پاکستانۍ ښځو لپاره چې له افغان وګړو سره یې واده کړی، روښانه او ځانګړې کړنلاره جوړه کړي، څو له خپلو مېړونو او ماشومانو سره په قانوني ډول افغانستان ته سفر وکړای شي.

نوموړي ویلي، په ورته قضیو کې پېښور عالي محکمې د مېړه او مېرمنې د بېلتون د مخنیوي لپاره لنډمهاله قانوني اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې حکومت باید د داسې کورنیو لپاره ژر تر ژره مشخصه قانوني او اداري لاره رامنځته کړي، څو د بېلابېلو تابعیتونو لرونکي مېړه او مېرمن او د هغوی ماشومان له غیرضروري ستونزو او احتمالي بېلتون سره مخ نه شي.

د عایشې بي بي قضیه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر روان دی. نوموړې اوس د داسې حللارې په تمه ده چې وکولای شي له خپل افغان مېړه او دوو ماشومانو سره، چې ۱۴ کاله یې یوځای ژوند کړی، د یوې بشپړې کورنۍ په توګه افغانستان ته ولاړه شي.

افغان کډوال: پاکستان کې مو د بانکي حسابونو او شتمنیو د له لاسه ورکولو وېره ده

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له بهیر سره هممهاله، د خیبر پښتونخوا په پېښور او نورو سیمو کې د افغانانو د بانکي حسابونو، کاروبارونو او شتمنیو په اړه د احتمالي اقداماتو اندېښنې زیاتې شوې دي.

بانکي سرچینې وايي، په تېرو کلونو کې هغو افغانانو چې په پاکستان کې یې قانوني اسناد لرل، د بانکونو له لارې د حسابونو پرانیستلو اجازه لرله او د ځینو افغان سوداګرو په حسابونو کې د میلیونونو او ان د کروړونو پاکستانۍ روپیو راکړه ورکړه شوې ده.

د سرچینو په وینا، د افغانانو د بېرته ستنېدو له بهیر سره هممهاله په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې له ۴۰۰ ډېرو افغانانو خپل بانکي حسابونه تړلي او خپلې پیسې یې ایستلې دي؛ خو لا هم په یو شمېر بانکونو کې د هغو افغانانو حسابونه شته چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو له مخې اوسېږي.

افغان کډوال: د بانکي حسابونو او شتمنیو په اړه اندېښمن یو

د خیبر ولسوالۍ کې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې مېشت افغان سوداګر اسلم افغان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، دی د پکتیکا اوسېدونکی دی او له کلونو راهیسې په خیبر کې د عمده خرڅلاو کاروبار کوي.

هغه وايي، په بانک اف پنجاب کې یې بانکي حساب درلود، خو افغانستان ته د بېرته ستنېدو له پرېکړې وروسته یې څو ورځې وړاندې حساب وتاړه او خپلې ټولې پیسې یې ترې وایستلې.

اسلم افغان وايي، په پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې د اقداماتو له زیاتېدو سره یې د راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

نوموړي وویل: «د بانکي حسابونو او موبایل سیم‌کارتونو په اړه د محدودیتونو د راپورونو له خپرېدو وروسته مې پرېکړه وکړه چې نور انتظار ونه باسم، خپل بانکي حساب وتړم او خپلې پیسې له ځان سره وساتم، څو افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له مالي ستونزو سره مخ نه شم.»

اسلم افغان وايي، په تېرو ۲۵ کلونو کې یې په خیبر کې کاروبار جوړ کړی، دوکان یې چلولی او له ځايي بازار سره یې پراخې سوداګریزې اړیکې رامنځته کړې دي.

هغه زیاتوي: «افغانستان ته بېرته ستنېدل یوازې د بانکي حساب تړلو ستونزه نه ده، د کاروبار ختمول، د دوکان سامان خرڅول، سوداګریزې راکړې ورکړې بشپړول او له خلکو څخه خپلې پاتې پیسې ترلاسه کول هم لویې ستونزې دي.»

نوموړي وویل: «موږ په پاکستان کې ډېر کلونه تېر کړي او دلته مو کاروبار هم کړی دی. اوس چې د بېرته ستنېدو پرېکړه شوې، تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې کاروبار څنګه ختم کړو، سامان څنګه ولېږدوو او خپلې پیسې په خوندي ډول افغانستان ته څنګه یوسو. که بانکي حساب هم وتړل شي او سیم‌کارت هم کار ونه کړي، نو د کاروباري او شخصي چارو ترسره کول لا ډېر ستونزمن کېږي.»

د اسلم افغان په خبره، د ناڅاپي بېرته ستنېدو له امله افغانان اړ دي چې خپل کاروبارونه او مالي چارې په لنډ وخت کې پای ته ورسوي، چې له امله یې ځینې کسان خپل کاروباري سامان او شتمنۍ په ټیټه بیه پلوري.

په پېښور کې افغان سوداګر ضرب‌الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، که د افغانانو بانکي حسابونه وتړل شي یا د خپلو پیسو کارولو ته یې لاسرسی محدود شي، د کاروباري راکړې ورکړې ستونزه به تر ټولو جدي وي.

هغه وايي، افغان سوداګرو له ډېرو کلونو راهیسې په پاکستان کې د بانکونو له لارې خپلې پیسې ترلاسه او لېږدولې او کاروباري چارې یې په قانوني او اسنادي ډول ترسره کړې دي.

ضرب‌الله وویل: «که ناڅاپه بانکي حساب وتړل شي یا د پیسو په کارولو کې ستونزه رامنځته شي، نو دوکاندارانو، کارکوونکو، د دوکانونو کرایو او کاروباري شریکانو ته د پیسو ورکول ستونزمن کېږي.»

نوموړي ټینګار کړی چې که افغان سوداګر بېرته افغانستان ته ستنېږي، باید د کاروبارونو د پای ته رسولو او په بانکونو کې د موجودو پیسو د لېږد لپاره روښانه او عملي لاره موجوده وي.

د هغه په وینا، د افغان سوداګرو ستونزه یوازې د بانکي حسابونو تر تړل کېدو محدوده نه ده، بلکې هغه دوکانونه، کاروباري سامانونه، له خلکو څخه ترلاسه کېدونکې پیسې او نور مالي معاملات هم ورسره تړلي دي.

ضرب‌الله وايي، که د قانوني اسنادو له مخې ترلاسه شویو پیسو او شتمنیو لپاره روښانه کړنلاره موجوده نه وي، افغانستان ته ستنېدونکې کورنۍ له جدي مالي ستونزو سره مخ کېدای شي.

هغه ټینګار کوي چې که پاکستان حکومت د افغانانو د شتمنیو په اړه نور اقدامات کوي، باید د قانوني اسنادو لرونکو افغانانو او هغو کسانو ترمنځ روښانه توپیر وشي چې په پاکستان کې د اوسېدو یا مالي فعالیتونو لپاره معتبر اسناد نه لري.

د بې‌نومه شتمنیو د څېړنې لپاره قانوني نظام شته؟

د پاکستان حکومت وايي، په هېواد کې د بې‌نومه شتمنیو او مشکوکو مالي معاملو پر وړاندې د اقدام لپاره له مخکې قانوني نظام موجود دی.

د پاکستان فدرالي عوایدو اداره یا اېف‌بي‌ار د بانکي حسابونو په ګډون د بې‌نومه شتمنیو په اړه د څېړنې او پلټنې واک لري.

په داسې حال کې چې د افغانانو د بېرته ستنېدو بهیر روان دی، د بانکي حسابونو، کاروباري پانګې او نورو شتمنیو په اړه روښانه تګلاره د هغو افغان کورنیو او سوداګرو لپاره مهمه بلل کېږي چې په پاکستان کې یې کلونه قانوني کاروبارونه او مالي فعالیتونه کړي دي.

افغان سوداګر ټینګار کوي چې د قانوني اسنادو له مخې ترلاسه شویو پیسو او شتمنیو د خوندي لېږد او د کاروبارونو د پای ته رسولو لپاره باید روښانه او د قانون مطابق کړنلاره جوړه شي، څو د بېرته ستنېدو له امله افغان کورنۍ او سوداګر له اضافي مالي زیان سره مخ نه شي.

د پښتونخوا په هریپور کې پر یوې ۵ کلنې ماشومې د جنسي تېري او وژنې په تور ۴ کسان نیول شوي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د هریپور ولسوالۍ پولیسو ویلي، د ایت نور په نوم د کم‌عمرې ۵ کلنې ماشومې د تښتونې، جنسي تېري او وژنې په قضیه کې څلور تورن کسان نیول شوي او د پېښې په اړه یې پلټنې پراخې کړې دي.

د هریپور ولسوالۍ د پولیسو مشرشفیع الله ګنډاپور د پوليسو د ځانګړې تحقیقاتي ډلې له غړو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د ایت نور د ورکېدو راپور د اګست په ۱۰مه د ماشومې د پلار شفیق له خوا ثبت شوی و.

د ماشومې پلار محمد شفيق ويلي، ايت نور یې يوازينۍ پنځه کلنه لور وه، او په داسې حال کې لادرکه شوې چې له کوره لوبو ته وتلې او بېرته نه وه ستنه شوې.

شفيع الله ګنډاپور په خبري غونډه کې وويل، پوليسو د امنيتي کامرو په مرسته په پېښه کې د ککړو تورنو کسانو د پېژندلو په برخه کې مهم معلومات ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، پولیسو د دغو معلوماتو پر بنسټ عثمان د لقمان زوی، قاسم د نثار احمد زوی او طلحه د فرید زوی ونیول او د پېښې لپاره کارول شوی موټرسایکل یې هم ترلاسه کړ.

ګنډاپور وويل، عثمان په محکمه کې د ماشومې د تښتونې او جنسي تېري اعتراف کړی دی. قاسم د دوه ورځني توقيف لپاره پولیسو ته سپارل شوی، په داسې حال کې چې د کم‌عمرۍ له امله طلحه په عدالتي توقيف کې د هریپور مرکزي زندان ته لېږل شوی دی.

هغه زیاته کړه، د پلټنو د پراخېدو پر مهال یې حسن خان د سدوزي زوی هم، چې د پېښې څلورم تورن بلل کېږي، هم نيول شوی دی.

هغه وويل، د حسن خان د معلوماتو پر بنسټ یې د پوهنتون سړک ته څېرمه په یوه تشه ځمکه کې یو ژور او وچ څاه موندلی او له هغه څخه یې د ایت نور مړی ترلاسه کړی دی.

د ايت نور ماشومې مړی د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ په مرسته د هریپور ټراما سنټر روغتون ته انتقال شوی، چېرته چې د ډاکټرانو له خوا یې د طبي ازموینو لپاره نمونې اخیستل شوې دي.

د هریپور پولیسو ویلي، د قضیې نورې پلټنې لا هم روانې دي او د عدلي شواهدو له ترلاسه کېدو وروسته به د قانون له مخې نور اقدامات ترسره شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د جنسي تيریو پېښې

په پاکستان کې وخت ناوخت له ماشومانو سره د جنسي تېري پېښې مخې ته راځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې سنا ته په وړاندې کړي راپور کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې يوازې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د جنسي تېري ۵۶۷ پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۲۰۰ پېښې له ماشومانو سره د جنسي تېري وې.

په راپور کې ویل شوي وو چې د ماشومانو د جنسي تېري په ۲۰۰ پېښو کې ۹۳ قربانیان هلکان او ۱۰۸ نجونې وې.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوونکې غير دولتي ادارې «ساحل» د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په ټول پاکستان کې له ماشومانو سره د ناوړه چلند ټولټال ۳،۳۶۴پېښې ثبت شوې وې.

د افغانستان نوې سوداګریزې لارې د خیبر پښتونخوا اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي

۳ وږی ۱۴۰۵ - ۲۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۰ GMT+۱
100%

له پاکستان نه د ایران او مرکزي اسیا پر لور د افغانستان د سوداګریزو لارو په بدلېدو سره، د پاکستان له لارې د افغان ترانزیټي سوداګرۍ بهیر په بې‌ساري ډول کم شوی چې له امله یې د خیبر پښتونخوا پر صنعت، ترانسپورټ، سوداګرو او د کرښې دواړو غاړو پر اقتصادي فعالیتونو فشار زیات شوی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې له بنسټیز بدلون سره مخ دي.

د پاکستان له لارې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل د دې بدلون تر ټولو څرګنده نښه ده. د ګمرکي معلوماتو له مخې، د کانتینرونو شمېر چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې نږدې ۸۹زره و او په ۲۰۲۳ مالي کال کې یې ریکارډ ۱۰۲،۸۸۶کانتینرو ته ورسېد، په ۲۰۲۴ مالي کال کې ۵۴،۱۱۴ او په ۲۰۲۵ مالي کال کې ۴۲،۹۵۹ ته راکم شو.

په ۲۰۲۶ مالي کال کې دغه سوداګري په بې‌ساري ډول راټیټه شوې او یوازې ۱۱،۵۹۲کانتینرو ته رسېدلې چې ارزښت یې ۳۶۷میلیونه ډالره و.

د راپور په وینا، د پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې سرحدي محدودیتونو دغه کمښت نه و پیل کړی، بلکې هغه بهیر یې لا چټک کړی و چې له وړاندې روان و.

افغانستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

افغانستان په قصدي ډول خپلې سوداګریزې لارې متنوع کوي او ایران یې تر ټولو مهم بدیل ګرځېدلی دی.

د نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي څار له مخې، د ایران دهلېز د افغانستان د وارداتو د اکمالاتي شبکې پر مهمې برخې بدل شوی دی.

په ۲۰۲۵ مالي کال کې د افغانستان د وارداتو ۳۱.۳سلنه له ایران څخه وو، په داسې حال کې چې له ایران څخه مستقیم واردات او د ایران له لارې ترانزیټي واردات په ګډه د ټولو وارداتو ۴۸.۶سلنه جوړوي. د مرکزي اسیا لارې هم ارزښتناکې شوې دي.

د دې بدلون معنا دا ده چې پاکستان یوازې د ترانزیټ فیسونه له لاسه نه ورکوي بلکې د نړیوالو بازارونو پر لور د افغانستان د اصلي دروازې په توګه خپل پخوانی موقعیت هم له لاسه ورکوي.

د افغان صادراتو لپاره د پاکستان د لارې کارول لا ډېر کم شوي دي. د ګمرکي معلوماتو له مخې، هغه افغان صادرات چې د پاکستان له لارې درېیمو هېوادونو ته تلل، په ۲۰۲۵ مالي کال کې له ۴۵۴میلیونو ډالرو څخه په ۲۰۲۶ مالي کال کې یوازې ۷میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي دي.

د لسیزو لپاره د افغانستان تقاضا د کراچۍ له بندرونو څخه تر پېښور او سرحدي بازارونو پورې یو پراخ اقتصادي ځنځیر فعال ساتلی و. تولیدوونکو، عمده پلورونکو، ترانسپورټي شرکتونو، د ګمرکي تصفیې اجنټانو، ګودامونو او مالي منځګړو ټولو له دې سوداګریز جریان څخه ګټه اخیسته.

اوس چې دغه جریان کم شوی، اغېز یې یوازې تر سرحدي ګمرک پورې نه محدودېږي.

سمنټ، ساختماني مواد، خوراکي توکي، درمل، ټوکران او مصرفي توکي هغه محصولات دي چې په افغانستان کې یې له اوږدې مودې راهیسې بازار درلود.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د افغان فرمایشونو دوامدار کمښت د پاکستان پر تولیدوونکو او عمده پلورونکو فشار زیاتوي. یوه لارۍ چې له پولې نه اوړي، د ترانسپورټي شرکت عاید کموي؛ تش ګودام د کارګرو اړتیا کموي؛ عمده پلورونکی چې افغان مشتریان له لاسه ورکوي، له تولیدوونکو څخه لږ مال اخلي او فابریکه چې فرمایشونه یې کم شي، تولید راټیټوي.

د سوداګرۍ ګډوډي یوازې پر صادراتو اغېز نه کوي. د صنعتي خامو موادو، د بېلګې په توګه سکرو، واردات هم له ستونزو سره مخ کېږي.

که له یوې خوا د افغانستان د بازار تقاضا کمه شي او له بلې خوا د تولیدي موادو بیې لوړې شي، د پاکستاني تولیدوونکو د سیالۍ توان لا کمېږي.

د راپور له مخې، دا ستونزه یوازې د افغانستان په بازار کې نه، بلکې د پاکستان په کورني بازار او نورو صادراتي بازارونو کې هم د پاکستاني صنعتونو پر سیالۍ اغېز کولی شي.

د کرښې دواړو غاړو کرنیز بازارونه هم د سرحدي ځنډونو پر وړاندې ډېر حساس دي، ځکه مېوې او سبزي ژر خرابېدونکي محصولات دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د انګورو د تولید په مهمو سیمو کې پنځو جنوبي ولایتونو ۴۴،۲۲۵ټنه انګور د شاوخوا ۱۳.۸میلیونو ډالرو په ارزښت صادر کړي وو. نږدې ۴۳زره ټنه یې پاکستان ته تللي وو.

خو د ۲۰۲۶ کال تر دې مهاله صادرات یوازې ۲۵۶ټنو ته راټیټ شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۱۰۰زره ډالره ښودل شوی.

د دې زیان اغېز یوازې پر افغان بزګرانو نه دی؛ پاکستاني ترانسپورټي شرکتونه، کمېشن‌کاران، عمده پلورونکي او پرچون پلورونکي هم د سرحدي سوداګرۍ له ګډوډۍ زیان ویني.

100%

د ترانزیټي سوداګرۍ تړون

د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي سوداګرۍ تړون اپټاد دې لپاره جوړ شوی و چې د دواړو هېوادونو جغرافیایي موقعیت په اقتصادي فرصت بدل کړي. پاکستان افغانستان ته سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابروي او افغانستان د مرکزي اسیا پر لور د پاکستان لپاره د ځمکني دهلېز په توګه مطرح کېدای شي.

خو امنیتي اندېښنو، قاچاق، اداري اختلافاتو او سیاسي ترینګلتیاوو د دغه تړون اقتصادي ارزښت کم کړی دی.

پاکستان وايي چې د افغانستان لپاره انتقالېدونکي ځینې توکي د پاکستان په بازارونو کې پلورل کېږي، چې حکومت ته د عوایدو د ضایع کېدو او کورنیو سوداګرو ته د نابرابرې سیالۍ ستونزه جوړوي.

له همدې امله پاکستان په ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې پر ځینو افغان ترانزیټي توکو، لکه جامو، بوټانو، ماشینونو، کمپلو او ټوکرانو، ۱۰سلنه د پروسس فیس ولګاوه.

له بلې خوا، افغانستان هم سوداګریزې اندېښنې لري. هر نوی سند، مالي شرط، تلاشي یا په پوله کې ځنډ د سوداګرۍ لګښت او ناڅرګندتیا زیاتوي. که د ایران له لارې بدیله لاره له اقتصادي پلوه مناسبه شي، سوداګر طبیعي ده چې هغې لارې ته مخه کوي او کله چې یو سوداګر نوې سوداګریزه شبکه جوړه کړي، بېرته یې پخوانۍ لارې ته راګرځول اسانه نه وي.

د ډان د رپوټ له مخې، افغانستان هم له دې بدلون څخه په بشپړ ډول بې‌زیانه نه وځي. اوږدې سوداګریزې لارې د ترانسپورټ او لوژستیک لګښتونه لوړولی شي، په داسې حال کې چې پاکستان د بندرونو فعالیت، ترانسپورټ، ګودامونو، ګمرکي خدماتو او بازار ته د لاسرسي عواید له لاسه ورکوي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د اټکل له مخې، پاکستاني صادروونکو د روان کال په اتو میاشتو کې د سوداګریزو محدودیتونو او بندیزونو له امله شاوخوا ۲۲۵میلیونه ډالر زیان لیدلی دی.

دغه اداره وايي، افغانستان ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۱.۵میلیارد ډالر دي، په داسې حال کې چې د افغانستان له لارې مرکزي اسیا ته د پاکستان کلني صادرات شاوخوا ۸۰۰میلیونه ډالر اټکل کېږي.

د راپور په تحلیل کې ویل شوي چې پاکستان نور نه شي کولای د افغان ترانزیټي سوداګرۍ کمېدل یوازې امنیتي یا دیپلوماتیکه موضوع وګڼي. له بلې خوا، افغانستان هم نه شي کولای داسې تصور وکړي چې د پاکستان د لارو پر ځای د ایران او مرکزي اسیا لارې غوره کول هېڅ اقتصادي لګښت نه لري.

ډان وايي، دواړه هېوادونه د یوه باثباته، د روښانه قوانینو پر بنسټ او د وړاندوینې وړ ترانزیټي سوداګریز نظام ته اړتیا لري.