د سرپل اوسېدونکی: د اوبو سخت کمښت د خلکو ژوند ستونزمن کړی

د سرپل ولایت یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د اوبو وضعیت د تېرو کلونو پرتله ډېر بدل شوی او د اوبو سرچینې په پراخه کچه کمې شوې دي.

د سرپل ولایت یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د اوبو وضعیت د تېرو کلونو پرتله ډېر بدل شوی او د اوبو سرچینې په پراخه کچه کمې شوې دي.
د هغه په خبره، ګڼې څاهګانې او د اوبو سرچینې وچې شوې دي او د ځینو سیمو خلک ان د څښاک اوبو برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي. هغه وايي، د ځمکې لاندې د اوبو د کمښت یو مهم لامل په پراخه کچه د ژورو څاهګانو کېندل دي.
د نوموړي په وینا، په یوه کلي کې چې شاوخوا ۷۰ کورنۍ ژوند کوي له ۷۵ ډېرې څاهګانې کېندل شوې دي. د هغه په خبره، په ډېرو دغه څاهګانو کې د یوه او دوه اینچه پایپونو له لارې اوبه اېستل کېږي چې دغه چاره د ځمکې لاندې د اوبو کچه ورځ تر بلې ټېټوي.
دغه اوسېدونکی وايي، د ورښتونو کمښت، وچکالي او د ځمکې لاندې اوبو له اړتیا زیاتې کارونې د خلکو ورځنی ژوند، کرنه او مالداري له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړی زیاتوي، چې ګڼې کورنۍ اړ دي څو د څښاک اوبو پیدا کولو لپاره اوږد مزل وکړي.
هغه په خپل پیغام کې له مسوولینو او اړوندو ادارو غوښتي، چې د ژورو څاهګانو د نامنظمو کېندلو او د ځمکې لاندې اوبو له حده زیاتې کارونې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي؛ څو په سرپل کې د اوبو روان ناورین لا پراخ نهشي.

ځوان کیسه لیکوال نصرت ارمان په کابل کې د کتاب رسونې د کاروبار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې سرهزر پلورلي دي. هغه وایي، خلک ورته د کتابونو نومونه ورکوي او دی یې بیا له کورونو سربېره د هغوی کار ځایونو ته رسوي.
نوموړي ویلي، که څه هم د کتابونو په برخه کې د هغه کاروبار نوی نهدی، خو دی هڅه کوي کتابونه په لږ لګښت او د غوښتنې په هماغه ورځ لوستونکو ته ورسوي.
نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه په یوې لیکنه کې د دغه کار د پیل لپاره د خپلې مېرمنې د ملاتړ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې مېرمنې یې خپله چله، ګوتمۍ او غوږوالۍ ورکړي، څو یې وپلوري او د ورځني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ پرې خپل نوی کار پیل کړي.
ارمان وايي، هڅه به وکړي د خپلې مېرمنې د دې قربانۍ حق ادا کړي او هغې ته ثابته کړي، چې پر ده یې باور پر ځای وو.
«له کتابونو سره ژوره مینه لرم»
ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې د هغو کسانو نظرونو ته هم اشاره کړې چې ورته یې ویلي وو، په افغانستان کې خلک کتابونه نه لولي او ښايي دا کار یې اقتصادي بریا ونهلري.
نوموړي ویلي، دی د خپلې ټولنې له وضعیت څخه خبر دی، خو د کتابونو له پلور، لوست او لیکوالۍ سره د خپلې شاوخوا دوو لسیزو تجربو ته په کتو باور لري، چې لا هم د کتاب لپاره بازار او لوستونکي شته.
هغه لیکلي، چې د کتابونو له پلورلو، لوستلو، ټایپ او بیا لیکوالۍ سره یې شاوخوا دوه لسیزې تېرې کړي او له بل هېڅ کار سره د کتابونو په څېر ژوره اړیکه، مینه او شوق نهلري.
«خلک کتاب نه لولي»؛ ارمان له دې تصور سره مخالف دی
نصرت ارمان وايي، کله چې یې د لنډو کیسو لیکل پیل کړل، ځینو خلکو ورته ویل، چې خلک کیسې نه لولي او دی به له دې لارې بریالی نهشي، خو زیاتوي، هڅه یې کړې چې د لنډو کیسو لپاره لوستونکي پیدا کړي.
د هغه په وینا، د همدې هڅو په پایله کې یې وروستی د لنډو کیسو کتاب له خپرېدو لس ورځې وروسته په کتابپلورنځیو کې ختم شوی وو او اوس چې نوې کیسه خپروي، سلګونه کسان یې لولي او د خپلې مینې او ملاتړ پیغامونه ورلېږي.
ارمان هیله څرګندوي، چې د کتاب لوستلو په اړه د خلکو عام تصور باید بدل شي. د هغه په اند، ستونزه دا نهده، چې خلک یې نه لولي، بلکې د لوست د عامېدو لپاره باید خلکو ته د لوست احساس، فکر، جذبه او شوق ورکړل شي.
د کتابونو رسونه؛ د وخت او واټن د ستونزې حل
ارمان په خپل فېسبوکي پوسټ کې یوه بله ستونزه هم مطرح کړې ده. د هغه په وینا، ډېر کسان له کتاب سره مینه لري، خو د مناسب کتاب د انتخاب له ستونزې سربېره، له کتابپلورنځیو څخه لرې اوسېږي یا د ورځني ژوند د نورو لومړیتوبونو له امله کتابپلورنځي ته د تګ لپاره کافي وخت نهلري.
هغه هیله څرګنده کړې، چې کورونو او کار ځایونو ته د کتاب رسونه به له دغو کسانو سره مرسته وکړي چې له کتابونو سره بېرته اړیکه پیدا کړي.
نوموړي ویلي، پر خپلې هڅې باور لري او غواړي د کتاب لږ شمېر ملاتړي په پراخې ټولنې بدل کړي.
ارمان په پای کې لیکي: «زه د هڅې پلار یم او په اسانۍ نه ماتېږم».
د کابل د ملاترهخېل ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالۍ د سیمې د زرګونو کورونو ځمکې دولتي اعلان کړي او اوسېدونکو ته یې ویلي چې خپل کورونه پرېږدي.
د دغه ښارګوتي اوسېدونکو، چې د امنیتي دلایلو له امله یې د هویت د پټ ساتلو غوښتنه کړې، ویلي چې موضوع د کابل د ۲۱مې ناحیې د څلورم ګذر هغې سیمې پورې تړاو لري چې ۶۰ متره سړک ترې تېرېږي او لتهبند د کابل ـ جلالاباد له سړک سره نښلوي.
د دوی په وینا، چارواکي غواړي د دغه سړک دواړو غاړو ته، هرې خوا ته تر ۱۷۰ مترو پورې د خلکو د کورونو په ساحه کې سوداګریز ښارګوټی جوړ کړي.
نوموړي ادعا کړې چې په دې سیمه کې شاوخوا ۸۵۰۰ کورونه اغېزمنېږي او اوسېدونکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو ووځي، خو د کورونو او نورو لګښتونو د جبران په اړه ورته څه نه دي ویل شوي.
یو اوسېدونکی وایي: «خلکو پر خپلو کورونو ډېر لوړ لګښتونه کړي دي. زموږ پر کور زما پلار او شپږو وروڼو ټول عمر کار کړی او اوس راته وایي چې له کوره ووځئ، خو هېڅ لګښت هم نه راکوي».
دغه اوسېدونکي زیاته کړې چې د سیمې یو شمېر خلک د موضوع د حل لپاره د کابل ښاروالۍ چارواکو ته ورغلي وو، خو د ده په ادعا له هغوی سره «ناسم چلند» شوی دی.
نوموړي د کابل ښاروال پر اداره د قومي تبعیض تور هم پورې کړی او ادعا یې کړې چې ورته پروژې په هغو سیمو کې ډېرې عملي کېږي چې پښتانه پکې اوسېږي.
هغه د نهمې ناحیې هوتخېل سیمه د بېلګې په توګه یاده کړې او ویلي یې دي چې هلته هم ځینو اوسېدونکو ته د کورونو د پرېښودو ویل شوي دي.
د پیغام استوونکي پوښتنه کړې چې که موخه د سوداګریزو پروژو جوړول وي، ولې د کابل په نورو برخو کې شته دولتي ځمکې نه کارول کېږي.
هغه د خیرخانې له کوتل څخه تر تهیه مسکن او همداراز د کابل هوايي ډګر او کابل ـ جلالاباد سړک ترمنځ ځینې ساحې یادې کړې او ادعا یې کړې چې هلته هم دولتي ځمکې شته.
د ملاترهخېل اوسېدونکي دا هم ویلي چې درې ورځې وړاندې یو شمېر پانګوال سیمې ته ورغلي وو. دوی د الکوزي شرکت د یوه استازي او د «هزاربز» او «حاجي رسول» په نوم د کسانو یادونه کړې او ادعا یې کړې چې ځینې سیمې هغوی ته ورکړل شوې دي.
دغه اوسېدونکي له افغانستان انټرنشنل غوښتي چې د دوی غږ پورته کړي او له اړوندو چارواکو د دې پروژې، د ځمکو د ملکیت او د خلکو د احتمالي زیان د جبران په اړه وضاحت وغواړي.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل د ملاتره خیل د یو شمېر اوسېدونکو شکایت دی، افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.
یو افغان د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده ته په یوه پرانیستي لیک کې د هېواد د اوسني وضعیت په اړه سختې اندېښنې څرګندې کړې دي. په دغه لیک کې د حضرت عمر فاروق د عدالت او مسوولیت منلو تاریخي روایت ته په اشارې سره، پر طالبانو غږ شوی چې د افغان ولس پر وړاندې خپل مسوولیتونه وپېژني.
په لیک کې د حضرت عمر فاروق یوه روایت ته په اشارې سره د واکمنانو د مسؤلیت پر احساس ټینګار کړی او د افغانستان د ځوانانو وضعیت، کډوالي، بېکاري او د زدهکړو پر وړاندې شته محدودیتونه یې د هېواد له سترو ننګونو څخه بللي دي.
لیک کې راغلي : « د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال د شام په یوه سیمه کې یو پل زیانمن شوی او درز پکې پیدا شوی و. ویل کېږي، یوه ورځ یو سپرلۍ له دغه پل څخه تېرېده چې پښه یې په هماغه درز کې ولوېده او ټپي شو».
د روایت له دوام سره سم، حضرت عمر رضی الله عنه د خپل شهادت پر مهال خپل زوی عبدالله ته ویلي وو چې له وفات درې ورځې وروسته به یې په خوب کې وویني. خو د روایت له مخې، عبدالله رضی الله عنه خپل پلار له دولسو کلونو وروسته په خوب کې ولید او د ځنډ لامل یې ترې وپوښت. ویل کېږي چې حضرت عمر رضی الله عنه په ځواب کې ویلي وو، د شام د هماغه زیانمن شوي پل له امله د یوه سپورلي د ټپي کېدو په اړه تر اوسه ترې پوښتنه کېږي او حساب ترې اخیستل کېږي.
لیکوال دغه روایت د دې نښه بولي چې یو واکمن باید د خلکو د ژوند او ستونزو په اړه، حتا د کوچنیو پېښو پر وړاندې هم ځان مسؤل وبولي.
د لیک په بله برخه کې لیکوال د امیرالمؤمنین هبتالله په نوم د خطاب په ترڅ کې دا پوښتنه مطرح کړې چې که د یوه سورلۍ د ټپي کېدو په اړه دومره د مسؤلیت احساس موجود وي، نو د افغانستان د هغو زرګونو ځوانانو د برخلیک په اړه به څنګه حساب ورکول کېږي چې په تېرو کلونو کې د کار، روزۍ او ښه راتلونکي د موندلو په هیله د کډوالۍ پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په لیک کې همدارنګه د کډوالۍ، بېکارۍ، د ژوند د فرصتونو له منځه تلو، د کورنیو د غړو د مرګ له امله د هغوی د غمونو او همدارنګه د نجونو او ښځو پر زدهکړو او پرمختګ د محدودیتونو یادونه شوې ده. لیکوال ټینګار کړی چې دا ټولې ستونزې باید د مسؤلو چارواکو له لوري په جدي توګه وڅېړل شي او ورته د حل لارې ولټول شي.
لیکوال واک او حکومت «لویه امانت» بللی او ویلي یې دي چې هر واکمن به یوه ورځ د الله تعالی په حضور کې د خپلو کړنو او مسؤلیتونو په اړه ځواب ویونکی وي. په اعلامیه کې عدالت، د خلکو د ستونزو هوارول، د کارموندنې فرصتونو برابرول، د زدهکړو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول او د ځوان نسل راتلونکي ته پاملرنه د هر نظام او واکمن له مهمو دندو څخه ګڼل شوې ده.
د لیک په پای کې هیله څرګنده شوې چې د افغانستان د ځوانانو غږ واورېدل شي او د هېواد د خلکو د هوساینې، زدهکړو، عزت او روښانه راتلونکي لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
لیکوال همدارنګه ټینګار کړی چې د هغه په باور، په پای کې به ټول انسانان د الله تعالی حضور ته درېږي او هلته به نه واک پاتې وي او نه مقام. نوموړي زیاته کړې چې د الهي عدالت په محکمه کې به هېڅ حق ضایع نه شي او هر څوک به د خپلو کړنو او مسؤلیتونو په اړه ځواب ووایي.
د هرات اسلامکلا لارې یو موټر چلوونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې پر همدې لاره د افغان ځوانانو د وضعیت په اړه د خپلو سترګو لیدلی حال بیان کړی. نوموړی وایي، چې هره ورځ د ايران پر لور د ځوانانو د ناقانونه تګ دردناکه شېبه ويني.
هغه وايي، هر سهار چې تر مولوي ټانک سيمې ځي د ځوانانو پنځه یا لس کسیزه ډله ويني چې د قاچاق کوونکو په مرسته د اسلامکلا پولې ته روان وي. د هغه په خبره؛ دغه لړۍ له څو مياشتو راهيسې هره ورځ دوام لري او په دغه کسانو کې يوازې ځوانان نه، بلکې د لسو او ۱۲کلونو ماشومان هم شامل وي.
د هغه په وينا؛ د دغه ځوانانو په څېرو کې ستړيا له ورایه ښکاري او په اوږو يې يوازې کوچنۍ ګنډه لیدل کېږي، چې پهکې يو جوړه بوټان او نیمه پارچه وچه ډوډۍ پرته وي؛ خو دوی له همدې لږ سامان سره خپلې هيلې او راتلونکې هم له ځان سره وړي.
هغه زياتوي، کله چې له دوی پوښتي چې دا څووم ځل دی د پولې د اوښتو هڅه کوي؛ ځينې ځواب ورکوي چې اووم يا اتم ځل دی. د دغه موټر چلونکي په خبره؛ دغه ځوانانو ان د ټکسي د ۲۰۰ افغانيو کرايه يې هم پور کړې وې، ځکه بله لاره نهلري او هيله لري چې ښايي دا ځل بريالي شي.
نوموړی وايي، هر ماښام بيا په پوله ګوري چې له سلو کسانو ښايي يوازې يو کس واوړي او نور ټول بېرته راستانه شي. د هغه په وينا؛ د بېرته راګرځېدونکو کسانو مخونه له خاورو ډک وي، ستړي او ځپل شوي وي او ورته وايي، چې دوه شپې يې خوب نهدی کړی او د لارې په اوږدو کې له زور زياتي او شکنجې سره هم مخ شوي وي.
هغه وايي: «کله چې ترې پوښتم څنګه به بېرته هرات ته ستنېږئ ډېری وايي، چې هېڅ پيسې نهلري. ځينې د بار وړونکو موټرو پرمټ ښار ته ځان رسوي او ځينې خپلو خپلوانو ته زنګ وهي؛ څو د لارې کرايه ورته راوړي».
د دغه موټرچلوونکي په خبره؛ همدا پرون يې يوه ښځه او يو نارینه له دوو ماشومانو سره ليدلي چې تږي، وږي او بېوسه وو او ان يوه افغانۍ هم ورسره نه وه. د هغه په وينا؛ دوی تېره شپه د پولې د اوښتو هڅه کړې وه، خو نن يو ځل بيا بېرته راګرځول شوي وو.
هغه وايي، د افغانستان د ځوان او نوي نسل دغه حالت د هر انسان زړه دردوي؛ خو څوک يې پوښتنه نهکوي. د ده په خبره؛ خلک د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره په وار، وار د ايران پر لور د تګ هڅه کوي، سره له دې چې ډېر ځله له ناکامۍ او کړاو سره مخ کېږي.
د هغه په وينا؛ د هرات او اسلامکلا پر دغه لاره ډېری کسان د دهنه ذوالفقار، چارېګ او کلاته نظر له سيمو څخه د ايران پر لور د تګ هڅه کوي. نوموړی وايي، که څه هم د نيمروز لاره له پخوا د دغه ډول تګراتګ شاهده وه؛ خو په وروستيو دوو کلونو کې د اسلامکلا له لارې هم د ناقانونه تګ کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د قانوني اسنادو او ویزو د ستونزې له دوام سره، په اسلاماباد کې مېشت افغان صابر خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې ویزه پای ته رسېدلې او د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو له وېرې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
صابر خان، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د امنیتي اندېښنو له امله پاکستان ته تللی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوه استولي پیغام کې په اسلاماباد کې د خپل اوسني ژوند له سخت وضعیت شکایت کړی دی.
خان وايي، له شاوخوا یو نیم کال راهیسې یې د پاکستان ویزه پای ته رسېدلې او د قانوني اسنادو له نشتوالي سره له دوامدارې وېرې سره ژوند کوي.
هغه وايي: «هره شېبه دا امکان شته چې پولیس مو ونیسي او ډیپورټ شو.»
د صابر خان په وینا، د اسنادو د ستونزې او د نیول کېدو د وېرې له امله یې ورځنی ژوند تر دې کچې سخت شوی چې ان روغتیايي خدمتونو ته هم په اسانۍ لاسرسی نه لري.
نوموړی وایي: «ژوند دومره سخت شوی چې ډاکتر ته هم نشو تللی.»
هغه وايي: «د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو لپاره له ځینو باوري دوستانو او پېژندګلو استفاده کوو.»
صابر خان ټینګار کوي چې د ده او ورته نورو افغانانو لپاره د ژوند وضعیت هغه مهال لا ستونزمن شوی چې د ویزو د تمدید بهیر نه عملي کېږي او د هغو افغانانو لپاره چې له افغانستانه بهر د انتقال یا پناه غوښتنې دوسیې لري، د قضیو د تعقیب او پروسس بهیر هم روښانه نه دی.
نوموړ وایي: «که د ویزو تمدید بېرته پیل نه شي، یا بهرني کیسونه شروع نه شي، نو ژوند بیخي ناممکن شوی دی.»
خان وايي، له ۲۰۲۱ کال وروسته هغه مهال چې طالبانو د افغانستان جمهوري نظام نسکور او واک یې ترلاسه کړ، د خپلې امنیتي اندېښنې له امله اړ شو پاکستان ته ولاړ شي.
د نوموړي په وینا، پاکستان ته تګ یې د انتخاب پر ځای د امنیتي وضعیت له امله یوه اړتیا وه، خو اوس په دغه هېواد کې د قانوني اسنادو د ستونزې، د نیول کېدو او د بېرته ستنولو د وېرې له امله له بل ډول سخت وضعیت سره مخ دی.
د صابر خان تجربه د هغو افغانانو د پراخې ستونزې یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو له پای ته رسېدو، د ویزو د تمدید له ستونزو او د نیول کېدو او افغانستان ته د ستنولو له اندېښنو سره مخ دي.
افغان کډوال او د بشري حقونو مدافع بنسټونه له پاکستانه په وار وار غواړي چې له افغانانو سره د قانوني اسنادو په برخه کې روښانه او دوامدار میکانیزم رامنځته کړي او د هغو کسانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي چې د امنیتي اندېښنو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو توان یا شرایط نه لري.