د خوړو نړیوالې بیې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، چې د اګست میاشت کې د خوړو نړیوالې بیې د ۲۰۲۲ کال له نومبر راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي. خراب موسم، جګړو او سوداګریزو ګډوډیو د خوراکي توکو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
