د ۳۵ کلن مخکښ نوماند اولریش زیګموند په مشرۍ اې اېف ډي له څو میاشتو راهیسې په نظرپوښتنو کې له ۴۰ سلنې پورته دی او د مطلق اکثریت د ترلاسه کولو چانس لري.
د مطلق اکثریت لپاره د رایو دقیقه سلنه به د هغو ګوندونو له شمېر سره تړاو ولري چې له پنځه سلنې حد څخه تېرېږي، خو زیګموند ویلي چې د ده هدف د ۴۵ سلنې یا تر دې ډېرو رایو ترلاسه کول دي.
د زاکسن انهالت ټاکنې د جرمني د صدراعظم فریدریښ میرڅ د حکومت لپاره مهمې دي.
میرڅ هڅه کړې چې د کډوالۍ او امنیت په اړه د سخت دریځ په خپلولو سره داې اېف ډي د محبوبیت کچه راټیټه کړي.
شاوخوا ۱.۷ میلیونه رایهورکوونکي د ماښام تر شپږو بجو پورې د رایې ورکولو فرصت لري او ټاکنیز مرکزونه به وروسته وتړل شي. تمه ده چې لومړنۍ پایلې لږ وروسته اعلان شي.
د رایهورکوونکو ګډون د ۲۰۲۱ کال د تېرو ایالتي ټاکنو په پرتله د پام وړ لوړ بلل شوی. د ایالتي ټاکنو د کمېشنرۍ په وینا، تر غرمې پورې ۳۴.۷۲ سلنه واجد شرایط کسانو رایه ورکړې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې په همدې وخت کې د ګډون کچه ۲۲.۴ سلنه وه.
وروستۍ نظرپوښتنې د اې ایف ډي۴۰ سلنه او د میرڅ د «مسیحي دیموکراتانو» یا سي ډي یو ګوند ۲۳ سلنه رایې اټکلوي.
که اې ایف ډي مطلق اکثریت ترلاسه کړي، کولای شي د جرمني له هغې سیاسي «سرې کرښې» تېر شي چې له مخې یې اصلي ګوندونه له اې ایف ډي سره د ګډ حکومت جوړول ردوي.
په جرمني کې د تناسبي ټاکنیز نظام له امله د مطلق اکثریت ترلاسه کول اسانه نه دي.
دغه نظام تر ډېره د ایتلافي حکومتونو د جوړېدو لپاره طرحه شوی او هڅه کوي چې د یوه ګوند له خوا د یوازې حکومت کولو مخه ونیسي.
که اې ایف ډي له مطلق اکثریت پاتې شي، تر ټولو محتمله سناریو به د سي ډي یو په مشرۍ د اوسني ایالتي صدراعظم سون شولڅ حکومت جوړول وي، خو د دې پایلې ډېره برخه به په دې پورې تړلې وي چې کوم واړه ګوندونه پارلمان ته لاره پیدا کوي.
د ایالت اساسي قانون له مخې، نوی ټاکل شوی پارلمان باید د ټاکنو له ورځې تر ۳۰ ورځو پورې، یانې د اکتوبر تر شپږمې پورې خپله لومړۍ غونډه وکړي. خو د نوي ایالتي صدراعظم د ټاکلو لپاره کومه ټاکلې وروستۍ نېټه نشته.
زیګموند د شنبې په ماښام د وروستۍ ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل: «د سبا د ټاکنو له پایلې پرته، موږ لا دمخه تاریخ جوړ کړی دی».
هغه د ایالت په مرکز مګدېبورګ کې خپلو پلویانو ته وویل، «هغه څه چې موږ په زاکسن انهالت کې پیل کړي، اوس په ټول جرمني کې خپرېږي او نور یې مخه نه شي نیول کېدای».
اې ایف ډي که واک ته ورسېږي، غواړي په ښوونځیو او فرهنګي بنسټونو کې د دودیزو ارزښتونو ملاتړ زیات کړي، کډوالي محدوده کړي او د عامه خپرونو په سیستم کې پراخ بدلونونه راولي.
خو که مطلق اکثریت ترلاسه نه کړي، دغه ګوند چې د ایالتي امنیتي ادارې له خوا «ښی افراطي» بلل شوی، د سیاسي «سرې کرښې» له امله به حکومت ته د لارې موندلو په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ شي.
زیګموند، چې د رایې ورکولو لپاره په خپل پلرني ښار تانګرموونډه کې پر یوه ابي رنګه سیمسون موټرسایکل سپور راغی او ګڼو مینهوالو یې هرکلی وکړ، له نورو ګوندونو سره د ایتلافي خبرو امکان رد کړی دی.