افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو دغه مرکز شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د فیضاباد هوایي ډګر ترڅنګ په یوه پوځي اډه کې فعال شوی او په دغه ولایت کې په ۲۴ ساعته توګه د معلوماتو په راټولولو او کشفي ماموریتونو بوخت دی.
د بدخشان ولایت د مرکز فیضاباد ښار اوسېدونکي وایي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې په اسمان کې بېپیلوټه الوتکې د ګزمې په حال کې لیدلې دي.
د فیضاباد یوه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «بېپیلوټه الوتکې د شپې له خوا په فیضاباد کې په ډېر ټیټ غبرګ پروازونه کوي.»
هغه وویل: «داسې ښکاري چې دوی د خلکو کورونه هم تر څارنې لاندې لري.»
هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، پر فیضاباد باندې د بېپیلوټه الوتکو الوتنې او همدارنګه د بدخشان هوایي ډګر ته څېرمه د یوه نوي برج جوړېدل ښیي. ویل کېږي دا برج د دغو الوتکو د ناستې او الوتنې د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دې ویلي.
سیمه ییزې سرچینې وایي هغه بېپیلوټه الوتکې چې وړاندې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د مرور قوماندان جمعه فاتح پر وړاندې عملیاتو کې کارول شوې وې، له همدې مرکزه یې الوتنه کړې وه.
تر دې وړاندې ازادۍ جبهې اعلان کړی و، چې په زیباک ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره د نښتې پر مهال د هغوی دوه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. ازادۍ جبهې د نسکورې شویو الوتکو انځورونه هم خپاره کړي وو.
بدخشان په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو د یوې نوې څپې او د طالبانو پر وړاندې د بریدونو د زیاتوالي شاهد و. طالبانو د دغو خوځښتونو په غبرګون کې سیمې ته د زرګونو تازه دمه ځواکونو د لېږلو ترڅنګ، اوس د امنیتي څارنې او کنټرول لپاره د بېپیلوټه الوتکو له ټیکنالوژۍ څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل پیل کړي دي.
د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو ټیکنالوژۍ ته د طالبانو لاسرسی
د وري په میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې «د افغانستان د ملي پراختیا شرکت» کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل پوهنتون او کابل پولی تخنیک د انجینرۍ پوهنځیو له محصلینو څخه جوړه شوې د بېپیلوټه الوتکو د ۱۳ کسیز تخصصي ټیم له ۱۴۰۰ کال راهیسې د دغو الوتکو د اصلاح او ډیزاین پر سر کار کوي.
د دغې سرچینې په وینا، دا ټیم اوس د دې وړتیا لري چې د پرزو په واردولو سره په هېواد کې دننه بېلابېل ډوله ځانمرکي بېپیلوټه الوتکې تولید کړي.
طالبانو د لومړي ځل لپاره له پاکستان سره د نښتو پر مهال له خپلو بېپیلوټه الوتکو کار واخیست او د افغانستان پر لویو ښارونو د پاکستان د پراخو بریدونو په غبرګون کې یې څو ځله د پاکستان په دننه کې سیمې په نښه کړې.
دغې ډلې همدارنګه ادعا وکړه، چې په اسلاماباد کې یې پر پاکستاني ځواکونو هم برید کړی دی.
له پاکستان سره له نښتو او د دغه هېواد پر وړاندې د بېپیلوټه الوتکو له کارولو وروسته، دا په بدخشان کې د طالبانو له خوا د بېپیلوټه الوتکو د فعالیت د یوه مرکز د جوړولو تر ټولو تازه موضوع ده.
په دغه ولایت کې د بېپیلوټه الوتکو د یوه خپلواک مرکز جوړول ښیي چې طالبانو په بدخشان کې د خپلو مخالفو ډلو د شتون او فعالیت ګواښونه جدي نیولي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره یې د بېپیلوټه الوتکو په ګډون نوې ټیکنالوژۍ ته مخه کړې ده.