طالبان وایي په زرمت کې یې د برېښنا د سبسټېشن جوړولو لپاره توپوګرافیکي سروې ترسره کړې

د طالبانو د پکتیا ولایتي مسوولین وایي، د زرمت ولسوالۍ لپاره د برېښنا د وېش د یوه نوي سبسټېشن د جوړېدو په موخه یې لومړنۍ تخنیکي او توپوګرافیکي سروې په دغه ولسوالۍ کې ترسره کړې ده.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د برېښنا ریاست وايي د دې پروژې لپاره د زرمت ولسوالۍ په سورکي سیمه کې شاوخوا ۵۰ جریبه ځمکه په نښه شوې او د ځمکې د تثبیت او تخنیکي ارزونې لپاره اړین معلومات راټول شوي دي.
د پکتیا لپاره د طالبانو د برېښنا ریاست مشر محمد انور راشد ویلي، د سروې په ترڅ کې د سبسټېشن د جوړېدو لپاره د ټاکل شوې ځمکې وضعیت او اړوند تخنیکي معلومات ارزول شوي دي. انور راشد زیاتوي، د سبسټېشن له جوړېدو وروسته به نه یوازې د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي د برېښنا له اسانتیاوو برخمن شي بلکې د ګاونډي پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ ځینې سیمې به هم د برېښنا له اسانتیاوو برخمنې شي
دوی وايي د برېښنا د وېش د شبکې د پراختیا لپاره خپلې هڅې روانې ساتي او هڅه کوي چې د برېښنا اسانتیاوې د ولایت نورو سیمو ته هم وغځوي. د نوي سبسټېشن د جوړېدو پروژه به د سیمې د برېښنا د وېش ظرفیت لوړ کړي او د زرمت او شاوخوا سیمو د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو کې به مرسته وکړي.
