طالبان: د امام ابو حنیفه په ملي او نړۍوال نندارتون کې به د ۲۰ هېوادونو شرکتونه ګډون ولري

د طالبانو په ولکه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، یوه میاشت وروسته د تلې پر ۱۵مه به په کابل کې د امام ابو حنیفه یو اونیز ملي او نړۍوال نندارتون پیل شي. د دغې خونې د مسوولینو په وینا، د روسیې او چین په ګډون د شلو هېوادونو شرکتونو په یاد نندارتون کې د ګډون ژمنه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال احمد شکیل حازم وايي: «د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه به د امام ابو حنیفه رح د ملي او نړۍوال نندارتون پنځم پړاو د تلې میاشتې په ۲۱مه په کابل کې پیل کړي».
هغه زیاتوي: «په دې نندارتون کې د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې، چین، هند، ترکیې او ایران په ګډون د څه باندې شلو هېوادونو شرکتونه ګډون ولري».
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خون دغه مسوول په دې اړه چې ایا ښځينه متشبثې به په دغه نړۍوال نندارتون کې ګډون ولري او که څنګه څه نهدي ویلي.
د نوموړي په وینا، په دې نندارتون کې به سوداګر او پانګوال خپل تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کړي او همداراز به هېوادوالو ته د دې زمینه برابره شي، چې له داخلي تولیداتو او محصولاتو سره ډېر اشنا شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه نندارتون به د تلې پر ۱۵مه پیل او د تلې ۲۱مې به د خلکو پر مخ پرانېستی وي.
