کرزي د عایشه وهاب په ویاړ غونډه کې بهرمیشتي افغانان زده کړو او کار ته وهڅول

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا کانګرس ته د افغانالاصلې عایشه وهاب د ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې او دا یې د هغې د سخت کار، هڅو او مبارزو پایله بللې ده. کرزي په کالیفورنیا کې د عایشه وهاب په ویاړ غونډې ته په ویډیو پیغام کې بهرمیشتي افغانان زده کړو او کار ته وهڅول.
د امریکا د کالیفورنیا په سټاکټن کې د امریکا د کانګرس د افغان توکمه غړې ډاکټرې عایشه وهاب په ملاتړ د افغانانو په یوه غونډه کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نوموړې ته د کانګرس یوې لوړې دندې ته د رسېدو او ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړه.
کرزي وویل، چې د نوموړې بری په امریکا او ټوله نړۍ کې، په ځانګړي ډول د افغان-امریکايي ټولنې او هغو ځوانانو لپاره چې د بري په لټه کې دي، د الهام سرچینه ده.
کرزي افغان-امریکایي ټولنې ته په خطاب کې وویل چې که په امریکا یا بل هېواد کې ژوند کوي، باید قانون رعایت کړي، سخت کار وکړي، خپله او په خپلو بچیانو زده کړې وکړي.
نوموړي وویل، چې د امریکا کانګرس ته د عایشه وهاب بریالي کېدل یو ځل بیا ثابتوي چې متحده ایالات د ټولو لپاره د فرصتونو هېواد دی او هغه کسان کولی شي خپلو موخو ته ورسېږي چې د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوي.
کرزي عایشه وهاب ته په خطاب کې وویل چې لوړو مقامونو ته له رسېدو سره سره لا هم په امریکا کې د نوموړې لپاره ډېر فرصتونه شته او د هغې د نورو لاسته راوړنو هیله یې وښوده.
نوموړي په پای کې د امریکايي شاعر رابرټ فراسټ له یوه مشهور شعر څخه په اقتباس سره وویل چې لا ډېرې ژمنې لري او تر منزل پورې لا ډېر واټن پاتې دی.
