د ننګرهار او کونړ پر فضا د جېټ الوتکو ګزمې؛ طالبان وایي د هېواد له سرحدونو ساتنه «فرض» ده

د هېواد د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، له څه مودې راهیسې په وقفهيي ډول د ننګرهار او کونړ ولایتونو پر فضا د ګاونډي هېواد جېټ الوتکې ګزمې کوي. له دې سره سم طالبان بیا د هېواد له سرحدونو ساتنه «فرض» بولي.
د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، له څه مودې راهیسې په وقفهيي ډول د پاکستان جېټ الوتکې د ننګرهار او کونړ ولایتونو پر فضا ګزمې کوي. د دوی په وینا، طالبان داسې وسایل نهلري، چې افغان خاورې ته د یادو الوتکو مخنیوی وکړي.
دوی له طالبانو غواړي، چې د افغانستان فضا په ځانګړي ډول له پاکستان څخه ستر یا خوندي کړي، ځکه پر فضا د یادو الوتکو د غږونو په اورېدو سره د خلکو په منځ کې د بیا بمباریو وېره خپرېږي.
له دې سره سم، د طالبانو د دفاع وزارت مسوولینو د مرکزي قطعاتو او سیمهيیزو قول اردوګانو د ۱۹۶ منسوبینو په فراغتغونډه کې وویل: «د هیواد له سرحداتو او اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه فرض ده، نو ځکه باید د یادې فریضې د ښه ترسره کولو او دښمن سره د مقابلې لپاره پوځي زده کړې ترلاسه کړئ».
د طالبانو دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) په همدې تړاو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۱۹۶ منسوبین د جګړهییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرحدي، مخابرې او نقلیه وسایطو د ډریورۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه فارغ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نویو فارغانو هم طالب مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې د هیواد له سرحداتو او اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې لپاره هر ډول سرښندنو ته چمتو دي.
