طالبانو د «هوايي رادار او بېپیلوټه الوتکو» پوهنځي د جوړولو خبر ور کړی

د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت د کابل پولي تخنیک پوهنتون په اډانه کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو د انجنیري پوهنځی اعلان کړ، چې اویونیک انجنیري، هوايي رادار او د ډرون پروګرامونه پکې شامل دي. وزارت ۲۴ نوي پوهنځي اعلان کړي او د شته پوهنځیو په اډانه کې یې ۲۹ څانګې اضافه کړې دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي ۱۵مه اعلان وکړ، چې د یادې ډلې د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې په دولتي پوهنتونو کې د طبي تخصص او فوق تخصص درې برنامې او په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۵ د دوکتورا او ۳۳ د ماسټرۍ پرګرامونه ایجاد شوي دي.
همدارنګه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۸ نوي پوهنځي اضافه شوي او د شته پوهنځیو په چوکاټ کې ۲۹ نوې څانګې جوړې شوې دي.
د طالبانو د یادو نویو پوهنځیو له ډلې یوه هم په پولي تخنیک پوهنتون کې د هوا فضا او پرمختللو سیستمونو انجنیري پوهنځی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پوهنځی به څلور فارغ ورکوونکې څانګې ولري چې د بېپیلوټه الوتکو او ډرون سیسټمونو انجنیري، د الوتکو انجنیري، د هوا او فضا انجنیري او د رادار او اویونیک انجنیري ( د هوايي الوتکو برېښنايي او الکترونیکي سیستمونه) پکې شامل دي.
طالبانو پر داسې مهال د بې پیلوټه الوتکو او پې پیلوټه سیستمونو او رادار د نوي پوهنځي د جوړولو خبر ورکړی چې تردې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوې چې د طالبانو یوه ډله د بې پیلوټه الوتکو په جوړولو بوخته ده او یادې ډلې څو ځله په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په مټ د بریدونو ادعا هم کړې ده.
