ملګرو ملتونو په افغانستان کې له خپلو کارکوونکو وغوښتل چې پنځه ورځې دفتر ته لاړ نه شي

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو له خپلو کارکوونکو غوښتي چې د پنځو ورځو لپاره کاري دفترونو ته لاړ نه شي او له کورونو کار وکړي. د سرچینو په وینا، دا کار د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز د لومړۍ کلیزې په مناسبت شوی.
په ملګرو ملتونو کې یوې سرچینې د یکشنبې په ورځ د وږي پر ۱۵مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا پرېکړه چې د سپټمبر له ۶مې څخه تر ۱۰مې نېټې پلي کېږي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز د لومړۍ کلیزې په مناسبت او له هغوی سره د یووالي د څرګندولو په موخه شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دې اقدام موخه د افغان ښځینه کارکوونکو ملاتړ او کارځایونو ته د هغوی د بېرته راستنولو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار دی.
ملګري ملتونه هم غواړي چې کارکوونکي یې هغه ستونزې په ښه توګه درک کړي چې افغان ښځینه همکارانې یې په کارځایونو کې پر حضور د بندیز له امله په دوامداره توګه ورسره مخ دي او له کور څخه کار کولو ته اړې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل په لیکلي بڼه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه دفتر (یوناما) څخه د دې پرېکړې په اړه د وضاحت غوښتنه کړې وه، خو د دې خبر تر خپرېدو پورې یې هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې په دغه سازمان کې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
دغې ډلې د ۱۴۰۴ کال په وږي میاشت کې دا محدودیتونه نور هم سخت کړل او امنیتي ځواکونو یې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو او ښځینه قراردادیانو د ننوتلو مخه ونیوله.
