د محمد محقق په مشرۍ وحدت ګوند: پر شیعهګانو د طالبانو فشارونه غیرقانوني او تبعیضي دي

د محمد محقق په مشرۍ اسلامي وحدت ګوند د شیعه مذهبو د فرهنګي مرکزونو د تړلو او پر شیعه مشرانو د طالبانو وروستي فشارونه «غیرقانوني او تبعیضي» بللي دي. دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو دا اقدامات د هغه څه نښه ده چې دوی یې د «استبدادي رژیم د بېوسۍ» په توګه یادوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان په تاریخ کې استبدادي حکومتونو د خپل واک د پای ته نږدې کېدو پر مهال قومي او مذهبي تبعیض ته مخه کړې، خو د دوی په وینا، دغه ډول سیاستونو د حکومتونو د بقا پر ځای د هغوی د سقوط بهیر چټک کړی دی.
د محمد محقق ګوند ادعا کړې چې طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته، د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې، جعفري مذهب «غیررسمي» کړی دی.
دغه ګوند د شیعهوو او هزارهګانو پر وړاندې د طالبانو اقدامات د اندېښنې وړ بللي او غندلي یې دي.
په اعلامیه کې د طالبانو د اقداماتو په توګه د غزني د نواباد ښارګوټي د ځمکو بېرته اخیستل، د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي تخلیه، د هرات د جبرئیل ښارګوټي بازار دولتي اعلانول، د تمدن او راه فردا ټلوېزیونونو تړل، پر خاتمالنبیین مدرسې برید، د هزارهګانو او شیعه مشرانو د ولسي اړیکو د دفتر محاصره او پر شیعه مذهبي مراسمو فشارونو ته اشاره شوې ده.
وحدت ګوند له افغانانو، په ځانګړي ډول له هزارهګانو او شیعهګانو، غوښتي چې خپل یووالی او انسجام وساتي او د هغه څه پر وړاندې چې دغه ګوند یې «ظالمانه اقدامات» بولي، د قانوني او منطقي مبارزې لارې تعقیب کړي.
د راپورونو له مخې، طالبانو د شنبې په ورځ په کابل کې د شیعهګانو له مهمو دیني مرکزونو څخه د خاتمالنبیین مدرسې ته ننوتلي او یو شمېر استادان او زدهکوونکي یې نیولي دي.
طالبانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د درېیمې حوزې اړوند سرکاريز سیمه کې د محمد محقق اړوند «راه فردا» ټلوېزیون دفتر هم تړلی دی. د راپورونو له مخې، د دغه رسنۍ امتیازخاوند سلمان اخلاقي هم نیول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.
تر اوسه طالبانو د کابل د شیعهګانو پر دیني او فرهنګي مرکزونو د دغو اقداماتو په اړه په رسمي ډول وضاحت نه دی ورکړی.
