حامد کرزی: د عایشې وهاب بریا د افغانانو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه ده

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا استازو جرګې ته د عایشې وهاب ټاکل کېدل د نوموړې د هڅو، سخت کار او پر خپلو باورونو د ټینګ پاتې کېدو پایله بللې او ویلي یې دي چې د هغې بریا د افغانانو، په ځانګړي ډول افغان-امریکایانو او ځوانانو لپاره د ویاړ او الهام سرچینه ده.
کرزي د عایشې وهاب د بریا په مناسبت نوموړې ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د هغې پرمختګ په امریکا، ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول افغان-امریکایي ټولنه کې میلیونونو کسانو ته الهام ورکوي.
نوموړي ویلي، د عایشې وهاب بریا په ځانګړي ډول هغو ځوانانو ته د هڅونې پیغام لري چې غواړي په ژوند کې خپلو موخو ته ورسېږي.
کرزي عایشې وهاب ته په خطاب کې ویلي: «موږ ټول پر تا ویاړو» او د هغې د لا نورو بریاوو هیله یې څرګنده کړې ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر په امریکا کې مېشتو افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د دغه هېواد قوانینو ته درناوی وکړي، سخت کار وکړي، خپله او دهغوی اولادونه دې هلته د زدکړو له فرصت څخه ګټه واخلي.
کرزي ویلي، د امریکا د استازو جرګې ته د عایشې وهاب ټاکل کېدل یو ځل بیا ثابتوي چې امریکا د ټولو لپاره د فرصتونو هېواد دی. د نوموړي په وینا، دا فرصت هغو کسانو ته هم برابر دی چې د خپلو موخو لپاره سخت کار او هڅه کوي.
کرزي عایشې وهاب ته په خطاب کې ویلي، چې نوموړې لوړ مقام ته رسېدلې، خو لا هم په امریکا کې ډېر فرصتونه او مسولیتونه ورته په تمه دي او باید خپلې هڅې روانې وساتي.
کرزي په خپلو خبرو کې د امریکایي شاعر رابرت فراسټ له یوه شعر څخه په اقتباس سره ویلي چې د انسان پر وړاندې، له لاسته راوړنو وروسته هم، د ترسره کولو او تعقیبولو لپاره ډېر مسولیتونه او لارې پاتې وي.
کرزي په پای کې عایشې وهاب، افغان ټولنې او د امریکا خلکو ته د خوښۍ، هوساینې او لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.
