د بنګلهدېش له لوري کابل کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ۱۲۰ ماشومانو وړیا درملنه پیل شوه

د بنګلهدېش د «المرکز الاسلامي» د روغتیايي ټیم له لوري د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې په روغتون کې د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو د وړیا درملنې او جراحي عملیات پیل شول. د یاد مرکز مسوولینو ویلي، دا ۴م ځل دی چې د دغه ډول عملیاتو ترسره کولو لپاره کابل ته راځي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد بنګلهدېشي مرکز متخصص روغتیايي ټیم د دغې ټولنې په مرکزي روغتون کې د شونډې او تالو چاود لرونکو ماشومانو د وړیا درملنې او جراحي عملیات پیل کړل.
د بنګلهدېش د «المرکز الاسلامي» استازي حمزه شهید الاسلام په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل: «دا څلورم ځل دی چې د دوی روغتیايي ټیم د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د شونډو او تالو چاود لرونکو ماشومانو درملنه او جراحي عملیات ترسره کوي».
د نوموړي په وینا، په تېرو درېیو پړاوونو کې د ۲۸۵ ماشومانو عمليات په بریالیتوب ترسره کړي او په روان پړاو کې به هم شاوخوا ۱۲۰ ماشومان تر درملنې او جراحي عملیاتو لاندې ونیول شي.
د افغاني سرې میاشتې لپاره د طالبانو رييس شهاب الدین دلاور له بنګلهدېش څخه راغلو متخصصو روغتیاپالانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د بې وزله ماشومانو د درملنې او جراحي عملیاتو برخه کې د هغوی له همکاریو مننه وکړه.
