• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رباني په مشرۍ جمعیت ګوند د هزاره او شیعه ټولنې پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات غندلي

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند د هزاره او شیعه ټولنې پر وړاندې د طالبانو وروستي «تبعیضي» اقدامات غندلي. دغه ګوند وايي، د طالبانو دغه چلند د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ډله د شیعه‌وو له اړوندو بنسټونو او مرکزونو سره ښکاره دښمني لري.

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند د یکشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، طالبانو د افغانستان د خلکو د بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو پر وړاندې د خپلو تبعیضي اقداماتو په لړ کې د شیعه ټولنې رسنیزو، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه په نښه او ورسره یې د خاتم‌النبیین مرکز او «تمدن» ټلویزیون فعالیتونه «لغوه» کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: « په دې برخه کې د طالبانو دښمنانه اقدام له هغو بنسټونو او مرکزونو سره د هغوی د ښکاره دښمنۍ نښه ده چې د پوهې او اسلامي ارزښتونو د پراختيا په برخه کې ګامونه پورته کوي او د افغان ولس ترمنځ د مذاهبو د نږدېوالي او يووالي لپاره لاره هواروي».

دغه ګوند څرګنده کړې، چې هزاره او شیعه ټولنه د افغانستان د خلکو یوه برخه ده او د نورو افغانانو تر څنګ له هغو پر ملاتړ او ساتنې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په کابل کې د خاتم‌النبیین علمي حوزه کلابنده کړه او له مسوولینو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې دغه مرکز پرېږدي، خو د طالبانو دغه اقدام له غبرګون سره مخ شو او دغې دلې بیا د خاتم‌النبیین ۲۸ استادان، محصلین او نور کسان ونیول.

خاتم‌النبیین علمي حوزه په کابل کې د شیعه‌ګانو له پېژندل شویو دیني مرکزونو څخه ده او دغه علمي حوزه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د محمداصف محسني په نوښت جوړه شوې ده. دغه مرکز د دیني زده‌کړو ترڅنګ په علمي، څېړنیزو او فرهنګي برخو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي.

ډېر لیدل شوي

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی
۱

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی

۲

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۳

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې د بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتي مرکز جوړ کړی

۴

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۵

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

•
•
•

نور خبرونه

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

سرچینې وايي، د طالبانو د استخباراتو غړی عبدالصبور سیرت، چې په سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر حاجي اکبر نیازي، په وژنه تورن شوی و، له شاوخوا شپږ میاشتني بند وروسته له زندان څخه خوشې شوی دی.

عبدالصبور سیرت تر دې وړاندې د سمنګان د ایبک ښار د طالبانو د استخباراتو د دویمې حوزې مرستیال و. د طالبانو یوې نظامي محکمې هغه د حاجي اکبر نیازي د وژنې په تړاو په درې کاله بند محکوم کړی و، خو سرچینې وايي چې نوموړی د خپلې سزا له بشپړولو مخکې خوشې شوی دی.
طالبانو تر دې وړاندې پنځه نور کسان هم، چې د حاجي اکبر نیازي د وژنې په تړاو نیول شوي وو، له زندانه خوشې کړي دي. په دغو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي، په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ یو پخوانی مدیر او دوه نور کسان شامل دي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې له طالبانو سره همکاري کوله.
سرچینې وايي، له خوشې کېدو وروسته د دغو کسانو له ډلې ځینې یې په لا مهمو دندو هم ګمارل شوي دي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اوس هغه ټول شپږ کسان خوشې شوي چې د سمنګان د قومي مشر حاجي اکبر نیازي د وژنې په تور نیول شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه کسان د طالبانو د کندوز د نظامي محکمې له لوري خوشې شوي دي.
حاجي اکبر نیازي د ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۸مه له خپل کور څخه، په دې پلمه چې د طالبانو د استخباراتو په یوه غونډه کې ګډون وکړي، ایستل شوی و. دوه ورځې وروسته یې کورنۍ د سمنګان له ولایتي روغتون څخه د هغه جسد ترلاسه کړ.
د سرچینو په وینا، عبدالصبور سیرت، د ایبک ښار د استخباراتو د دویمې حوزې مرستیال؛ نقیب‌الله، د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ورکشاپ آمر؛ غلام‌سخي مشهور په اسامه، د طالبانو د استخباراتو د ریاست د ترهګرۍ د څانګې کارکوونکی؛ عبدالله، د استخباراتو کارکوونکی؛ جاوید او زین‌الله، چې د طالبانو د «انصار» په نوم له همکارانو څخه وو، له پېښې څو ورځې وروسته د قومي مشر د وژنې په تور نیول شوي وو.
طالبان هغو کسانو ته چې د جمهوري نظام پر مهال یې د دغه ډلې لپاره جاسوسي یا له دوی سره همکاري کوله، «انصار» نوم کاروي.
سرچینې ادعا کوي چې په دې وژنه کې کارول شوی موټر د ایبک ښار د طالبانو د استخباراتو د دویمې حوزې د آمر و او د قومي مشر د له کوره د انتقال پر مهال د طالبانو د استخباراتو او پولیسو څلور کسان هم په موټر کې موجود وو.
د سرچینو په وینا، نقیب‌الله له شاوخوا دوو میاشتو بند وروسته له زندانه خوشې شوی او د سمنګان د لویې لارې د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
سیمه‌ییزې سرچینې وايي، پنځه تورن کسان له دوو تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو په زندان کې ساتل شوي وو، خو عبدالصبور سیرت شاوخوا شپږ میاشتې بندي و؛ دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نظامي محکمې هغه په درې کاله بند محکوم کړی و.
د طالبانو په یوه رسمي راپور کې هم ویل شوي چې په دې پېښه کې کارول شوی موټر د عبدالصبور سیرت اړوند و.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې یوه ویډیو ښيي چې عبدالصبور سیرت له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د خپلو ملګرو له تود هرکلي سره مخ شوی او د هرکلي پر مهال یې پر غاړه ګلان اچول شوي دي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د حاجي اکبر نیازي، چې د خرم او سارباغ ولسوالیو د ولسي شورا مشر او د سمنګان له بانفوذه قومي مشرانو څخه و، د وژنې په تړاو شپږ کسان نیول شوي وو. په دغو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو درې غړي او د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ یو غړی هم شامل وو.

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱
100%

د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د موټرو د انلاین ټکټونو د پلور او کورونو ته د رسولو کاروبار پیل کړی او د دغو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې په لومړي ځل ښځینه موټر سایکل چلوونکي هم په کار ګومارلي دي.

د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د قاصد په نوم انلاین اپلیکیشن جوړ کړی او له دې لارې د مساپر وړونکو بسونو انلاین ټکټونه پلوري او ټکټونه د مشتریانو تر کورونو رسوي.

دغې نجلۍ دغه انلاین پلټفارم شاوخوا یو کال مخکې جوړ کړ او پنځه میاشتې وروسته یې له یوه درې کسیزه ټیم سره د انلاین ټکټونو د ریزرف او پېرلو خدمتونه پیل کړل.

صدف افغان شېنهوا اژانس ته ویلي:«موږ د خپلو پیریدونکو لپاره انلاین ټکټونه اخلو، پیسې یې ورکوو او بیا ټکټونه د هغوی تر کورونو پورې رسوو».

صدف وايي، چې د ټکټونو د ریرزف او رسولو په دغه کار کې اوس له نوموړې سره د څلور نورو نجونو په ګډون اته کسان بوخت دي او هیله لري چې د کار په پراخولو سره په نورو ولایتونو کې هم ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

صدف افغان وايي چې د کار د پیل په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوې خو اوس د پیرونکو غبرګون هڅوونکی دی.

نوموړې زیاته کړې، « د هر کار پیلول په لومړي سر کې ستونزمن وي، خو موږ باید تسلیم نه شو. په ټولیزه توګه خلک زموږ ملاتړ کوي».

یاد انلاین شرکت د مساپرو لپاره داسې هوساینه رامنځته کړې چې اوس مساپر اړ نه دي د ټکټ د پیرلو لپاره څو ساعته وړاندې د موټر تر تمځایه لاړ شي او په نغدو پېسو ټکټ وپیري، بلکې د دغو نجونو د انلاین شرکت له لارې ټکټونه پیرل کېږي او بیا د پیرونکو او مساپرو تر کورونو رسول کېږي.

د دغه شرکت کاروبار هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړوه چې موټرسایکل چلوونکو نجونو د خلکو ټکټونه د هغوی تر کورونو رسول.

د محمدي په نوم یوه شل کلنه نجلۍ په دغه شرکت کې د مشتریانو تر کورونو د ټکټونو د رسولو دنده په غاړه لري. نوموړې تر لسم ټولګي زده کړې کړې او وايي چې اوس له خپلې دغې دندې خوښه ده.

محمدي وايي:«زه خوښه یم چې د خپلو پیرونکو کورونو ته د بس ټکټونه رسوم. د خلکو خدمت کول خورا ښه دي او زه هیله لرم چې د کار نور فرصتونه هم را منځته شي».

د دغه انلاین شرکت مسوولان وايي، چې د ټرانسپورټي سیستم د ښه کولو، اړینو خدمتونو وړاندې کولو او مسافرو ته د خدمت کوونکو شرکتونو ملاتړ لپاره د دولتي ادارو همکاریو ته اړ دي.

یادو نجونو د طالبانو د سختو بندیزونو تر سیوري لاندې د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره د یو نوښت له لارې د عایدو یوه سرچینه موندلې ده او ښايي یادې نجونې د افغانستان په اوسنۍ نرواکه ټولنه کې له ځینو ستونزو سره هم مخ وي.

په دې وروستیو کې ډېرو نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله مختلفو کارونو ته مخه کړې، خو د شنونکو په باور، دا هغه تشه نه ډکوي، چې پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله رامنځته شوې او څو نسلونه یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړي دي.

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز ویلي، چې د طالبانو مشر د دغې ډلې د دفاع وزارت دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر د بدخشان او د افغانستان د شمال د پوځي عملیاتو د عمومي قوماندان په توګه ګومارلی، خو طالبان لا تراوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

سارا اډمز د یکشنبې په سهار (د وږي ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، عبدالقیوم ذاکر به د وږي په ۱۶مه بدخشان ته لاړ شي او په دغه زون کې به د طالبانو د پوځي عملیاتو کنټرول په لاس کې واخلي.

عبدالقیوم ذاکر د ګوانتانامو زندان پخوانی بندي دی چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د وخت حکومت ته وسپارل شو او په ۲۰۰۸ کال کې له خوشې کېدو وروسته بېرته له طالبانو سره یو ځای شو او د دغې ډلې په پوځي مشرتابه کې یې وده وکړه.

د هغې په وینا، ملا ذاکر په پیل کې د چنګاښ په اتمه د دې دندې وړاندیز رد کړی وو، خو وروسته یې د بدخشان د سرو زرو د کانونو د قراردادونو د کنټرول په بدل کې دا مسوولیت منلی دی.

نوموړې همداراز څرګنده کړې، چې په شمال او په ځانګړې توګه په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت کوونکو وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي او طالبانو له دې وړاندې هم په ۲۰۲۲ کال کې ملا ذاکر په پنجشېر او اندراب کې د مقاومت د ځواکونو پر وړاندې د جګړې د رهبرۍ لپاره شمال ته لېږلی وو. سارا اډمز زیاته کړې، چې د بدخشان د سرو زرو د کانونو ګټې تر دې وړاندې له ملا جمعه خان فاتح سره تړلې وې، خو نوموړی اوس د طالبانو په توقیف کې دی.

د سي‌ای‌اې دغې پخوانۍ کارکوونکې ویلي، چې ملا عبدالقیوم ذاکر په کابل کې د طالبانو له مشرتابه څخه د ناامیدۍ له امله له څو میاشتو راهیسې غیرحاضر وو، خو اوس د دغه نوي توافق له مخې، بېرته جګړې ته ستنېږي. د هغې په وینا، د طالبانو مشر دغه سختدریځی قوماندان په داسې وخت کې شمال ته لېږي چې هلته د وسله‌وال مقاومت مخنیوی د طالبانو لپاره ستونزمن شوی دی.

ملا هبت‌الله دوه اونۍ وړاندې د بدخشان په سیمه‌ییزه اداره کې هم بدلونونه راوستل او دغه ولایت لپاره یې د نوي والي په ګډون نوی امنیه قوماندان هم وټاکه چې تېره اونۍ یې دندې پیل کړې. بدخشان کې د طالبانو نوی والي رحمت‌الله نجیب د کار له پیل مخکې کندهار ته تللی وو او په بدخشان کې د امنیتي وضعیت په تړاو ورسره سلا مشورې شوې وې.

بل خوا، په شمال‌ختيځ ولایت بدخشان کې د امنیتي کړکېچونو او د طالبانو د مخالفینو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، له دغه ولایته راپورونه ښيي، چې طالبانو د فیض‌اباد هوايي ډګر ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرون یو نوی مرکز هم جوړ کړی دی.

د سرچینو په وینا، دغه مرکز په بدخشان کې د وروستیو درنو نښتو او د طالبانو د وسله‌والو مخالفینو د تحرکاتو له زیاتېدو وروسته د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه رامنځته شوی دی.

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هغو څرګندونو ته چې ګواکې دغه صوبه د ګاونډیو صوبو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ ده د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان او سهیل اپریدي توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ او بیا په افغانستان کې چا وکارول؟

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې غونډه ویلي، پنجاب ایالت ته د ګاونډي هېواد (هند) پرتله د ګاونډیو ایالتونو له لوري د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او د هغې په وینا، له همدې ایالتونو څخه پنجاب ته ترهګري راځي.

مریم نواز د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو له نومونو اخیستو پرته وویل: «له ټولو ایالتونو سره پر پولو پنجاب ته ګواښونه شته دي».

د نوموړې دغو څرګندونو ته له محسن داوړ سربېره د عوامي نشنل ګوند مشر او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي توند غبرګونونه ښودلي دي.

ایمل ولي خان د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۱۴مه) په خپله‌ اېکس‌پاڼه د پوښتنې په توګه مطرح کړي، چې په پاکستان کې چې نن بېلابېلې قامي ډلې له کومو سختو او وېروونکو حالاتو تېرېږي اصلي لامل یې څه دی؟

نوموړي همداراز پوښتي: «ترهګري چا پیل کړه؟ د ترهګرو کمپونه چا جوړ کړل؟ هغوی ته چا روزنه ورکړه او په افغانستان او کشمیر کې د کوم هدف لپاره وکارول شول»؟

ایمل ولي خان په ډاګه کړې، که مریم نواز د دغو پوښتنو ځوابونه نه‌لري، نو د دغو پوښتنو ټول ځوابونه «له ما سره شته خو د دغو ځوابونو اورېدو لپاره زړورو خلکو ته اړتیا ده».

له دې سره سم، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پنجاب د اعلی وزیرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پنجاب ترڅنګ د پاکستان درې نور ایالتونه د ترهګرۍ د سرچینو په توګه ښودل د ملي ګټو خلاف دي.

د هغه په باور، دا ډول څرګندونې په نړیواله کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان دریځ ته زیان رسوي او د هېواد سیاسي نظام هم تر پوښتنو لاندې راولي.

اپریدي همداراز څرګنده کړه، چې ځینې سیاسي عناصر د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د نورو ایالتونو پر ضد تبعیضي څرګندونې کوي.

سهیل اپریدي خبرداری ورکړ، چې درې وفاقي واحدونه له ترهګرۍ سره تړل کولای شي ملي یووالی او وفاقي نظام نور هم کمزوری کړي.

تر دې مخکې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د مریم نواز څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې «موږ ته ګواښ د پنجاب له ملکي ـ پوځي اشرافو څخه دی، چې زموږ پر سرچینو یې قبضه کړې او د امریکا د ګټو لپاره یې زموږ سیمه د باروتو په انبار بدله کړې ده».

داوړ مریم نواز ته په خطاب کې ویلي وو، چې د هغې ترهګرۍ د اور تودوخه چې تاسو یې اوس احساسوئ، «موږ له لسیزو راهیسې په دغه اور کې سوځو».

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۸ GMT+۱
100%

تمدن ټلویزیون له څو میاشتو ځنډ وروسته، د کابل په خاتم‌النبیین علمي حوزه کې له دیني عالمانو او استادانو سره د طالبانو د عدلیې وزارت د مامورانو د چلند په غبرګون کې اعلان کړی، چې خپل نشرات به یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې پیل کړي.

تمدن ټلوېزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې خبرتیا کې ویلي، که څه هم د دې ټلویزیون لپاره د سپوږمکۍ له لارې د خپرونو د دوام او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت زمینه موجوده وه، خو د علماوو او قومي مشرانو په سپارښتنه یې د اختلافونو د سوله‌ییز حل په موخه له خپلو فعالیتونو څخه ډډه کړې وه.

تمدن ټلویزیون د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر تړل شوی وو.

د طالبانو عدلیې وزارت په هغه وخت کې په همدې تړاو ویلي وو، چې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه د اسلامي حرکت له ګوند سره د تړاو او د دولتي «غصب شوې» ځمکې د کارولو له امله درول شوي دي. دغه وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو پورې اړوند رسنۍ د فعالیت حق نه‌لري.

تمدن ټلوېزیون دغه ادعاوې رد کړې دي.

خو تمدن ټلویزیون د خاتم‌النبیین علمي حوزې د وروستۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو ځل بیا «زور او فشار» ته مخه کړې ده.

د دې رسنۍ په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو پر خاتم‌النبیین علمي حوزه برید کړی، د دې مرکز استادان او زده‌کوونکي یې ځورولي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.

تمدن ټلویزیون ویلي، چې په داسې شرایطو کې د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې نور چوپ پاتې کېدل او زغم د منلو وړ دلیل نه‌لري.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې دغه رسنۍ به ټول اسناد او شواهد، له هغې ډلې له طالبانو د عدلیې وزارت سره ترسره شوې لیکنې، ژمنې او خبرې اترې او همدارنګه هغه بهیر او جزییات چې اوسني وضعیت ته یې زمینه برابره کړې، په مستند ډول له خلکو سره شریک کړي.

تمدن ټلوېزیون په خپله خبرتیا کې لیکلي: «د عدلیې وزارت له لوري د بې‌قانونۍ، زورواکۍ او د علمي او دیني مرکزونو د سپکاوي پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی دی».

طالبانو د شنبې په ورځ په کابل کې د خاتم‌النبیین علمي حوزه کلابنده کړه او له مسوولینو او زده‌کوونکو یې وغوښتل چې دغه مرکز پرېږدي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونه له پوځي تجهیزاتو سره د علمي حوزې په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او یو شمېر استادان او زده‌کوونکي یې نیولي دي.

تر دې وړاندې یو شمېر شیعه‌ګانو د دې پرېکړې په اعتراض کې د خاتم‌النبیین په علمي حوزه کې راټول شوي وو. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو هم د علمي حوزې په انګړ کې د اعتراض کوونکو حضور ښيي.

خاتم‌النبیین علمي حوزه په کابل کې د شیعه‌ګانو له پېژندل شویو دیني مرکزونو څخه ده.

دغه علمي حوزه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د محمداصف محسني په نوښت جوړه شوې ده.

دې مرکز د دیني زده‌کړو ترڅنګ په علمي، څېړنیزو او فرهنګي برخو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي.