طالبانو په خوست کې یوځل بیا د کلدارو پر کارولو بندیز ولګاوه

د طالبانو د خوست مرستیال والي محبوب شاه قانت وايي، څوک چې په خپل هېواد کې ژوند کوي، باید راکړه ورکړه په خپلو ملي اسعارو وکړي. هغه ټینګار کړی چې د افغانۍ کارول د نظام اطاعت دی او اطاعت د نظام اساس دی.
د خوست ولایت رسنیز دفتر ویلي، چې د صرافانو، موټرپلورنځیو، د معاملاتو لارښوونې دفترونو او بېلابېلو اصنافو او اتحادیو له استازو سره په ناسته کې د خوست والي د افغانۍ پر راکړه ورکړه ټینګار کړی دی.
د خوست د طالبانو د چارواکو په وینا، افغانۍ کارول قطعي او وروستۍ پرېکړه ده او له دې وروسته که هر څوک له دې پرېکړې سرغړونه کوي، د شکایت حق به ونه لري.
بل خوا د افغانستان بانک مسوولانو ویلي چې په خپل هېواد کې د نورو هېوادونو د اسعارو کارول بې شمېره زیانونه لري، په ځانګړي ډول هغه اسعار چې باثباته نه دي.
هغه زیاته کړې چې ملي کرنسي د یوه هېواد د هویت مهمه برخه ده او د خپلو ملي اسعارو کارول د اقتصادي ثبات، مالي نظم او اقتصادي استقلال په ټینګښت کې مهم رول لري.
د طالبانو ولایتي چارواکو له دې وړاندې هم په سرحدي ولایتونو کې د کلدارو پر استعمال بندیز لګولی، خو له بندیزونو سره سره، په ځینو ولایتونو کې په سوداګریزو معاملاتو کې په پاکستانۍ روپۍ راکړه ور کړه کیږي.
