تمدن ټلوېزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې خبرتیا کې ویلي، که څه هم د دې ټلویزیون لپاره د سپوږمکۍ له لارې د خپرونو د دوام او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت زمینه موجوده وه، خو د علماوو او قومي مشرانو په سپارښتنه یې د اختلافونو د سولهییز حل په موخه له خپلو فعالیتونو څخه ډډه کړې وه.
تمدن ټلویزیون د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر تړل شوی وو.
د طالبانو عدلیې وزارت په هغه وخت کې په همدې تړاو ویلي وو، چې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه د اسلامي حرکت له ګوند سره د تړاو او د دولتي «غصب شوې» ځمکې د کارولو له امله درول شوي دي. دغه وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو پورې اړوند رسنۍ د فعالیت حق نهلري.
تمدن ټلوېزیون دغه ادعاوې رد کړې دي.
خو تمدن ټلویزیون د خاتمالنبیین علمي حوزې د وروستۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو ځل بیا «زور او فشار» ته مخه کړې ده.
د دې رسنۍ په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو پر خاتمالنبیین علمي حوزه برید کړی، د دې مرکز استادان او زدهکوونکي یې ځورولي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.
تمدن ټلویزیون ویلي، چې په داسې شرایطو کې د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې نور چوپ پاتې کېدل او زغم د منلو وړ دلیل نهلري.
په خبرتیا کې ویل شوي، چې دغه رسنۍ به ټول اسناد او شواهد، له هغې ډلې له طالبانو د عدلیې وزارت سره ترسره شوې لیکنې، ژمنې او خبرې اترې او همدارنګه هغه بهیر او جزییات چې اوسني وضعیت ته یې زمینه برابره کړې، په مستند ډول له خلکو سره شریک کړي.
تمدن ټلوېزیون په خپله خبرتیا کې لیکلي: «د عدلیې وزارت له لوري د بېقانونۍ، زورواکۍ او د علمي او دیني مرکزونو د سپکاوي پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی دی».
طالبانو د شنبې په ورځ په کابل کې د خاتمالنبیین علمي حوزه کلابنده کړه او له مسوولینو او زدهکوونکو یې وغوښتل چې دغه مرکز پرېږدي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونه له پوځي تجهیزاتو سره د علمي حوزې په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او یو شمېر استادان او زدهکوونکي یې نیولي دي.
تر دې وړاندې یو شمېر شیعهګانو د دې پرېکړې په اعتراض کې د خاتمالنبیین په علمي حوزه کې راټول شوي وو. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو هم د علمي حوزې په انګړ کې د اعتراض کوونکو حضور ښيي.
خاتمالنبیین علمي حوزه په کابل کې د شیعهګانو له پېژندل شویو دیني مرکزونو څخه ده.
دغه علمي حوزه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د محمداصف محسني په نوښت جوړه شوې ده.
دې مرکز د دیني زدهکړو ترڅنګ په علمي، څېړنیزو او فرهنګي برخو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي.