د امریکا د دفاع پخوانی وزیر: د ایران جګړه ښايي د افغانستان او عراق پهڅېر «بېپایه جګړه»شي

د امریکا د دفاع پخواني وزیر لیون پانهټا خبرداری ورکړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اوسنی کړکېچ ښايي لږ تر لږه شپږ میاشتې نور هم دوام وکړي او داسې ښکاري چې دا جګړه د عراق او افغانستان د جګړو په څېر پر یوې «بېپایه جګړې» بدله شي.
پانهټا له ګارډین سره په خبرو کې ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ لوری خبرو یا شاتګ ته چمتو نه دی او امریکا له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره محدود انتخابونه لري.
د هغه په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي له جګړې لاس واخلي، د متقابلو بریدونو ترڅنګ اوسني بنبست دوام ورکړي او یا هم د هرمز تنګي بېرته پرانیستل د امریکا د پوځي عملیاتو اصلي هدف وګرځوي.
د امریکا پخواني دفاع وزیر ویلي چې د واشنګټن بریا هغه مهال ممکنه ده چې د امریکا تګلاره په بنسټیز ډول بدله شي او د هرمز تنګي کنټرول او بېرته پرانیستل لومړیتوب وګرځول شي.
هغه زیاته کړې چې د ټرمپ پرلهپسې څرګندونې، چې ګواکې هوکړې ته نږدې دي او هرمز تنګی هم پرانیستی دی، د هغه اعتبار ته زیان رسولی او امریکا یې «تر ټولو بد ممکن وضعیت» ته رسولې ده.
نوموړي په پنټاګون کې روانه ګډوډي او د «ابراهام لینکن» الوتکهوړونکې بېړۍ اوږدمهاله ماموریت هم د اندېښنې وړ بللی دی.
پانهټا ویلي چې دا ډول وضعیت ښايي د اسلامي جمهوریت او د واشنګټن نورو سیالانو ته د امریکا د «کمزورۍ پیغام» ولېږي.
خو د امریکا دفاع وزارت د پنټاګون په اړه د پانهټا د ګډوډۍ ارزونه رد کړې او د هغه څرګندونې یې «په بشپړ ډول بېاساسه» بللې دي.
