د بامیان شش پل کاروانسرای؛ د تېر تاریخ د ساتنې لپاره د بیا رغونې هڅې

د افغانستان لپاره د فیروزکوه موسسه وایي، د بامیان د شش پل کاروانسرای د بیارغونې د پروژې لومړی پړاو بشپړ شوی او د تمویل کوونکو له لوري د مالي امکاناتو له برابرېدو سره به د دې تاریخي ودانۍ د بیارغونې دویم پړاو هم پیل شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د دغه وزارت د فرهنګ او هنر معین عبدالرحمن طیبي د افغانستان لپاره د فیروزکوه موسسې له عمومي مشرې لیان او مل پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې او تاریخي ابداتو د بیارغونې په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، په دې کتنه کې په بامیان ولایت کې د شش پل کاروانسرای د بیارغونې پروژه، د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه بحث شوی دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د فیروزکوه موسسې عمومي مشرې ویلي، د شش پل کاروانسرای د بیارغونې لومړی پړاو بشپړ شوی او د تمویل کوونکو له لوري د مالي امکاناتو له برابرېدو وروسته به یې دویم پړاو پیل شي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تاریخي ودانۍ ترمیم او ساتنه به د لا ډېرو ویجاړیو مخه ونیسي او د سیمې د تاریخي ارزښتونو په خوندي کولو کې به مرسته وکړي.
د وزارت د چارواکو په وینا، د شش پل کاروانسرای بیارغونه کولی شي د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذب ترڅنګ، د سیمې اوسېدونکو ته د کار او عاید زمینه هم برابره کړي او د لاسي صنایعو او دودیزو هنرونو د ودې لپاره فرصتونه رامنځته کړي.
طالبانو همداراز د فیروزکوه موسسې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره باید همغږي او ګډ کار لا پیاوړی شي.
