امرالله صالح: د سپټمبر پر څلورمه طالبانو ته ۲۰ میلیونه ډالر انتقال شوي

امرالله صالح وايي، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۴مه، د سپټمبر د ۱۱مې پېښې له کلیزې یوازې اووه ورځې مخکې، د امریکا «ډیپ سټېټ» طالبانو ته د بشري مرستو په نوم ۲۰ میلیونه ډالر انتقال کړي دي. هغه ادعا کوي چې دا پیسې دا ځل د سویفټ له لارې انتقال شوې دي.
صالح پر طالبانو د امریکايانو د غوسې د ستاینې ترڅنګ له واشنګټن څخه غوښتي چې د هغه څه په اړه هم څېړنه وکړي چې نوموړي یې د «ډیپ سټېټ» کړنې بولي.
هغه ویلي، چې که د دې ادعاوو لپاره ترې سخت اسناد وغوښتل شي، چمتو دی یو کس وټاکي څو له اړوند امریکايي چارواکي سره په حضوري توګه وویني او اسناد ور وسپاري.
نوموړي ادعا کړې چې طالبانو ته د واشنګټن د نغدو پیسو له انتقال او په پولنډ کې د افغانۍ له چاپ پرته به طالبان په شپږو اونیو کې له مالي پلوه له ماتې سره مخ شي او له یوه کال څخه په کمه موده کې به سقوط وکړي.
صالح همداراز ادعا کوي چې یوازې د جولای په میاشت کې شاوخوا ۱۱۱میلیارده افغانۍ، چې نږدې ۱.۵ میلیارده ډالر کېږي، له پولنډ څخه طالبانو ته انتقال شوې دي.
هغه په طنزیه ډول پوښتنه کړې چې طالبان باید څنګه تعریف شي او ښايي د دوی د شورا یوه فرعي شورا په واشنګټن یا د امریکا د پلازمېنې په شاوخوا سیمه کې وي.
صالح د زلمي خلیلزاد په اړه هم ویلي چې نوموړی اوس په کابل کې دی او د «ډیپ سټېټ» د ګټو استازیتوب کوي.
هغه ادعا کړې چې خلیلزاد د طالبانو د مشر ملا هبتالله لپاره په ښکاره ډول لابي کوي او د ده نظرونه د امریکا د هغو چارواکو له دریځ سره توپیر لري چې پر طالبانو نیوکې کوي.
صالح په پای کې ویلي چې د موضوع د ارزونې لپاره باید «دوربین او ذرهبین دواړه» وکارول شي، څو د اړتیا له مخې پر بېلابېلو اړخونو تمرکز وشي.
