ملګري ملتونه د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت د رېچارډ بېنټ نوی راپور څېړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنټ به د سپټمبر په اوومه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي او د دغه هېواد پر روان بشري وضعیت به له غړو هېوادونو سره متقابل بحث وشي.
بېنټ په ایکس کې لیکلي چې د افغانستان د بشري حقونو په اړه متقابل بحث به د دوشنبې په ورځ، د سپټمبر په اوومه، د اروپا پر وخت د ماسپښین په ۴:۱۵ او د افغانستان پر وخت د ماښام په ۶:۴۵ بجو ترسره شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۳مې ناستې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور، چې د A/HRC/63/22 شمېرې لاندې خپور شوی، وڅېړل شي.
د بېنټ نوی راپور، چې د اګست په ۲۸مه خپور شوی، د ۲۰۲۵ کال له نومبره تر ۲۰۲۶ کال اګست پورې په افغانستان کې د بشري حقونو پرمختګونه ارزوي. راپور همداراز په تېرو پنځو کلونو کې، له بیا واک ته رسېدو وروسته، د طالبانو لهخوا عملي شوې تګلارې او د بشري حقونو پر وضعیت یې اغېزې څېړي.
په راپور کې د ماشومانو پر حقونو د طالبانو د تګلارو اغېزو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۰/۲ پرېکړهلیک له مخې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یوه کال لپاره غځول شوی او له بېنټ څخه غوښتل شوي چې د شورا په ۶۳مه غونډه کې خپل راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې د بېنټ د راپور تر وړاندې کولو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړي او نور ګډونوال د افغانستان د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه له نوموړي سره متقابل بحث وکړي.
