ایران کې دوه افغان وګړي د وژنې په تور اعدام شوي

د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس «هرانا» وایي، د ایران په مشهد او ګورګان زندانونو کې څلور بندیان اعدام شوي چې دوه یې افغان وګړي وو.
د راپور له مخې، دغه کسان د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۲مه سهار وختي د مشهد په وکیلاباد او د ګورګان په زندانونو کې اعدام شوي دي.
«هرانا» د ایران د بشري حقونو د سازمان په حواله وایي، د اعدام شویو افغانانو پېژندنه د تالقان اوسېدونکو ۵۲ کلن انصار او ۴۶ کلن نظیف رسولخندي په توګه شوې ده.
د راپور له مخې، دواړه افغان وګړي دوه کاله وړاندې د وژنې په یوه ګډه قضیه کې نیول شوي او وروسته د ایران قضایي ادارې د اعدام سزا ورته صادره کړې وه.
انصار او نظیف رسولخندي د مشهد په وکیلاباد زندان کې اعدام شوي دي.
د راپور له مخې، دغو دوو افغانانو ته له اعدام مخکې له خپلو کورنیو سره د وروستي ملاقات اجازه هم نه وه ورکړل شوې.
په همدې ورځ د وکیلاباد زندان یو بل بندي، ۲۲ کلن امید رخشاني، هم د وژنې په تور اعدام شوی دی.
د ګورګان په زندان کې بیا ۵۰ کلن احمد حاجيحسني اعدام شوی. نوموړی د اته کیلو او ۷۰۰ ګرامه میتامفتامین د لېږد په تور نیول شوی و او وروسته د ایران یوې محکمې د اعدام سزا ورته صادره کړې وه.
د «هرانا» په وینا، د دغو اعدامونو په اړه د ایران زندانونو مسوولینو او اړوندو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ایران کې لږ تر لږه دوه زره او ۶۳ کسان اعدام شوي چې ۶۱ ښځې او دوه کمعمره بندیان هم پکې شامل وو. د همدې راپور له مخې، په دغه موده کې د ۱۷۲ نورو کسانو د اعدام حکمونه هم صادر شوي دي.
