طالبانو د خاتمالنبیین له دیني مدرسې ۲۸ کسان نیولي

د تمدن ټلویزیون د راپور له مخې، تېره شپه د طالبانو له لوري د خاتمالنبیین له مدرسې د نیول شویو استادانو، محصلینو او نورو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.

د تمدن ټلویزیون د راپور له مخې، تېره شپه د طالبانو له لوري د خاتمالنبیین له مدرسې د نیول شویو استادانو، محصلینو او نورو کسانو شمېر ۲۸ تنو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، طالبانو د شنبې په ورځ (د وږي۱۴مه) یاده مدرسه کلابنده کړې وه او له مسوولینو او زدهکوونکو یې غوښتنه کړې وه چې دغه مرکز تخلیه کړي. دطالبانو دغه کړنه د یاد تعلیمي مرکز د زده کوونکو له اعتراض سره مخ شو.
په راپور کې ویل شوي چې دغه اقدامات د طالبانو د عدلیې وزیر په لارښوونه ترسره شوي او نیول شوي کسان کابل ښار کې د طالبانو په درېیمې امنیتي حوزه کې ساتل کېږي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز ویلي، چې د طالبانو مشر د دغې ډلې د دفاع وزارت دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر د بدخشان او د افغانستان د شمال د پوځي عملیاتو د عمومي قوماندان په توګه ګومارلی، خو طالبان لا تراوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
سارا اډمز د یکشنبې په سهار (د وږي ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، عبدالقیوم ذاکر به د وږي په ۱۶مه بدخشان ته لاړ شي او په دغه زون کې به د طالبانو د پوځي عملیاتو کنټرول په لاس کې واخلي.
عبدالقیوم ذاکر د ګوانتانامو زندان پخوانی بندي دی چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د وخت حکومت ته وسپارل شو او په ۲۰۰۸ کال کې له خوشې کېدو وروسته بېرته له طالبانو سره یو ځای شو او د دغې ډلې په پوځي مشرتابه کې یې وده وکړه.
د هغې په وینا، ملا ذاکر په پیل کې د چنګاښ په اتمه د دې دندې وړاندیز رد کړی وو، خو وروسته یې د بدخشان د سرو زرو د کانونو د قراردادونو د کنټرول په بدل کې دا مسوولیت منلی دی.
نوموړې همداراز څرګنده کړې، چې په شمال او په ځانګړې توګه په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت کوونکو وسلهوالو فعالیتونه زیات شوي او طالبانو له دې وړاندې هم په ۲۰۲۲ کال کې ملا ذاکر په پنجشېر او اندراب کې د مقاومت د ځواکونو پر وړاندې د جګړې د رهبرۍ لپاره شمال ته لېږلی وو. سارا اډمز زیاته کړې، چې د بدخشان د سرو زرو د کانونو ګټې تر دې وړاندې له ملا جمعه خان فاتح سره تړلې وې، خو نوموړی اوس د طالبانو په توقیف کې دی.
د سيایاې دغې پخوانۍ کارکوونکې ویلي، چې ملا عبدالقیوم ذاکر په کابل کې د طالبانو له مشرتابه څخه د ناامیدۍ له امله له څو میاشتو راهیسې غیرحاضر وو، خو اوس د دغه نوي توافق له مخې، بېرته جګړې ته ستنېږي. د هغې په وینا، د طالبانو مشر دغه سختدریځی قوماندان په داسې وخت کې شمال ته لېږي چې هلته د وسلهوال مقاومت مخنیوی د طالبانو لپاره ستونزمن شوی دی.
ملا هبتالله دوه اونۍ وړاندې د بدخشان په سیمهییزه اداره کې هم بدلونونه راوستل او دغه ولایت لپاره یې د نوي والي په ګډون نوی امنیه قوماندان هم وټاکه چې تېره اونۍ یې دندې پیل کړې. بدخشان کې د طالبانو نوی والي رحمتالله نجیب د کار له پیل مخکې کندهار ته تللی وو او په بدخشان کې د امنیتي وضعیت په تړاو ورسره سلا مشورې شوې وې.
بل خوا، په شمالختيځ ولایت بدخشان کې د امنیتي کړکېچونو او د طالبانو د مخالفینو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، له دغه ولایته راپورونه ښيي، چې طالبانو د فیضاباد هوايي ډګر ته نږدې د بېپیلوټه الوتکو یا ډرون یو نوی مرکز هم جوړ کړی دی.
د سرچینو په وینا، دغه مرکز په بدخشان کې د وروستیو درنو نښتو او د طالبانو د وسلهوالو مخالفینو د تحرکاتو له زیاتېدو وروسته د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه رامنځته شوی دی.
د پاکستان د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز هغو څرګندونو ته چې ګواکې دغه صوبه د ګاونډیو صوبو له لوري له امنیتي ګواښونو سره مخ ده د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان او سهیل اپریدي توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ او بیا په افغانستان کې چا وکارول؟
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې غونډه ویلي، پنجاب ایالت ته د ګاونډي هېواد (هند) پرتله د ګاونډیو ایالتونو له لوري د امنیتي ګواښونو کچه لوړه ده او د هغې په وینا، له همدې ایالتونو څخه پنجاب ته ترهګري راځي.
مریم نواز د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونو له نومونو اخیستو پرته وویل: «له ټولو ایالتونو سره پر پولو پنجاب ته ګواښونه شته دي».
د نوموړې دغو څرګندونو ته له محسن داوړ سربېره د عوامي نشنل ګوند مشر او د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي توند غبرګونونه ښودلي دي.
ایمل ولي خان د شنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۱۴مه) په خپله اېکسپاڼه د پوښتنې په توګه مطرح کړي، چې په پاکستان کې چې نن بېلابېلې قامي ډلې له کومو سختو او وېروونکو حالاتو تېرېږي اصلي لامل یې څه دی؟
نوموړي همداراز پوښتي: «ترهګري چا پیل کړه؟ د ترهګرو کمپونه چا جوړ کړل؟ هغوی ته چا روزنه ورکړه او په افغانستان او کشمیر کې د کوم هدف لپاره وکارول شول»؟
ایمل ولي خان په ډاګه کړې، که مریم نواز د دغو پوښتنو ځوابونه نهلري، نو د دغو پوښتنو ټول ځوابونه «له ما سره شته خو د دغو ځوابونو اورېدو لپاره زړورو خلکو ته اړتیا ده».
له دې سره سم، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي د پنجاب د اعلی وزیرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د پنجاب ترڅنګ د پاکستان درې نور ایالتونه د ترهګرۍ د سرچینو په توګه ښودل د ملي ګټو خلاف دي.
د هغه په باور، دا ډول څرګندونې په نړیواله کچه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان دریځ ته زیان رسوي او د هېواد سیاسي نظام هم تر پوښتنو لاندې راولي.
اپریدي همداراز څرګنده کړه، چې ځینې سیاسي عناصر د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او د نورو ایالتونو پر ضد تبعیضي څرګندونې کوي.
سهیل اپریدي خبرداری ورکړ، چې درې وفاقي واحدونه له ترهګرۍ سره تړل کولای شي ملي یووالی او وفاقي نظام نور هم کمزوری کړي.
تر دې مخکې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ د مریم نواز څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې «موږ ته ګواښ د پنجاب له ملکي ـ پوځي اشرافو څخه دی، چې زموږ پر سرچینو یې قبضه کړې او د امریکا د ګټو لپاره یې زموږ سیمه د باروتو په انبار بدله کړې ده».
داوړ مریم نواز ته په خطاب کې ویلي وو، چې د هغې ترهګرۍ د اور تودوخه چې تاسو یې اوس احساسوئ، «موږ له لسیزو راهیسې په دغه اور کې سوځو».
تمدن ټلویزیون له څو میاشتو ځنډ وروسته، د کابل په خاتمالنبیین علمي حوزه کې له دیني عالمانو او استادانو سره د طالبانو د عدلیې وزارت د مامورانو د چلند په غبرګون کې اعلان کړی، چې خپل نشرات به یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې پیل کړي.
تمدن ټلوېزیون د شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په یوې خبرتیا کې ویلي، که څه هم د دې ټلویزیون لپاره د سپوږمکۍ له لارې د خپرونو د دوام او په ټولنیزو شبکو کې د فعالیت زمینه موجوده وه، خو د علماوو او قومي مشرانو په سپارښتنه یې د اختلافونو د سولهییز حل په موخه له خپلو فعالیتونو څخه ډډه کړې وه.
تمدن ټلویزیون د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر تړل شوی وو.
د طالبانو عدلیې وزارت په هغه وخت کې په همدې تړاو ویلي وو، چې د تمدن ټلویزیون فعالیتونه د اسلامي حرکت له ګوند سره د تړاو او د دولتي «غصب شوې» ځمکې د کارولو له امله درول شوي دي. دغه وزارت ویلي وو، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو پورې اړوند رسنۍ د فعالیت حق نهلري.
تمدن ټلوېزیون دغه ادعاوې رد کړې دي.
خو تمدن ټلویزیون د خاتمالنبیین علمي حوزې د وروستۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو ځل بیا «زور او فشار» ته مخه کړې ده.
د دې رسنۍ په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت مامورینو پر خاتمالنبیین علمي حوزه برید کړی، د دې مرکز استادان او زدهکوونکي یې ځورولي او ځینې کسان یې نیولي هم دي.
تمدن ټلویزیون ویلي، چې په داسې شرایطو کې د طالبانو د اقداماتو پر وړاندې نور چوپ پاتې کېدل او زغم د منلو وړ دلیل نهلري.
په خبرتیا کې ویل شوي، چې دغه رسنۍ به ټول اسناد او شواهد، له هغې ډلې له طالبانو د عدلیې وزارت سره ترسره شوې لیکنې، ژمنې او خبرې اترې او همدارنګه هغه بهیر او جزییات چې اوسني وضعیت ته یې زمینه برابره کړې، په مستند ډول له خلکو سره شریک کړي.
تمدن ټلوېزیون په خپله خبرتیا کې لیکلي: «د عدلیې وزارت له لوري د بېقانونۍ، زورواکۍ او د علمي او دیني مرکزونو د سپکاوي پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی دی».
طالبانو د شنبې په ورځ په کابل کې د خاتمالنبیین علمي حوزه کلابنده کړه او له مسوولینو او زدهکوونکو یې وغوښتل چې دغه مرکز پرېږدي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزارت اړوند ځواکونه له پوځي تجهیزاتو سره د علمي حوزې په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او یو شمېر استادان او زدهکوونکي یې نیولي دي.
تر دې وړاندې یو شمېر شیعهګانو د دې پرېکړې په اعتراض کې د خاتمالنبیین په علمي حوزه کې راټول شوي وو. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو هم د علمي حوزې په انګړ کې د اعتراض کوونکو حضور ښيي.
خاتمالنبیین علمي حوزه په کابل کې د شیعهګانو له پېژندل شویو دیني مرکزونو څخه ده.
دغه علمي حوزه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د محمداصف محسني په نوښت جوړه شوې ده.
دې مرکز د دیني زدهکړو ترڅنګ په علمي، څېړنیزو او فرهنګي برخو کې هم فعالیتونه ترسره کړي دي.
د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي جمعه خان همدرد د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی او زیاته کړېې یې ده، چې دا ډول څرګندوې په اوسنیو شرایطو کې د ستونزو د حل لاره نه ده.
د اسلامي حزب د رهبرۍ شورا غړي جمعه خان همدرد نن شنبه، د وږي پر ۱۴مه په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر دی او ویلي یې دي چې دا د ټول ګوند رسمي دریځ نه دی.
نوموړي د ګوند له غړو غوښتي چې دا ډول څرګندونو ته د ټول حزب د پرېکړې په سترګه ونه ګوري.
ښاغلي همدرد په خپلو څرګندونو کې ویلي، هغه غوښتنې چې د اسلامي حزب له غړو څخه په کې غوښتل شوي څو له طالبانو یا نورو سیاسي جریانونو د ملاتړو کسانو سره خپلې حزبي اړیکې او تړاو پرې کړي، د افغانستان د اوسنیو شرایطو لپاره د ستونزو د حل لاره نه ده.
هغه ټینګار کړی چې دا ډول پرېکړې د حزب اسلامي د ټولو غړو د ګډ دریځ ښکارندویي نه کوي.
د اسلامي حزب د دغه جګپوړي چارواکي ویلي:«د ګوند د یوه مشر یا مسوول شخصي څرګندونې تر هغو پورې چې د ګوند له رسمي بنسټونو او مرکزي شورا څخه د یوې ګډې پرېکړې په توګه نه وي اعلان شوې، یوازې د شخصي سیاسي نظر په توګه د منلو وړ دي، نه د ټول ګوند د رسمي دریځ په توګه».
جمعه خان همدرد زیاته کړې، که څه هم د یوه سیاسي ګوند مشر حق لري خپل نظر څرګند کړي، خو ښه به دا وي چې د حزب د ټولو غړو او رسمي بنسټونو دریځ د ګډو اصولو، مشورو او رسمي پرېکړو له لارې څرګند او خپور شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند پر غړو غږ کړی و، چې د شاهي رژيم، داود خان، كمونستانو، جمعيت، شوراى نظار، طالبانو او هرې بلې سياسي ډلې د سياستونو له ملاتړو سره خپلې حزبي اړیکې پرې کړي. حکمتیار ویلي، چې دوی دې له همدې ډلو سره په اخلاص ودرېږي او نور دې د حزب نوم نه اخلي.
هغه همداراز د ګوند له هغو غړو چې د دغو جریانونو غړیتوب یې ترلاسه کړی، غوښتي چې د اسلامي حزب څخه فاصله واخلي.
حکمتیار په وروستیو کلونو کې په وار وار د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې دي. هغه په ځانګړې توګه د واک د انحصار، پر وګړو د لګول شویو محدودیتونو او د طالبانو له خوا د افغانستان د ادارې پر څرنګوالي انتقادي دریځونه درلودل او د افغانستان د راتلونکي حکومت د ټاکلو لپاره یې د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه.
پر ګلبدین حکمتیار د طالبانو د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته، هغه له افغانستان څخه ووت او له تېرو څو میاشتو راهیسې په مالیزیا کې ژوند کوي.
باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د بدخشان ولایت هوایي ډګر ته څېرمه، د «بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو یو مرکز» جوړ کړی دی. دغه مرکز په فیضاباد ښار او د بدخشان په څو ولسوالیو کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو، د مخالفانو له بریدونو او وسلهوالو نښتو وروسته جوړ شوی دی.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د بېپیلوټه الوتکو د عملیاتو دغه مرکز شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د فیضاباد هوایي ډګر ترڅنګ په یوه پوځي اډه کې فعال شوی او په دغه ولایت کې په ۲۴ ساعته توګه د معلوماتو په راټولولو او کشفي ماموریتونو بوخت دی.
د بدخشان ولایت د مرکز فیضاباد ښار اوسېدونکي وایي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې په اسمان کې بېپیلوټه الوتکې د ګزمې په حال کې لیدلې دي.
د فیضاباد یوه اوسېدونکي چې د امنیتي ستونزو له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «بېپیلوټه الوتکې د شپې له خوا په فیضاباد کې په ډېر ټیټ غبرګ پروازونه کوي.»
هغه وویل: «داسې ښکاري چې دوی د خلکو کورونه هم تر څارنې لاندې لري.»
هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، پر فیضاباد باندې د بېپیلوټه الوتکو الوتنې او همدارنګه د بدخشان هوایي ډګر ته څېرمه د یوه نوي برج جوړېدل ښیي. ویل کېږي دا برج د دغو الوتکو د ناستې او الوتنې د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دې ویلي.
سیمه ییزې سرچینې وایي هغه بېپیلوټه الوتکې چې وړاندې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د مرور قوماندان جمعه فاتح پر وړاندې عملیاتو کې کارول شوې وې، له همدې مرکزه یې الوتنه کړې وه.
تر دې وړاندې ازادۍ جبهې اعلان کړی و، چې په زیباک ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره د نښتې پر مهال د هغوی دوه بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. ازادۍ جبهې د نسکورې شویو الوتکو انځورونه هم خپاره کړي وو.
بدخشان په وروستیو میاشتو کې د ناامنیو د یوې نوې څپې او د طالبانو پر وړاندې د بریدونو د زیاتوالي شاهد و. طالبانو د دغو خوځښتونو په غبرګون کې سیمې ته د زرګونو تازه دمه ځواکونو د لېږلو ترڅنګ، اوس د امنیتي څارنې او کنټرول لپاره د بېپیلوټه الوتکو له ټیکنالوژۍ څخه په پراخه کچه ګټه اخیستل پیل کړي دي.
د بېپیلوټه الوتکو د جوړولو ټیکنالوژۍ ته د طالبانو لاسرسی
د وري په میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې «د افغانستان د ملي پراختیا شرکت» کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل پوهنتون او کابل پولی تخنیک د انجینرۍ پوهنځیو له محصلینو څخه جوړه شوې د بېپیلوټه الوتکو د ۱۳ کسیز تخصصي ټیم له ۱۴۰۰ کال راهیسې د دغو الوتکو د اصلاح او ډیزاین پر سر کار کوي.
د دغې سرچینې په وینا، دا ټیم اوس د دې وړتیا لري چې د پرزو په واردولو سره په هېواد کې دننه بېلابېل ډوله ځانمرکي بېپیلوټه الوتکې تولید کړي.
طالبانو د لومړي ځل لپاره له پاکستان سره د نښتو پر مهال له خپلو بېپیلوټه الوتکو کار واخیست او د افغانستان پر لویو ښارونو د پاکستان د پراخو بریدونو په غبرګون کې یې څو ځله د پاکستان په دننه کې سیمې په نښه کړې.
دغې ډلې همدارنګه ادعا وکړه، چې په اسلاماباد کې یې پر پاکستاني ځواکونو هم برید کړی دی.
له پاکستان سره له نښتو او د دغه هېواد پر وړاندې د بېپیلوټه الوتکو له کارولو وروسته، دا په بدخشان کې د طالبانو له خوا د بېپیلوټه الوتکو د فعالیت د یوه مرکز د جوړولو تر ټولو تازه موضوع ده.
په دغه ولایت کې د بېپیلوټه الوتکو د یوه خپلواک مرکز جوړول ښیي چې طالبانو په بدخشان کې د خپلو مخالفو ډلو د شتون او فعالیت ګواښونه جدي نیولي او د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره یې د بېپیلوټه الوتکو په ګډون نوې ټیکنالوژۍ ته مخه کړې ده.