• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په هرات کې د عبدالقدير پهلوان‌زاده په نوم کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۵ GMT+۱

په هرات کې د عبدالقدير پهلوان‌زاده په نوم د یوه ځوان د وژنې په اړه په دغه ولایت کې د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ویلي، چې یاد کس د شخصي دښمنۍ په غچ کې وژل شوی دی. د هغه په وینا، غچ‌اخیستونکی او ملګري یې نیول شوي او محکمې ته سپارل شوي دي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) د طالبانو اړوند رسنۍ حریت راډیو سره په خبرو کې ویلي، عبدالقدیر پهلوان‌زاده کال وړاندې د فضل احمد په نوم یو کس وژلی و چې تېره جمعه د فضل احمد زوی د خپل پلار د قتل په غچ کې عبدالقدیر وواژه.
خو وړاندې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي و، چې نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لرله او له طالبانو یې غوښتي چې د هغه د وژل کېدو څرنګوالی وڅېړي.
عبدالقدیر پهلوان‌زاده د هرات ښار د «پسته نمبر یک» سیمې ته څېرمه د نبی‌زاده د تېلو پمپ په سیمه کې د جمعې په ورځ د څو وسله‌والو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی و.
وړاندې ځینو سرچینو د نوموړي د وژنې مسوولیت د «طالبانو اړوندو کسانو» ته منسوب کړی و؛ خو تراوسه د دغه ادعا په اړه د طالبانو له لوري رسمي وضاحت نه‌دی خپور شوی.
د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي، چې د عبدالقدیر جسد د یک‌شنبې په سهار د هرات ښار د «پشت جوی نو» په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی. د هغه په وینا، طالبانو د قرباني کورنۍ ته اجازه نه‌ده ورکړې چې د عبدالقدیر لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړي.

ډېر لیدل شوي

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی
۱

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۲

جمعه خان همدرد: د ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې د ګوند عمومي دریځ نه دی

۳

سرچینې: طالبانو په بدخشان کې د بې‌پیلوټه الوتکو عملیاتي مرکز جوړ کړی

۴

تمدن ټلویزیون: د طالبانو د عدلیې وزارت د زورواکۍ پر وړاندې د چوپتیا پېر پای ته رسېدلی

۵

ایمل ولي خان مریم نواز ته: ترهګرو لپاره کمپونه چا جوړ کړل او چا افغانستان کې وکارول؟

•
•
•

نور خبرونه

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱
100%

په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ په وروستیو کلونو کې په چټکۍ پراخه شوې ده. د بشري حقونو بنسټونو د راټولو شویو معلوماتو له مخې، یوازې د روان ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې تر دې دمه ایران ۲۳ افغانان اعدام کړي دي.

د موندنو له مخې، ایران په شاوخوا درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي چې له دې ډلې ۸۰ کسان په ۲۰۲۴کال کې، ۸۴ په ۲۰۲۵کال کې او ۲۰ نور روان کال ثبت شوي دي.
له دې ډلې ډېری یې د نشه‌يي توکو اړوندو قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي؛ خو پر ځینو نورو بیا د وژنې، جاسوسۍ او د ایران حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون په څېر تورونه هم لګېدلي وو. په همدې حال کې د بشري حقونو بنسټونه د یوشمېر افغانانو د قضیو د قضايي بهیر پر روڼتیا او د هغوی د قانوني دفاع پر څرنګوالي اندېښنه ښيي.
تېره ورځ د ایران د بشرې حقونو یو بنسټ «هه‌نګاو» راپور ورکړی و، چې ایراني چارواکو ۲۹ کلن معلول افغان ولي جان نورزی د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی چې په ویلچیر کې ناست و. هغه د قتل په قضیه کې د ښکېلتیا له امله په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی درې کاله وړاندې د نیولو پرمهال پولیسو په ډزو ویشتلی و، چې له امله یې د حرکت وړتیا له لاسه ورکړې وه. د هه‌نګاو د معلوماتو له مخې، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په ۲مه د چهارشنبې په سهار وختي د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.

همداراز څو ورځې وړاندې یاد بنسټ راپور ورکړی و، چې ایران دوه نور افغانان ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسول‌خوانده د عمدي وژنې په تور د ایران د مشهد په وکیل‌اباد زندان کې اعدام کړي.

په راپور کې د دغه دوو کسانو د اعدام نېټه هم د روانې سپټمبر میاشتې ۲مه ښودل شوې وه. د هه‌نګاو په وینا، د دوی اعدام په پټه ترسره شوی او کورنیو ته یې د وروستۍ لیدنې اجازه هم نه وه ورکړل شوې.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ځینو اعدامونو د رسمي نه اعلان له امله ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. د راپورونو له مخې، د دغه اعدامونو ډېره برخه د شېراز په عادل‌اباد مرکزي زندان، تایباد زندان، یزد زندان او د اصفهان په دستګرد زندان کې ترسره شوې ده.

د ایران د بشري حقونو سازمان د روان کال په ترڅ کې د افغان وګړو د څو داسې اعدامونو خبر هم ورکړی، چې د ایران رسمي رسنیو یا چارواکو نه‌دي اعلان کړي. د روان کال د جون په ۲۱مه په شېراز کې د میرویس خلیل‌زاد او ابراهیم احمدشاهي په نوم دوه افغانان د نشه‌يي توکو اړوند قضیو کې اعدام شول چې ایراني چارواکو او رسنیو د دغه دوو افغانانو د اعدام په اړه تراوسه هیڅ معلومات نه‌دي ورکړي.
همدارنګه افسر شاه احمدي، صفایي او صدرالدین احمدزاد ته د جولای په میاشت کې د پولیسو یوه مرکز د سوځولو په پېښه کې د لاس لرلو له امله د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

د اګست په ۲۰مه د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړ، چې ۲۱ کلن افغان قایم حسيني په اصفهان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی. د هغه قضیه د جنورۍ میاشتې له حکومت ضد لاریونونو سره تړاو لرله او نوموړی د «علي‌خاني څلورلارې» په قضیه کې له تورنو کسانو له ډلې څخه و.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، قایم حسيني په دې قضیه کې دویم افغان وګړی و چې اعدام شو. تر دې وړاندې ګل محمد محمدي هم د همدې قضیې په تړاو اعدام شوی و.

د اعدامونو په اړه د روڼتیا اندېښنې

ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه د افغانانو د اعدام ترڅنګ د هغوی د محاکمو پر بهیر هم اندېښنې لري. د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په یوشمېر قضیو کې تورنو کسانو له مدافع وکیلانو سره محدود تماس لاره او ځینو ته ان له کورنۍ سره د وروستۍ لیدنې اجازه هم نه‌ده ورکړل شوې.

د دغه سازمان د ۲۰۲۵کال د راپور له مخې، په ایران کې د اعدامونو یوه لویه برخه د داسې قضیو له امله ترسره شوې چې په‌کې د عادلانه محاکمې، قانوني دفاع او د وکیل د لاسرسي حقونه له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې له ۲۰۲۱کال راهیسې لږترلږه ۱۱۱ افغان وګړي یوازې د نشه‌يي توکو اړوند جرمونو له امله اعدام شوي دي. په ۲۰۲۲کال کې ۱۶ افغانان اعدام شوي وو، په ۲۰۲۳کال کې دغه شمېر ۲۵ ته لوړ شو او په ۲۰۲۴کال کې ایران ۸۰ افغانان اعدام کړل.
په ۲۰۲۵ کال کې د لږترلږه ۸۴ افغانانو د اعدام قضیې ثبت شوې دي.

دغه شمېرې ښيي، چې یوازې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په موده کې لږ تر لږه ۱۶۴ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي. د ۲۰۲۶کال د لومړیو اتو میاشتو ثبت شوي ۲۳ اعدامونو سره، دغه شمېر لږ تر لږه ۱۸۷ ته رسېږي.

خو د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي، چې دغه شمېرې وروستۍ نه‌دي؛ ځکه د افغانانو د اعدامونو په اړه رسمي ټولیز معلومات نه‌دي خپاره شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له‌خوا لاتراوسه د دغه افغانانو د اعدام په تړاو کوم ځانګړی غبرګون او اقدام نه‌دی ښودل شوی.

د کابل له کوچني موچي سره یوه ورځ

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۰۷ GMT+۱
•
نویده خوشبو
100%

د کابل پر یوه سړک، د ښوونځي د عمر یو هلک پر سخته ځمکه او د یوه دېوال تر څنګ ناست دی. نه څوکۍ لري او نه توشکه. څو بورسونه، د بوټونو رنګ او د ښوونځي بکس یې د کار ټول وسایل دي.

د ښوونځي بکس اوس د موچي‌ګرۍ د وسایلو لپاره کاروي او دی وايي، چې د بوټونو له پاکولو هره ورځ له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو عاید لري.

100%

د سړک همدا څنډه یې د کار ځای دی. سهار چې راشي، د دېوال تر څنګ کېني او لومړني کس ته انتظار باسي چې خپل بوټونه د پاکولو لپاره ده ته وسپاري. هغه هره ورځ د سهار له اتو بجو تر ماښامه همدلته کار کوي.

100%

پلار یې لاس ګاډی لري، وچه ډوډۍ او زړې اوسپنې راټولوي او له همدې لارې خپلې کورنۍ ته پیسې پیدا کوي. زوی یې هم د ماشومتوب په عمر کې کار ته مخه کړې او خپله کوچنۍ برخه له سړکه کور ته وړي.

100%

هغه دوه کاله مخکې د شپږم ټولګي تر بشپړولو وروسته، ښوونځی پرېښود، څو له خپل پلار سره مرسته وکړي. هغه خپل کره عمر نه پېژني او وايي، ښايي ۱۲ کلن وي.

یوه ورځ پېرېدونکي ډېر وي او بله ورځ لږ. ټولګی او زده‌کړه دامهال د هغه په ورځني پروګرام کې ځای نه‌لري او ټوله ورځ یې په کار تېرېږي.

100%

د ښوونځي بکس لا هم ورسره دی، خو د کتاب او قلم لپاره نه‌دی. اوس د موچي‌ګرۍ وسایل په‌کې ږدي. ساده وسایل د هغه ماشوم تر څنګ چې لا هم د لوبو او ښوونځي عمر یې دی؛ خو په همدې وسایلو خپله ورځ په کار تېروي.

100%

په خپلو کوچنیو لاسونو د خلکو بوټونه پاکوي او رنګوي، خو خپلې پښې یې له خاورو ډکې دي او زړې او بې‌رنګه څپلۍ یې په پښو دي؛ د هغه ماشومتوب د روزګار یو انځور چې له ژونده یې برخه کار شوی دی.

100%

د ماشومانو نړۍ معمولاً په لوبو، ښوونځي او ساعت‌تېرۍ تېرېږي؛ خو د هغه د ژوند حقیقت توپیر لري. له دې ورځو د هغه برخه، د یوه دېوال تر څنګ کېناستل او د لارویانو د بوټونو پاکول دي.

100%

د بوټونو رنګ یې پر ګوتو او د نوکانو لاندې لیدل کېږي. د هغه کوچني لاسونه، تر هرې بلې وسیلې ډېر، د هغو ساعتونو کیسه کوي چې په کار تېر شوي دي.

100%

کار تل د پېرېدونکي د لرلو په معنا نه‌دی. کله ناکله باید هماغلته کېني او انتظار وباسي؛ که څوک ونه درېږي، پیسې هم نه پیدا کېږي.

کله چې مو د راتلونکي په اړه ترې وپوښتل، روښانه ځواب یې نه درلود؛ لاهم سم نه پوهېږي چې راتلونکی څه دی. هغه نړۍ چې دی یې پېژني، تر ډېره همدا ورځنی ژوند دی: کار، د پېرېدونکي پیدا کول او له هغو پیسو سره کور ته ستنېدل چې په هماغه ورځ یې ترلاسه کړې دي.

100%

هغه د خلکو د بد چلند په اړه څه نه وايي، خو نه غواړي عکس یې خپور شي. وېرېږي چې د ترور او تره زامن یې هغه د موچي‌ګرۍ پرمهال وویني او ځان سپک احساس کړي. له همدې امله یې نوم او څېره په دې راپور کې نه خپرېږي.

د دغه ماشوم ژوند په افغانستان کې د ماشومانو د کار د لوی انځور یوه برخه ده. د افغانستان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳کال د څو شاخصونو سروې چې یونېسف ترسره کړې، ښيي چې د افغانستان ۱۹.۳ سلنه له ۵ تر ۱۷ کلونو ماشومان په کار بوخت وو؛ دا شمېره په ښاري سیمو کې ۱۰.۱ سلنه او په کلیوالو سیمو کې ۲۲.۳ سلنه وه.
په کابل کې دې سروې د ماشومانو د کار کچه ۷.۴ سلنه ثبت کړې ده. دا شمېرې د «ماشومانو د کار» د مشخص تعریف او د عمر د ډلو لپاره د کار د بېلابېلو حدونو پر بنسټ محاسبه شوې دي.

100%

د دېوال تر څنګ، د ښوونځي بکس لا هم ورسره دی؛ خو خاوند یې ښوونځي ته نه ځي. د راتلونکي روښانه انځور نه‌لري؛ د هغه لپاره ژوند، دامهال هماغه څه دی چې هره ورځ یې ویني او تجربه کوي.

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۱
100%

سرچینې وايي، د طالبانو د استخباراتو غړی عبدالصبور سیرت، چې په سمنګان ولایت کې د یوه قومي مشر حاجي اکبر نیازي، په وژنه تورن شوی و، له شاوخوا شپږ میاشتني بند وروسته له زندان څخه خوشې شوی دی.

عبدالصبور سیرت تر دې وړاندې د سمنګان د ایبک ښار د طالبانو د استخباراتو د دویمې حوزې مرستیال و. د طالبانو یوې نظامي محکمې هغه د حاجي اکبر نیازي د وژنې په تړاو په درې کاله بند محکوم کړی و، خو سرچینې وايي چې نوموړی د خپلې سزا له بشپړولو مخکې خوشې شوی دی.
طالبانو تر دې وړاندې پنځه نور کسان هم، چې د حاجي اکبر نیازي د وژنې په تړاو نیول شوي وو، له زندانه خوشې کړي دي. په دغو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي، په سمنګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ یو پخوانی مدیر او دوه نور کسان شامل دي چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې له طالبانو سره همکاري کوله.
سرچینې وايي، له خوشې کېدو وروسته د دغو کسانو له ډلې ځینې یې په لا مهمو دندو هم ګمارل شوي دي.
د سمنګان یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې اوس هغه ټول شپږ کسان خوشې شوي چې د سمنګان د قومي مشر حاجي اکبر نیازي د وژنې په تور نیول شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه کسان د طالبانو د کندوز د نظامي محکمې له لوري خوشې شوي دي.
حاجي اکبر نیازي د ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي میاشتې په ۱۸مه له خپل کور څخه، په دې پلمه چې د طالبانو د استخباراتو په یوه غونډه کې ګډون وکړي، ایستل شوی و. دوه ورځې وروسته یې کورنۍ د سمنګان له ولایتي روغتون څخه د هغه جسد ترلاسه کړ.
د سرچینو په وینا، عبدالصبور سیرت، د ایبک ښار د استخباراتو د دویمې حوزې مرستیال؛ نقیب‌الله، د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د ورکشاپ آمر؛ غلام‌سخي مشهور په اسامه، د طالبانو د استخباراتو د ریاست د ترهګرۍ د څانګې کارکوونکی؛ عبدالله، د استخباراتو کارکوونکی؛ جاوید او زین‌الله، چې د طالبانو د «انصار» په نوم له همکارانو څخه وو، له پېښې څو ورځې وروسته د قومي مشر د وژنې په تور نیول شوي وو.
طالبان هغو کسانو ته چې د جمهوري نظام پر مهال یې د دغه ډلې لپاره جاسوسي یا له دوی سره همکاري کوله، «انصار» نوم کاروي.
سرچینې ادعا کوي چې په دې وژنه کې کارول شوی موټر د ایبک ښار د طالبانو د استخباراتو د دویمې حوزې د آمر و او د قومي مشر د له کوره د انتقال پر مهال د طالبانو د استخباراتو او پولیسو څلور کسان هم په موټر کې موجود وو.
د سرچینو په وینا، نقیب‌الله له شاوخوا دوو میاشتو بند وروسته له زندانه خوشې شوی او د سمنګان د لویې لارې د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
سیمه‌ییزې سرچینې وايي، پنځه تورن کسان له دوو تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو په زندان کې ساتل شوي وو، خو عبدالصبور سیرت شاوخوا شپږ میاشتې بندي و؛ دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نظامي محکمې هغه په درې کاله بند محکوم کړی و.
د طالبانو په یوه رسمي راپور کې هم ویل شوي چې په دې پېښه کې کارول شوی موټر د عبدالصبور سیرت اړوند و.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې یوه ویډیو ښيي چې عبدالصبور سیرت له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د خپلو ملګرو له تود هرکلي سره مخ شوی او د هرکلي پر مهال یې پر غاړه ګلان اچول شوي دي.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د حاجي اکبر نیازي، چې د خرم او سارباغ ولسوالیو د ولسي شورا مشر او د سمنګان له بانفوذه قومي مشرانو څخه و، د وژنې په تړاو شپږ کسان نیول شوي وو. په دغو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو درې غړي او د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ یو غړی هم شامل وو.

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱
100%

د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د موټرو د انلاین ټکټونو د پلور او کورونو ته د رسولو کاروبار پیل کړی او د دغو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې په لومړي ځل ښځینه موټر سایکل چلوونکي هم په کار ګومارلي دي.

د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د قاصد په نوم انلاین اپلیکیشن جوړ کړی او له دې لارې د مساپر وړونکو بسونو انلاین ټکټونه پلوري او ټکټونه د مشتریانو تر کورونو رسوي.

دغې نجلۍ دغه انلاین پلټفارم شاوخوا یو کال مخکې جوړ کړ او پنځه میاشتې وروسته یې له یوه درې کسیزه ټیم سره د انلاین ټکټونو د ریزرف او پېرلو خدمتونه پیل کړل.

صدف افغان شېنهوا اژانس ته ویلي:«موږ د خپلو پیریدونکو لپاره انلاین ټکټونه اخلو، پیسې یې ورکوو او بیا ټکټونه د هغوی تر کورونو پورې رسوو».

صدف وايي، چې د ټکټونو د ریرزف او رسولو په دغه کار کې اوس له نوموړې سره د څلور نورو نجونو په ګډون اته کسان بوخت دي او هیله لري چې د کار په پراخولو سره په نورو ولایتونو کې هم ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

صدف افغان وايي چې د کار د پیل په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوې خو اوس د پیرونکو غبرګون هڅوونکی دی.

نوموړې زیاته کړې، « د هر کار پیلول په لومړي سر کې ستونزمن وي، خو موږ باید تسلیم نه شو. په ټولیزه توګه خلک زموږ ملاتړ کوي».

یاد انلاین شرکت د مساپرو لپاره داسې هوساینه رامنځته کړې چې اوس مساپر اړ نه دي د ټکټ د پیرلو لپاره څو ساعته وړاندې د موټر تر تمځایه لاړ شي او په نغدو پېسو ټکټ وپیري، بلکې د دغو نجونو د انلاین شرکت له لارې ټکټونه پیرل کېږي او بیا د پیرونکو او مساپرو تر کورونو رسول کېږي.

د دغه شرکت کاروبار هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړوه چې موټرسایکل چلوونکو نجونو د خلکو ټکټونه د هغوی تر کورونو رسول.

د محمدي په نوم یوه شل کلنه نجلۍ په دغه شرکت کې د مشتریانو تر کورونو د ټکټونو د رسولو دنده په غاړه لري. نوموړې تر لسم ټولګي زده کړې کړې او وايي چې اوس له خپلې دغې دندې خوښه ده.

محمدي وايي:«زه خوښه یم چې د خپلو پیرونکو کورونو ته د بس ټکټونه رسوم. د خلکو خدمت کول خورا ښه دي او زه هیله لرم چې د کار نور فرصتونه هم را منځته شي».

د دغه انلاین شرکت مسوولان وايي، چې د ټرانسپورټي سیستم د ښه کولو، اړینو خدمتونو وړاندې کولو او مسافرو ته د خدمت کوونکو شرکتونو ملاتړ لپاره د دولتي ادارو همکاریو ته اړ دي.

یادو نجونو د طالبانو د سختو بندیزونو تر سیوري لاندې د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره د یو نوښت له لارې د عایدو یوه سرچینه موندلې ده او ښايي یادې نجونې د افغانستان په اوسنۍ نرواکه ټولنه کې له ځینو ستونزو سره هم مخ وي.

په دې وروستیو کې ډېرو نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله مختلفو کارونو ته مخه کړې، خو د شنونکو په باور، دا هغه تشه نه ډکوي، چې پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله رامنځته شوې او څو نسلونه یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړي دي.

سارا اډمز: ملا هبت‌الله قیوم ذاکر د بدخشان او شمال لپاره عمومي نظامي مسوول ټاکلی دی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز ویلي، چې د طالبانو مشر د دغې ډلې د دفاع وزارت دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر د بدخشان او د افغانستان د شمال د پوځي عملیاتو د عمومي قوماندان په توګه ګومارلی، خو طالبان لا تراوسه په رسمي توګه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

سارا اډمز د یکشنبې په سهار (د وږي ۱۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، عبدالقیوم ذاکر به د وږي په ۱۶مه بدخشان ته لاړ شي او په دغه زون کې به د طالبانو د پوځي عملیاتو کنټرول په لاس کې واخلي.

عبدالقیوم ذاکر د ګوانتانامو زندان پخوانی بندي دی چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان د وخت حکومت ته وسپارل شو او په ۲۰۰۸ کال کې له خوشې کېدو وروسته بېرته له طالبانو سره یو ځای شو او د دغې ډلې په پوځي مشرتابه کې یې وده وکړه.

د هغې په وینا، ملا ذاکر په پیل کې د چنګاښ په اتمه د دې دندې وړاندیز رد کړی وو، خو وروسته یې د بدخشان د سرو زرو د کانونو د قراردادونو د کنټرول په بدل کې دا مسوولیت منلی دی.

نوموړې همداراز څرګنده کړې، چې په شمال او په ځانګړې توګه په بدخشان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت کوونکو وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي او طالبانو له دې وړاندې هم په ۲۰۲۲ کال کې ملا ذاکر په پنجشېر او اندراب کې د مقاومت د ځواکونو پر وړاندې د جګړې د رهبرۍ لپاره شمال ته لېږلی وو. سارا اډمز زیاته کړې، چې د بدخشان د سرو زرو د کانونو ګټې تر دې وړاندې له ملا جمعه خان فاتح سره تړلې وې، خو نوموړی اوس د طالبانو په توقیف کې دی.

د سي‌ای‌اې دغې پخوانۍ کارکوونکې ویلي، چې ملا عبدالقیوم ذاکر په کابل کې د طالبانو له مشرتابه څخه د ناامیدۍ له امله له څو میاشتو راهیسې غیرحاضر وو، خو اوس د دغه نوي توافق له مخې، بېرته جګړې ته ستنېږي. د هغې په وینا، د طالبانو مشر دغه سختدریځی قوماندان په داسې وخت کې شمال ته لېږي چې هلته د وسله‌وال مقاومت مخنیوی د طالبانو لپاره ستونزمن شوی دی.

ملا هبت‌الله دوه اونۍ وړاندې د بدخشان په سیمه‌ییزه اداره کې هم بدلونونه راوستل او دغه ولایت لپاره یې د نوي والي په ګډون نوی امنیه قوماندان هم وټاکه چې تېره اونۍ یې دندې پیل کړې. بدخشان کې د طالبانو نوی والي رحمت‌الله نجیب د کار له پیل مخکې کندهار ته تللی وو او په بدخشان کې د امنیتي وضعیت په تړاو ورسره سلا مشورې شوې وې.

بل خوا، په شمال‌ختيځ ولایت بدخشان کې د امنیتي کړکېچونو او د طالبانو د مخالفینو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، له دغه ولایته راپورونه ښيي، چې طالبانو د فیض‌اباد هوايي ډګر ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکو یا ډرون یو نوی مرکز هم جوړ کړی دی.

د سرچینو په وینا، دغه مرکز په بدخشان کې د وروستیو درنو نښتو او د طالبانو د وسله‌والو مخالفینو د تحرکاتو له زیاتېدو وروسته د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه رامنځته شوی دی.