دغه معلومات چې د ایران د بشري حقونو سازمانونو د راپورونو له مخې راټول شوي ښیي، ایران په شاوخوا درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي چې له دې ډلې ۸۰ کسان په ۲۰۲۴کال کې، ۸۴ په ۲۰۲۵کال کې او ۲۰ نور روان کال ثبت شوي دي.
له دې ډلې ډېری یې د نشهيي توکو اړوندو قضیو کې د مرګ په سزا محکوم شوي؛ خو پر ځینو نورو بیا د وژنې، جاسوسۍ او د ایران حکومت ضد اعتراضونو کې د ګډون په څېر تورونه هم لګېدلي وو. په همدې حال کې د بشري حقونو بنسټونه د یوشمېر افغانانو د قضیو د قضايي بهیر پر روڼتیا او د هغوی د قانوني دفاع پر څرنګوالي اندېښنه ښيي.
تېره ورځ د ایران د بشرې حقونو یو بنسټ «ههنګاو» راپور ورکړی و، چې ایراني چارواکو ۲۹ کلن معلول افغان ولي جان نورزی د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی چې په ویلچیر کې ناست و. هغه د قتل په قضیه کې د ښکېلتیا له امله په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی درې کاله وړاندې د نیولو پرمهال پولیسو په ډزو ویشتلی و، چې له امله یې د حرکت وړتیا له لاسه ورکړې وه. د ههنګاو د معلوماتو له مخې، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او د ۲۰۲۶کال د سپټمبر په ۲مه د چهارشنبې په سهار وختي د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.
همداراز څو ورځې وړاندې یاد بنسټ راپور ورکړی و، چې ایران دوه نور افغانان ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسولخوانده د عمدي وژنې په تور د ایران د مشهد په وکیلاباد زندان کې اعدام کړي.
په راپور کې د دغه دوو کسانو د اعدام نېټه هم د روانې سپټمبر میاشتې ۲مه ښودل شوې وه. د ههنګاو په وینا، د دوی اعدام په پټه ترسره شوی او کورنیو ته یې د وروستۍ لیدنې اجازه هم نه وه ورکړل شوې.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، د ځینو اعدامونو د رسمي نه اعلان له امله ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. د راپورونو له مخې، د دغه اعدامونو ډېره برخه د شېراز په عادلاباد مرکزي زندان، تایباد زندان، یزد زندان او د اصفهان په دستګرد زندان کې ترسره شوې ده.
د ایران د بشري حقونو سازمان د روان کال په ترڅ کې د افغان وګړو د څو داسې اعدامونو خبر هم ورکړی، چې د ایران رسمي رسنیو یا چارواکو نهدي اعلان کړي. د روان کال د جون په ۲۱مه په شېراز کې د میرویس خلیلزاد او ابراهیم احمدشاهي په نوم دوه افغانان د نشهيي توکو اړوند قضیو کې اعدام شول چې ایراني چارواکو او رسنیو د دغه دوو افغانانو د اعدام په اړه تراوسه هیڅ معلومات نهدي ورکړي.
همدارنګه افسر شاه احمدي، صفایي او صدرالدین احمدزاد ته د جولای په میاشت کې د پولیسو یوه مرکز د سوځولو په پېښه کې د لاس لرلو له امله د مرګ سزا ورکړل شوې ده.
د اګست په ۲۰مه د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړ، چې ۲۱ کلن افغان قایم حسيني په اصفهان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی. د هغه قضیه د جنورۍ میاشتې له حکومت ضد لاریونونو سره تړاو لرله او نوموړی د «عليخاني څلورلارې» په قضیه کې له تورنو کسانو له ډلې څخه و.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، قایم حسيني په دې قضیه کې دویم افغان وګړی و چې اعدام شو. تر دې وړاندې ګل محمد محمدي هم د همدې قضیې په تړاو اعدام شوی و.
د اعدامونو په اړه د روڼتیا اندېښنې
ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه د افغانانو د اعدام ترڅنګ د هغوی د محاکمو پر بهیر هم اندېښنې لري. د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په یوشمېر قضیو کې تورنو کسانو له مدافع وکیلانو سره محدود تماس لاره او ځینو ته ان له کورنۍ سره د وروستۍ لیدنې اجازه هم نهده ورکړل شوې.
د دغه سازمان د ۲۰۲۵کال د راپور له مخې، په ایران کې د اعدامونو یوه لویه برخه د داسې قضیو له امله ترسره شوې چې پهکې د عادلانه محاکمې، قانوني دفاع او د وکیل د لاسرسي حقونه له جدي ستونزو سره مخ دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې له ۲۰۲۱کال راهیسې لږترلږه ۱۱۱ افغان وګړي یوازې د نشهيي توکو اړوند جرمونو له امله اعدام شوي دي. په ۲۰۲۲کال کې ۱۶ افغانان اعدام شوي وو، په ۲۰۲۳کال کې دغه شمېر ۲۵ ته لوړ شو او په ۲۰۲۴کال کې ایران ۸۰ افغانان اعدام کړل.
په ۲۰۲۵ کال کې د لږترلږه ۸۴ افغانانو د اعدام قضیې ثبت شوې دي.
دغه شمېرې ښيي، چې یوازې د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو په موده کې لږ تر لږه ۱۶۴ افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي. د ۲۰۲۶کال د لومړیو اتو میاشتو ثبت شوي ۲۳ اعدامونو سره، دغه شمېر لږ تر لږه ۱۸۷ ته رسېږي.
خو د بشري حقونو بنسټونه ټینګار کوي، چې دغه شمېرې وروستۍ نهدي؛ ځکه د افغانانو د اعدامونو په اړه رسمي ټولیز معلومات نهدي خپاره شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لهخوا لاتراوسه د دغه افغانانو د اعدام په تړاو کوم ځانګړی غبرګون او اقدام نهدی ښودل شوی.