عادلې مصمم له انجنیري پوهنځي نه تر فارغېدو وروسته د ښار جوړونې په وزارت کې دنده لرله.
نوموړې وايي، د خپلې دندې له عاید څخه یې د مور او پلار ترڅنګ د خپلو شپږو خویندو د کورنۍ ټول لګښتونه برابرول، خو په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو له راتګ او د طالبانو له بندیزونو سره د هغې کاري ژوند هم بدل شو او د وزارت دنده یې له لاسه ورکړه.
عادلې افغانستان پرېښود او ایران ته ولاړه. هلته یې د خیاطۍ ترڅنګ د افغان کډوالو ماشومانو ته زده کړې ورکولې.
نوموړې وايي، په دې کارونو یې هڅه کوله چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي او د ژوند د لګښتونو یوه برخه پر غاړه واخلي.
خو په ایران کې پر افغان کډوالو د فشارونو له زیاتېدو سره، عادله اړه شوه چې بېرته افغانستان ته ستنه شي.
له ایران څخه تر راستنېدو وروسته یې په سمنګان ښار کې د خپلواک کار لپاره نوې لاره ولټوله. دا ځل یې د خپلې تحصیلي رشتې پر ځای د کورني تولید په برخه کې ځان و ازمویه. هغې د روميانو د روب د تولید کوچنی کاروبار پیل کړ.
د کاروبار د پیل لپاره عادلې کافي پانګه نه لرله، خو د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو او د خپلواک عاید د پیدا کولو لپاره یې د مور ګاڼې وکارولې.
عادله وايي، د مور د ګاڼو له خرڅولو یې د روميانو د روب د تولید د کاروبار لپاره لومړنۍ پانګه برابره کړه.
اوس عادله وايي، چې شپږ نورو مېرمنو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
عادله وايي، کله ناکله دوی محصولات تولید کړي، خو د پلور لپاره ورته وړ بازار نه پیدا کېږي. د ښځو لپاره د کار یوه وړه دروازه
د عادلې په کوچني تولیدي مرکز کې د روميانو د روب جوړولو بهیر له تازه رومیانو پیلېږي.
لومړی روميان راټولېږي، پاکېږي او خراب روميان ترې جلا کېږي. وروسته ښه مینځل کېږي، میده او پخېږي. د پخېدو پر مهال یې اوبه کمېږي او د روب غلظت برابرېږي.
له پخېدو وروسته روب یخېږي، په لوښیو کې اچول کېږي، سرونه یې کلکېږي او بیا د پلور لپاره بازار ته وړاندې کېږي.
د روميانو روب او د نورو کرنیزو محصولاتو کورنی پروسس په افغانستان کې د هغو محدودو برخو له ډلې دی چې ښځو ته د عاید او کار زمینه برابروي.
خو د عادلې په څېر د ښځینه متشبثینو لپاره د تولید تر ټولو لویه ستونزه بازار موندل دي.
«تولید کوو، خو بازار نه لرو»
عادله وايي، کله ناکله دوی محصولات تولید کړي، خو د پلور لپاره ورته وړ بازار نه پیدا کېږي.
د محصولاتو د ساتلو لپاره د کافي امکاناتو نشتوالی هم د هغې بله ستونزه ده. د روميانو د بیې بدلون، د تولیدي وسایلو کمښت، د بستهبندۍ لوړ لګښتونه او د بازار موندنې ستونزې د هغې د کاروبار د پراختیا پر وړاندې خنډونه دي.
د ملګرو ملتونو د څېړنو له مخې بازار ته محدود لاسرسی، د اومو توکو برابرول او د پانګې موندل د ښځینه متشبثینو د کاروبارونو له مهمو ستونزو څخه دي.
عادله له خلکو غواړي چې د بهرنیو محصولاتو پر ځای کورني تولیدات وکاروي او په ځانګړي ډول د ښځو تولیدات وپېري.
د هغې په باور، د کورني تولید او محصول پېرودل د کاروبار د دوام ملاتړ او د هغو کورنیو اقتصادي ملاتړ هم دی چې د همدې تولید له لارې خپل لګښتونه برابروي.
«غواړم خپل اولادونه پخپله وساتم»
د عادلې په کاروبار کې نورې ښځې هم بوختې دي.
دلبر، چې د دریو ماشومانو مور ده او تازه له ایران څخه افغانستان ته راستنه شوې، هم په دې کار کې د خپلې کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره بوخته ده.
هغه وايي، خاوند یې په ایران کې په نشهیي توکو روږدی شوی او اوس د خپلو اولادونو د نفقې برابرول د هغې پر غاړه دي.
د هغې لپاره د کار دا فرصت ځکه مهم دی چې لږ تر لږه د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ د برابرولو توان پیدا کړي.
دلبر وايي، د اقتصادي ستونزو باوجود هڅه کوي د خپلو اولادونو اړتیاوې پوره کړي او د هغوی د راتلونکي لپاره کار وکړي.
هغه له خلکو او اړوندو بنسټونو غواړي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، څو هغوی د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړای شي او د ژوند په چارو کې پر نورو متکي نه وي.
د هغې په څېر ډېرې ښځې غواړي د خپلو ماشومانو لپاره کار وکړي، خو د کار موندلو او د ثابت عاید د برابرولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د عادلې هیله دا ده چې یوه ورځ د خپلې انجینرۍ له زدهکړو او مسلکي تجربې څخه بیا ګټه واخلي او خپل هېواد ته خدمت وکړي. د روميانو د روب د تولید تر څنګ، د عادلې په ذهن کې لا هم د انجینرۍ هغه مسلک ژوندی دی چې کلونه یې ورته زدهکړه او کار کړی دی.
د هغې تر ټولو لویه هیله دا ده چې یوه ورځ بېرته خپل مسلک ته ستنه شي.
عادله وايي: « ما درس ویلی، کار مې کړی او ډېر زحمت مې ایستلی دی. ډېر کله نهیلې کېږم، خو د مور او پلار د ملاتړ او د راتلونکي لپاره هیلې مې همت پیاوړی کوي».
هغه نه غواړي چې د ژوند د اړتیاوو له امله تل په کوچنیو کاروبارونو کې پاتې شي. د هغې هیله دا ده چې یوه ورځ د خپلې انجینرۍ له زدهکړو او مسلکي تجربې څخه بیا ګټه واخلي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.
خو تر هغې عادله د خپلې مور په ګاڼو جوړ کوچنی کاروبار چلوي.