د برېټانیا په پارلمان کې د افغان ښځو د محدودیتونو پر ضد د نړیوال اقدام غوښتنه وشوه
د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز حضور لګېدلي محدودیتونه د برېتانیا په پارلمان کې وڅېړل شول او د هغوی د حقونو په ملاتړ کې د نړیوالې ټولنې پر رول ټینګار وشو.
د «افغانستان، د ښځو حقونه او د احمدشاه مسعود میراث» تر سرلیک لاندې دغه غونډه نن، د سپټمبر په اوومه، د بریتانیا په پارلمان کې په لندن کې جوړه شوه.
په غونډه کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو او نجونو وضعیت، د زدهکړو او کار محدودیتونه او په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون پر وړاندې خنډونه وڅېړل شول.
د غونډې جوړوونکو ویلي، میلیونونه افغان ښځې او نجونې لا هم د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی وضعیت ته ډېره پاملرنه وکړي.
دغه غونډه د «افغانستان د یووالي» سازمان له خوا، چې مرکز یې په ګلاسګو کې دی، د بریتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو، د بشري حقونو له فعالانو، ډیپلوماتانو او افغان او بریتانوي شخصیتونو سره په همکارۍ جوړه شوې وه.
په غونډه کې د بریتانیا د پارلمان غړو کرستي مکنیل او وینډي چیمبرلین، فیروزالدین فیروز، ویس احمد برمک، علي معظم نظري، د مقاومت جبهې د اړیکو مسوول، او نلي او نگاره میرداد ویناوې وکړې.
ګډونوالو د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو پر انساني او رواني اغېزو هم خبرې وکړې او د ښځو او نجونو د غږ د پیاوړتیا او د هغوی د اساسي حقونو د ملاتړ پر لارو چارو یې بحث وکړ.
په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت باید د نړیوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي او د هغوی د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور د حقونو ملاتړ ته باید دوام ورکړل شي.
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.