په هرات کې د یوه ځوان د وژل کېدو په اړه د طالبانو چوپتیا

د عبدالقدیر پهلوانزاده کورنۍ ته نږدې سرچینې وايي، چې په هرات ښار کې د نوموړي له وژل کېدو درې ورځې تېرې شوې، خو طالبانو تر اوسه د هغه د وژنې په اړه وضاحت نه دی ورکړی.
عبدالقدیر پهلوانزاده د هرات ښار د «پسته نمبر یک» سیمې ته څېرمه د نبیزاده د تېلو پمپ په سیمه کې د جمعې په ورځ، د څو وسلهوالو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
ځینې سرچینې د نوموړي د وژنې مسوولیت د «طالبانو اړوندو کسانو» ته منسوبوي، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه د طالبانو له لوري رسمي وضاحت نه دی خپور شوی.
د باخبره سرچینو په وینا، د عبدالقدیر کورنۍ له طالبانو غوښتي چې د نوموړي د وژل کېدو په اړه ځواب ووايي. د هغه د وژل کېدو لامل لا هم روښانه نه دی.
د عبدالقدیر خپلوان وايي، نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او له طالبانو یې غوښتي چې د هغه د وژل کېدو څرنګوالی وڅېړي.
د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي، چې د عبدالقدیر جسد د یکشنبې په سهار د هرات ښار د «پشت جوی نو» په سیمه کې خاورو ته سپارل شوی دی.
د هغه په وینا، طالبانو د قرباني کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړې چې د عبدالقدیر لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړي.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې وسلهوال کسان د یوه ځوان لاسونه له شا تړي او له وهلو او ډبولو وروسته پرې ډزې کوي. لا روښانه نه ده چې په ویډیو کې ښکاره شوی کس عبدالقدیر پهلوانزاده دی که نه.
افغانستان انټرنشنل د دې پېښې په اړه د لا ډېرو معلوماتو لپاره په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له ویاند سره اړیکه نیولې، خو نوموړي تر اوسه، د یوې ورځې له تېرېدو سره سره، د دې پېښې په اړه پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
