عمر زاخېلوال: د ژبو په نوم تفرقه د افغانانو ترمنځ د نفاق اور ته لمن وهل دي
د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د پښتو او دري ژبو په اړه تفرقهاچوونکي بحثونه د افغانانو ترمنځ د نفاق او بېلتون لامل کېږي او دواړه ژبې باید د هېواد د ګډ فرهنګي میراث په توګه وساتل او وپالل شي.
زاخېلوال په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، «په هېواد کې د ژبو او قومونو په اړه احساساتي، پاروونکي او تفرقهاچوونکي بحثونه» نه یوازې غیرضروري، بلکې غیرمسوولانه هم دي او په شعوري یا غیرشعوري ډول د نفاق او تعصب لمنه پراخوي.
نوموړي ویلي: «د افغانستان دوه سترې او تاریخي ژبې، پښتو او دري، دواړه زموږ د ګډ تاریخ، ملي هویت، فرهنګي شتمنۍ او ټولنیز پیوند نه بېلېدونکې برخې دي.»
زاخېلوال ټینګار کړی چې د یوې ژبې درناوی د بلې ژبې د کم ارزښته کولو په معنا نه دی او دواړه ژبې «د دې خاورې ګډې ملي او فرهنګي پانګې» دي چې د درناوي، پالنې او ودې مساوي حق لري.
هغه په ځانګړي ډول د دري ژبې په وده کې د پښتنو تاریخي ونډې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې پښتو هم یوازې د یوه قوم ژبه نه، بلکې د افغانستان د ګډ فرهنګي میراث مهمه برخه ده.
د مالیې پخواني وزیر ویلي، د افغانستان تاریخ ښودلې چې ژبې د بېلتون د دیوالونو پر ځای «د یو بل د پېژندنې، تفاهم او پیوستون پلونه» جوړوي.
نوموړي له هغو افغانانو ستاینه کړې چې پښتو او دري دواړه خپلې ګڼي او د دواړو ژبو د ساتنې، ودې او درناوي لپاره احساس لري.
زاخېلوال په پای کې ویلي: «ژبه باید موږ سره ونښلوي، نه دا چې سره ووېشي؛ ځکه پښتو او دري دواړه زموږ د ټولو دي، او افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی.»
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.