بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې دوه بندي وکیلان ایمان مزاري او د هغې خاوند خوشې کړي
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د بشري حقونو دوه وکیلان، ایمان مزاري او هادي علي چټه چې له اووه میاشتو راپدیخوا په بند کې دي، سمدستي او بېقیدوشرطه خوشې کړي او ایمان مزاري ته دې عاجله روغتیايي پاملرنه برابره کړي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، د دواړو وکیلانو د بند د دوام ترڅنګ د هغوی استیناف غوښتنې لا هم د پاکستان په محکمو کې پاتې دي او د ایمان مزاري د روغتیا د خرابېدو او مناسبې درملنې ته د هغې د نه لاسرسي په اړه اندېښنه لري.
بښنې نړیوال سازمان ویلي: «هیڅوک باید د خپلو سولهییزونظرونو د بیانولو له امله زنداني نه شي.»
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو وکیلانو د سمدستي خوشې کېدو ترڅنګ ایمان مزاري ته د اړتیا وړ بېړنۍ روغتیايي درملنه هم برابره کړي.
ایمان مزاري او هادي علي چټه د بشري حقونو وکیلان دي چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې یې د بشري حقونو د مدافعینو او فعالانو حقوقي استازیتوب کړی دی. دوی د ټولنیزو رسنیو د هغو لیکنو له امله له قضايي تعقیب سره مخ شوي چې د بلوڅو او پښتنو له فعالانو سره یې د ملاتړ څرګندونه او د پاکستان پر پوځ یې نیوکې کړې وې.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دواړه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۳مه نیول شوي او یوه ورځ وروسته د «سایبري ترهګرۍ» او «ناسمو معلوماتو» په ګډون د تورونو له مخې پر اوږدمهاله بند محکوم شوي دي.
د سازمان په یوه تازه بیان کې د ایمان مزاري د روغتیا په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي چې هغې ته په زندان کې د مناسبې طبي پاملرنې د ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې شته.
بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دواړو وکیلانو پر وړاندې قضیې پای ته ورسوي او د هغوی د محکومیتونو د لغوه کولو لپاره اقدام وکړي.
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.