د سپاه اړوند رسنۍ: په جاسک کې د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي

د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د سهشنبې په ماښام، د وږي په ۱۷مه، د جاسک په ښار کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د سهشنبې په ماښام، د وږي په ۱۷مه، د جاسک په ښار کې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو خبر ورکړی دی.
فارس خبري اژانس د سیمهییزو سرچینو په حواله ویلي چې د چاودنو غږونه د سمندر له لوري او د «سنګ سیاه» سیمې ته څېرمه اورېدل شوي دي.
د سپاه پاسداران اړوند دغې رسنۍ لیکلي چې د شپې شاوخوا ۹:۴۵ بجې د جاسک په ښار کې د چاودنې غږ اورېدل شوی او د سیمهییزو سرچینو په وینا، دوه چاودنې د لنډ واټن په ترڅ کې شوې دي.
تر اوسه د دغو چاودنو د لامل، احتمالي مرګژوبلې او مالي زیانونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره وايي، یو افغان ژباړن او د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار یې د «ترهګرۍ د ملاتړ» په تور نیولی او د هغه د ایستلو بهیر یې هم پیل کړی دی.
یادې ادارې ویلي چې دغه ۳۰ کلن افغان یوې ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ برابرولو او په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د تابعیت لپاره د غوښتنلیک پر مهال د ناسمو معلوماتو وړاندې کولو په تور تورن دی.
نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې دغه هېواد ته تللی و او د دایمي استوګنې کارت یا ګرینکارت لرونکی دی.
دغه افغان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا د دایمي اوسېدونکي په توګه یې حقونه نقض شوي دي.
د «سنت لوییس عامه راډیو» د نوموړي هویت نه دی افشا کړی، ځکه هغه ویلي چې طالبان ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ له امله نوموړی او د هغه کورنۍ په نښه کړي.
د نوموړي مېرمنې ویلي چې هغه د چهارشنبې په ورځ، د وږي په څلورمه، هغه مهال ونیول شو چې د سهار د لامبلو لپاره له کوره وتلی و.
هغه اسناد چې د نوموړي کورنۍ امریکايي رسنیو ته سپارلي، ښيي چې نوموړي د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکايي او افغان ځواکونو سره د ژباړن او کلتوري سلاکار په توګه کار کړی دی.
په دغو اسنادو کې د امریکا د پوځ او سمندري ځواکونو د افسرانو او د پوځي استخباراتو د سلاکارانو سپارښتلیکونه هم شامل دي چې په کې د نوموړي پر وفادارۍ او د باور وړتیا ټینګار شوی دی.
د «ایف بي ای» د ۲۰۲۱ کال د څېړنو په یوه حکم کې، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې عام شو، د امریکا حکومت ادعا کړې چې دغه افغان له «جماعتالدعوهالقرآن» سره اړیکې لرلې؛ هغه ډله چې امریکا په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنۍ ترهګرې ادارې په توګه اعلان کړې ده.
په سند کې ادعا شوې چې نوموړي د فېسبوک له لارې د دغې ډلې له غړو سره اړیکه لرله، پر یوه هارډډیسک یې کوډ شوي معلومات ساتل او امریکا ته له داخلېدو وروسته یې هم د دغې ډلې د بنسټګر له زوی سره اړیکې درلودې.
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې همداراز په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د نوموړي سفر د دغې ډلې سره د هغه د اړیکو د احتمالي نښې په توګه یاد کړی دی.
خو نوموړي ویلي چې افغانستان ته د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره تللی و. ایف بي ای ادعا کړې چې د دغه سفر ځینې انځورونه ښيي نوموړی په هغه مراسمو کې حاضر و چې د جماعتالدعوهالقرآن مشر په کې وینا کړې وه.
نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د هېڅ ترهګرې ډلې غړی نه دی او هېڅکله به هم د داسې یوې ډلې غړیتوب ونه کړي.
د امریکا کډوالۍ ادارې په یوه بیان کې ویلي چې د «ترهګریزو فعالیتونو د ادعاوو» او «په درغلیو سره امریکا د داخلېدو د غوښتنې» له امله د نوموړي د ایستلو بهیر پیل شوی او هغه به د دې ادارې په توقیف کې پاتې شي.
دغې ادارې ویلي چې د ګرینکارت لرل امتیاز دی او که یو کس د امریکا قوانین نقض کړي، حکومت د هغه د دایمي استوګنې د لغوه کولو او له هېواده د ایستلو واک لري.
دغه افغان وايي، د امریکا حکومت له کلونو راهیسې هغه د ترهګر په توګه تر څار لاندې ساتلی، خو په دې موده کې یې مشخص تورونه نه وو پرې لګولي.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په یوه فدرالي قضايي دوسیه کې له ۱۲ څخه د ډېرو مدعیانو له ډلې هم دی. په دې قضیه کې ادعا شوې چې د امریکا حکومت ځینې کسان له کافي دلایلو پرته د ترهګرۍ د څار په نوملړونو کې شامل کړي او د هغوی اساسي حقونه یې نقض کړي دي.
ټاکل شوې د دغه افغان د کډوالۍ د قضیې د رسیدګۍ غونډه د سپټمبر په ۱۴مه د کنساسسیتي د کډوالۍ په محکمه کې ترسره شي.
د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د امریکا مرکزي استخباراتي ادارې (سياېای) د دغه پېښې د نږدې ۳۰۰۰ قربانیانو یاد تازه کړی او ویلي یې دي چې دغو بریدونو امریکا د تل لپاره بدله کړه. دې ادارې اعلان کړی چې په دې تړاو به د خدمت، زړورتیا او مقاومت کیسې خپرې کړي.
سياېای د دوشنبې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي چې د ۹/۱۱ د ۲۵مې کلیزې په رانږدې کېدو سره به د هغو کسانو کیسې شریکې کړي چې د دغو بریدونو پر مهال او وروسته یې د «خدمت، زړورتیا او مقاومت» بېلګې وړاندې کړې دي.
د امریکا د ملي سپټمبر ۱۱ یادګار او موزیم د معلوماتو له مخې، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه په نیویارک، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) او د پنسلوانیا په شینکسوېل کې د الوتکو په بریدونو کې ۲۹۷۷ کسان ووژل شول.
۱۹وسلهوالو، چې د القاعدې غړي وو، څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې، دوه یې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر دوو برجونو ولګېدې، یوه د پنټاګون ودانۍ ته ولګېده او څلورمه الوتکه د پنسلوانیا په شینکسوېل کې نسکوره شوه.
د ۹/۱۱ بریدونو د څېړلو امریکايي کمېسیون په خپل راپور کې ویلي چې اسامه بن لادن او القاعده هغه مهال په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه د پام وړ پناه او ملاتړ ترلاسه کاوه. د کمېسیون په وینا، له ۹/۱۱ وروسته امریکا او متحدانو یې طالبان له واکه وغورځول او القاعده یې په افغانستان کې له هغه خوندي چاپېریال څخه بې برخې کړه چې تر هغه وړاندې یې درلود.
د امریکا پوځي عملیات په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د بریدونو له څو اوونیو وروسته په افغانستان کې پیل شول. واشنګټن هغه مهال د القاعدې پر وړاندې د اقدام او د دې ډلې د مشرانو د سپارلو غوښتنه کوله؛ خو د طالبانو حکومت د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه د امریکا غوښتنې ونه منلې او د همدې کړکېچ په پایله کې د طالبانو لومړی نظام له واکه ولوېد.
له دې وروسته امریکا شاوخوا دوه لسیزې په افغانستان کې پوځي حضور وساته او د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ یې وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ۲۰۲۱ کال کې وویل چې د امریکا د شل کلنې جګړې د پای پر مهال ۲۶۴۱ امریکايي سرتېري وژل شوي، شاوخوا ۲۰ زره نور ټپیان شوي او د جګړې لګښت نږدې دوه ټریلیون ډالرو ته رسېدلی و.
خو د جګړې پای د طالبانو د ماتې پر ځای د یوې نوې سیاسي معاملې له لارې راغی. د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، امریکا او طالبانو په دوحه کې د «افغانستان د سولې راوستلو تړون» لاسلیک کړ. په دې تړون کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش او له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي په ګډون یو شمېر ژمنې شاملې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې تړون د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۳۰مې له افغانستانه د امریکايي او متحدینو د ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر ته لاره هواره کړه. له دې سره هممهاله، طالبانو د افغانستان پر ښارونو خپل بریدونه چټک کړل او د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل. په دې توګه د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ او طالبان بیا واک ته ورسېدل.
د ۹/۱۱ بریدونه یوازې د امریکا په دننه کې یوه ستره تراژیدي نه وه؛ بلکې د افغانستان لپاره یې هم د دوو لسیزو جګړې، د طالبانو د لومړي نظام د سقوط، د نوي جمهوري نظام د جوړېدو او بالاخره د طالبانو د بیا واکمنېدو تر کچې اوږدمهاله سیاسي او امنیتي بدلونونه راوپارول.
د ۹/۱۱ یادګار او موزیم وايي، د دغو بریدونو ۲۵مه کلیزه ځکه هم ځانګړې اهمیت لري چې د پېښې کیسه نوي نسل ته ولېږدول شي؛ هغه نسل چې میلیونونه کسان یې له ۲۰۰۱ کال وروسته زېږېدلي او د هغې ورځې شاهدان نه دي.
سيآیاې هم ویلي چې د کلیزې تر ورځې پورې به د خپلو خپرونو په لړ کې د هغو کسانو کیسې خپرې کړي چې د بریدونو پر مهال او وروسته یې د «خدمت، زړورتیا او مقاومت» بېلګې وړاندې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کیف کې د ډونالډ ټرمپ له استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره له څو ساعتونو خبرو وروسته ویلي، چې د اوسنیو شرایطو له مخې تمه لري له روسیې سره جګړه د روان کال تر ژمي دوام وکړي.
د زېلېنسکي او امریکايي پلاوي ترمنځ د یکشنبې ورځې خبرو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم روښانه پرمختګ نه درلود. وېټکاف او کوشنر یوه ورځ وړاندې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.
د زېلېنسکي برعکس د ټرمپ استازي هیلهمن وو. وېټکاف په کیف کې خبرې «مهمې» وبللې او ویې ویل، چې پایله یې هیله بخښونکې ده. هغه زیاته کړه، چې امریکايي پلاوي په مسکو کې هم «د پام وړ پرمختګ» کړی دی.
زېلېنسکي له امریکايي پلاوي سره تر لیدنې وروسته وویل، چې د اوکراین، اروپا او امریکا چارواکي به په نږدې راتلونکې کې د خبرو د دوام لپاره بیا سره وګوري. هغه ټینګار وکړ، چې د «عادلانه سولې» غوښتونکی دی؛ داسې سوله چې روسیې ته د جګړې د بیا پیلولو فرصت ورنه کړي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، که جګړه تر ژمي وغځېږي «چې اوسمهال همداسې ښکاري» هېواد به یې د هوايي دفاع او انرژۍ په برخو کې لا ډېر ملاتړ ته اړتیا ولري.
د ټرمپ استازي او زوم جېرډ کوشنر له مسکو سره د خبرو په اړه وویل، امریکايي پلاوي له پوتین سره د هغو طرحو په اړه بحث کړی چې تر اوسه یې پایله نهده ورکړې او همدارنګه یې د «دوامدارې سولې» د رامنځته کېدو لپاره پر اړینو مواردو خبرې کړې دي. هغه له روسي ولسمشر سره خبرې «ډېرې ښې» وبللې.
وېټکاف وویل، امریکايي استازو لومړی له پوتین سره ځکه وکتل چې اړتیا وه د روسیې دریځ په مستقیم ډول د هغه له خولې واوري.
وېټکاف او کوشنر پولنډ ته تر سفر وروسته په اورګاډي کې کیف ته ورسېدل. زېلېنسکي وویل، سره له دې چې د الوتکې د ناستې لپاره یې لازم شرایط برابر کړي وو؛ خو په اوکراین کې د هغوی د الوتکې د ښکته کېدو امکان برابر نه شو.
زېلېنسکي له دوو امریکايي استازو څخه په کیف کې د سنټ سوفیا تاریخي کلیسا کې هرکلی وکړ. دغه ځای د اوکراین امنیتي ادارې د مرکزي دفتر څېرمه موقعیت لري. د جمعې په ورځ د روسیې یوه بېپیلوټه الوتکه د دغه دفتر په شاوخوا کې ولګېده.
پوتین او زېلېنسکي هوکړه کړې وه، په هغه درېیو ورځو کې چې امریکايي استازي د مسکو او کیف ترمنځ تګراتګ کوي د دواړو هېوادونو پر پلازمېنو به بریدونه نه کېږي. خو له دې سره، سره روسي او اوکرایني ځواکونو د شپې پرمهال د یو بل پر موخو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
د اوکراین دفاع وزارت اعلان وکړ، چې ځواکونو یې د روسیې د تېلو یوه تصفیهخونه، یوه هوايي اډه او د هوايي دفاع دوه سیستمونه په نښه کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د ریازان د تېلو تصفیهخونه چې د روسیې پوځ ته تېل برابروي او د روستوف-اَن-دون په سیمه کې یوه هوايي اډه د دغو موخو له ډلې وې.
د اوکراین هوايي ځواک هم اعلان وکړ، چې روسیې پر دغه هېواد د ۱۰۸ لرې واټن وېشتونکو بېپیلوټه الوتکو او کوچنیو کروز توغندیو پر مټ برید کړی دی. اوکراین ویلي، چې ۸۲ بېپیلوټه الوتکې او شپږ توغندي یې نسکور کړي؛ خو ۱۱ سیمې په نښه شوې دي او د شنډ شویو وسلو پاتې شوني هم په اوو نورو سیمو کې لوېدلي دي.
د جرمني په ختیز زاکسن انهالت ایالت کې د یکشنبې په ورځ ټاکنې پیل شوې. وړاندوینې ښيي، چې ښايي د «جرمني لپاره بدیل» یا اې اېف ډي ګوند له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه ښيافراطي ګوند په توګه د یوه ایالت د حکومت مشري وکړي.
د ۳۵ کلن مخکښ نوماند اولریش زیګموند په مشرۍ اې اېف ډي له څو میاشتو راهیسې په نظرپوښتنو کې له ۴۰ سلنې پورته دی او د مطلق اکثریت د ترلاسه کولو چانس لري.
د مطلق اکثریت لپاره د رایو دقیقه سلنه به د هغو ګوندونو له شمېر سره تړاو ولري چې له پنځه سلنې حد څخه تېرېږي، خو زیګموند ویلي چې د ده هدف د ۴۵ سلنې یا تر دې ډېرو رایو ترلاسه کول دي.
د زاکسن انهالت ټاکنې د جرمني د صدراعظم فریدریښ میرڅ د حکومت لپاره مهمې دي.
میرڅ هڅه کړې چې د کډوالۍ او امنیت په اړه د سخت دریځ په خپلولو سره داې اېف ډي د محبوبیت کچه راټیټه کړي.
شاوخوا ۱.۷ میلیونه رایهورکوونکي د ماښام تر شپږو بجو پورې د رایې ورکولو فرصت لري او ټاکنیز مرکزونه به وروسته وتړل شي. تمه ده چې لومړنۍ پایلې لږ وروسته اعلان شي.
د رایهورکوونکو ګډون د ۲۰۲۱ کال د تېرو ایالتي ټاکنو په پرتله د پام وړ لوړ بلل شوی. د ایالتي ټاکنو د کمېشنرۍ په وینا، تر غرمې پورې ۳۴.۷۲ سلنه واجد شرایط کسانو رایه ورکړې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې په همدې وخت کې د ګډون کچه ۲۲.۴ سلنه وه.
وروستۍ نظرپوښتنې د اې ایف ډي۴۰ سلنه او د میرڅ د «مسیحي دیموکراتانو» یا سي ډي یو ګوند ۲۳ سلنه رایې اټکلوي.
که اې ایف ډي مطلق اکثریت ترلاسه کړي، کولای شي د جرمني له هغې سیاسي «سرې کرښې» تېر شي چې له مخې یې اصلي ګوندونه له اې ایف ډي سره د ګډ حکومت جوړول ردوي.
په جرمني کې د تناسبي ټاکنیز نظام له امله د مطلق اکثریت ترلاسه کول اسانه نه دي.
دغه نظام تر ډېره د ایتلافي حکومتونو د جوړېدو لپاره طرحه شوی او هڅه کوي چې د یوه ګوند له خوا د یوازې حکومت کولو مخه ونیسي.
که اې ایف ډي له مطلق اکثریت پاتې شي، تر ټولو محتمله سناریو به د سي ډي یو په مشرۍ د اوسني ایالتي صدراعظم سون شولڅ حکومت جوړول وي، خو د دې پایلې ډېره برخه به په دې پورې تړلې وي چې کوم واړه ګوندونه پارلمان ته لاره پیدا کوي.
د ایالت اساسي قانون له مخې، نوی ټاکل شوی پارلمان باید د ټاکنو له ورځې تر ۳۰ ورځو پورې، یانې د اکتوبر تر شپږمې پورې خپله لومړۍ غونډه وکړي. خو د نوي ایالتي صدراعظم د ټاکلو لپاره کومه ټاکلې وروستۍ نېټه نشته.
زیګموند د شنبې په ماښام د وروستۍ ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل: «د سبا د ټاکنو له پایلې پرته، موږ لا دمخه تاریخ جوړ کړی دی».
هغه د ایالت په مرکز مګدېبورګ کې خپلو پلویانو ته وویل، «هغه څه چې موږ په زاکسن انهالت کې پیل کړي، اوس په ټول جرمني کې خپرېږي او نور یې مخه نه شي نیول کېدای».
اې ایف ډي که واک ته ورسېږي، غواړي په ښوونځیو او فرهنګي بنسټونو کې د دودیزو ارزښتونو ملاتړ زیات کړي، کډوالي محدوده کړي او د عامه خپرونو په سیستم کې پراخ بدلونونه راولي.
خو که مطلق اکثریت ترلاسه نه کړي، دغه ګوند چې د ایالتي امنیتي ادارې له خوا «ښی افراطي» بلل شوی، د سیاسي «سرې کرښې» له امله به حکومت ته د لارې موندلو په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ شي.
زیګموند، چې د رایې ورکولو لپاره په خپل پلرني ښار تانګرموونډه کې پر یوه ابي رنګه سیمسون موټرسایکل سپور راغی او ګڼو مینهوالو یې هرکلی وکړ، له نورو ګوندونو سره د ایتلافي خبرو امکان رد کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، د لبنان او اسراییل ترمنځ د بېلتون پر «ابي کرښه» امنیتي وضعیت په چټکۍ خراب شوی او اسراییلي ځواکونو خپل پوځي فعالیتونه زیات کړي. بلخوا غزې ته د بشري مرستو له امله د بېړنۍ درملنې لپاره د ایستل شویو ناروغانو شمېر له ۱۳ زرو اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفان دوجاریک په وینا، د اسراییلو پوځي فعالیتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ شمېرې پرېکړهلیک او د لبنان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو سولهساتي ځواک یونیفیل وايي، په اګست کې تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی او یوازې د سپټمبر په لومړۍ نېټه یې د اسراییلي پوځ له لوري د ۵۶ توغندیو یا راکټي مرمیو توغول ثبت کړي، دا شمېر یوه ورځ وروسته ۸۴ ته لوړ شوی دی.
دوجاریک وویل، له جون له ۲۱مې راهیسې د حزبالله له لوري د اسراییلي ځواکونو پر ضد د توغندیو یا راکټونو د توغولو هېڅ مورد نه دی ثبت شوی، خو اسراییلي ځواکونو د لبنان په هوايي حریم کې ورځنۍ سرغړونې، هوايي بریدونه، ځمکني پوځي فعالیتونه او سمندري عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
هغه په ځانګړي ډول د بلو کرښې په شمال کې د اسراییلو د پوځي مورچو د «دوامدارې پیاوړتیا او تحکیم» په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هلته نوې زېربناوې او د انجینري چارې هم تر سترګو شوې دي.
دوجاریک ټینګار وکړ: «د بلو کرښې په شمال کې د اسراییلو پراخ پوځي حضور د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک او د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.»
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسراییلي پوځ څخه غوښتي چې د بلو کرښې له شمال څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.
بلخوا، ملګرو ملتونو ویلي چې غزې ته د بشري مرستو رسولو هڅې روانې دي او د چهارشنبې په ورځ یې له کرم شالوم دروازې څخه د مرستو سلګونه پلېټونه راټول کړي، چې د ماشومانو او لویانو د خوړو او اړتیا وړ توکو ترڅنګ پکې د ماشومانو لپاره خوراکي مواد او د ښوونځي بکسونه شامل وو.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې له غزې څخه د بېړنۍ درملنې لپاره له ۱۳ زرو ډېر ناروغان ایستل شوي چې له ډلې یې څه باندې شپږ زره ماشومان دي.
خو دغه سازمان وايي، لا هم زرګونه ناروغان داسې تخصصي درملنې ته اړتیا لري چې په غزه کې ورته امکانات نشته، او د لویدیځې غاړې له لارې، په ځانګړي ډول ختیځ بیتالمقدس کې روغتونونو ته، د ناروغانو د لېږد د لارې د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
ملګرو ملتونو همداراز خبرداری ورکړی چې غزه د باراني موسم او ژمي له را رسېدو سره مخ ده او د ژمي لپاره چمتووالی یې د بشري مرستو له مهمو لومړیتوبونو بللی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، د روغتیايي او فاضله اوبو د تاسیساتو د فعالیت لپاره د اړتیا وړ ځینې تجهیزات او توکي لا هم غزې ته د ننوتلو له محدودیتونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې امبولانسونه او طبي تجهیزات هم باید په بېړنۍ توګه د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.