زېلېنسکي: د اوکراین او روسیې جګړه به تر ژمي دوام وکړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په کیف کې د ډونالډ ټرمپ له استازو سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر سره له څو ساعتونو خبرو وروسته ویلي، چې د اوسنیو شرایطو له مخې تمه لري له روسیې سره جګړه د روان کال تر ژمي دوام وکړي.
د زېلېنسکي او امریکايي پلاوي ترمنځ د یکشنبې ورځې خبرو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې کوم روښانه پرمختګ نه درلود. وېټکاف او کوشنر یوه ورځ وړاندې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو.
د زېلېنسکي برعکس د ټرمپ استازي هیلهمن وو. وېټکاف په کیف کې خبرې «مهمې» وبللې او ویې ویل، چې پایله یې هیله بخښونکې ده. هغه زیاته کړه، چې امریکايي پلاوي په مسکو کې هم «د پام وړ پرمختګ» کړی دی.
زېلېنسکي له امریکايي پلاوي سره تر لیدنې وروسته وویل، چې د اوکراین، اروپا او امریکا چارواکي به په نږدې راتلونکې کې د خبرو د دوام لپاره بیا سره وګوري. هغه ټینګار وکړ، چې د «عادلانه سولې» غوښتونکی دی؛ داسې سوله چې روسیې ته د جګړې د بیا پیلولو فرصت ورنه کړي.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، که جګړه تر ژمي وغځېږي «چې اوسمهال همداسې ښکاري» هېواد به یې د هوايي دفاع او انرژۍ په برخو کې لا ډېر ملاتړ ته اړتیا ولري.
د ټرمپ استازي او زوم جېرډ کوشنر له مسکو سره د خبرو په اړه وویل، امریکايي پلاوي له پوتین سره د هغو طرحو په اړه بحث کړی چې تر اوسه یې پایله نهده ورکړې او همدارنګه یې د «دوامدارې سولې» د رامنځته کېدو لپاره پر اړینو مواردو خبرې کړې دي. هغه له روسي ولسمشر سره خبرې «ډېرې ښې» وبللې.
وېټکاف وویل، امریکايي استازو لومړی له پوتین سره ځکه وکتل چې اړتیا وه د روسیې دریځ په مستقیم ډول د هغه له خولې واوري.
وېټکاف او کوشنر پولنډ ته تر سفر وروسته په اورګاډي کې کیف ته ورسېدل. زېلېنسکي وویل، سره له دې چې د الوتکې د ناستې لپاره یې لازم شرایط برابر کړي وو؛ خو په اوکراین کې د هغوی د الوتکې د ښکته کېدو امکان برابر نه شو.
زېلېنسکي له دوو امریکايي استازو څخه په کیف کې د سنټ سوفیا تاریخي کلیسا کې هرکلی وکړ. دغه ځای د اوکراین امنیتي ادارې د مرکزي دفتر څېرمه موقعیت لري. د جمعې په ورځ د روسیې یوه بېپیلوټه الوتکه د دغه دفتر په شاوخوا کې ولګېده.
پوتین او زېلېنسکي هوکړه کړې وه، په هغه درېیو ورځو کې چې امریکايي استازي د مسکو او کیف ترمنځ تګراتګ کوي د دواړو هېوادونو پر پلازمېنو به بریدونه نه کېږي. خو له دې سره، سره روسي او اوکرایني ځواکونو د شپې پرمهال د یو بل پر موخو خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
د اوکراین دفاع وزارت اعلان وکړ، چې ځواکونو یې د روسیې د تېلو یوه تصفیهخونه، یوه هوايي اډه او د هوايي دفاع دوه سیستمونه په نښه کړي دي. د دغه وزارت په وینا، د ریازان د تېلو تصفیهخونه چې د روسیې پوځ ته تېل برابروي او د روستوف-اَن-دون په سیمه کې یوه هوايي اډه د دغو موخو له ډلې وې.
د اوکراین هوايي ځواک هم اعلان وکړ، چې روسیې پر دغه هېواد د ۱۰۸ لرې واټن وېشتونکو بېپیلوټه الوتکو او کوچنیو کروز توغندیو پر مټ برید کړی دی. اوکراین ویلي، چې ۸۲ بېپیلوټه الوتکې او شپږ توغندي یې نسکور کړي؛ خو ۱۱ سیمې په نښه شوې دي او د شنډ شویو وسلو پاتې شوني هم په اوو نورو سیمو کې لوېدلي دي.
