• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شهباز شریف سلاکار: وسله وال له خیبر پښتونخوا نه پنجاب ته د رسېدو هڅه کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله وايي، «ترهګر» له خیبر پښتونخوا نه پنجاب ته د رسېدو هڅه کوي. هغه ادعا کړې چې «په خیبر پښتونخوا کې په ترهګرۍ کې ښکیل کسان افغانان دي، په افغانستان کې روزل کېږي او بیا په خیبر پښتونخوا کې ترهګري کوي».

رانا ثناالله د پنجاب د اعلی وزیرې مریم نواز شریف د دې څرګندونو دفاع کړې چې «پنجاب ته د ناامنۍ ګواښونه له ګاونډي هېواد هند څخه نه، بلکې له نورو ایالتونو ډېر دي».

د مریم نواز دغو څرګندونو ته په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف ګوند، عوامي نشنل ګوند او ځینو نورو سیاسي ډلو مشرانو توند غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان امنیتي ادارې په تېر کې هم د افغانستان د حکومتونو د مخالفو وسله والو د ملاتړ له امله په کوردننه د سیاسی ګوندونو له نیوکو سره مخ شوې دي.

رانا ثناالله د «جیو ټي وي» په یوه خپرونه کې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ښکېل کسان پنجاب ته د رسېدو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې چې په ۲۰۰۹، ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې په پنجاب کې د ترهګرۍ ډېرې پېښې کېدې او په لاهور کې به ان د ورځې دوه بریدونه کېدل.

د نوموړي په وینا، له دغو پېښو وروسته په پنجاب کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه (سي ټي ډي) جوړه شوه او د دې ادارې له جوړېدو وروسته وسله وال نه شي کولای په اسانۍ پنجاب ته ځان ورسوي.

رانا ثناالله ویلي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې(بي ايل اې) پخپله ویلي چې غواړي په پنجاب کې هم بریدونه وکړي.

هغه همداراز ویلي: «په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ناامني رامنځته کوونکي هڅه کوي چې پنجاب په نښه کړي» او پنجاب بې ثباته کړي.

د نوموړي په وینا، مریم نواز همدا خبره کړې وه، خو د هغې څرګندونې ناسمې تعبیر شوې دي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې تور پورې کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې ناامني او ترهګري زیاته شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.

خو طالبانو په مکرر ډول د پاکستان دغه تورونه رد کړي او په دغه هېواد کې ناامني یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

ډېر لیدل شوي

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی
۱

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

۲

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

۳

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي

۴

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۵

یوې افغانې انجنیرې له دندې نه تر ګوښه کېدو وروسته د روب جوړولو کاروبار پیل کړی

•
•
•

نور خبرونه

د سواد نړۍواله ورځ؛ په کندهار کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي دي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱
100%

په ټوله نړۍ کې د سواد نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د سواد زده‌کړې مرکزونه تړل شوي. له سویلي ولایت کندهار څخه سرچینې وایي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۲زره لویان چې په دغه ټولګیو کې یې د لیک، لوست او حساب زده‌کړه کوله له زده‌کړو بې‌برخې شوي دي.

د یادې ورځې موخه داده، چې د سواد د ارزښت په اړه د خلکو، حکومتونو او نړۍوالو ادارو پام راواړول شي او د بې‌سوادۍ د کمولو لپاره هڅې پیاوړې شي. خو په کندهار کې د سواد زده‌کړې وضعیت د دغه نړۍوالې ورځې له پیغام سره په ټکر کې دی.

100%

سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د لویانو لپاره د سواد زده‌کړې تر ۱۵۰ ډېر ټولګي تړل شوي او شاوخوا ۲زره لویان چې په دغه ټولګیو کې یې د لیک، لوست او حساب زده‌کړه کوله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

د معلوماتو له مخې، دغه ټولګي د پوهنې ریاست اړوند وو او د یوشمېر موسسو په همکارۍ او مالي ملاتړ یې په ښار او ولسوالیو کې فعالیت کاوه. سرچینې وایي، د دغه مرکزونو د تړل کېدو له مهمو لاملونو څخه د ښوونکو نشتوالی او د هغه موسسو له لوري د مالي ملاتړ بندېدل دي چې پخوا یې د دغه پروګرامونو لګښتونه ورکول.

100%

د سرچینو په وینا، په دغه مرکزونو کې داسې ټولګي هم وو چې ښځو په‌کې د سواد زده‌کړې کولې؛ خو دغه ټولګي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تړل شوي او ښځې هم ترې بې‌‌برخې شوې دي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی الله نظر وایي، تېرکال یې د لویانو د سواد زده‌کړې په یوه ټولګي کې زده‌کړې کولې؛ خو د کورس له بشپړېدو مخکې یې ټولګی بند شو.

هغه وايي: «تېر کال مې په یوه ټولګي کې زده‌کړې کولې، تر یوې اندازې مې لیک او لوست زده کړی و؛ خو په نیمایي کې مو ټولګی بند شو». الله نظر وایي، تراوسه ورته معلومه نه‌ده چې د دوی د ټولګي د بندېدو اصلي لامل څه و.

هغه وویل: «نه پوهېږم چې ولې یې ټولګی بند کړ، نه د پوهنې ریاست او نه هم زموږ ښوونکي راته د بندېدو کوم روښانه لامل ښودلی دی». نوموړی وايي، د سواد دغه ټولګی د دوی لپاره اغېزناک و او که څه هم زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شوې؛ خو هغه څه چې یې زده کړي چې په ورځني ژوند کې ورته ګټه رسوي.
هغه وایي: «دغه ټولګی زموږ لپاره ډېر ګټور و، کوم څه مې چې زده کړي، که څه هم نیمګړي دي خو راته ډېر ګټور دي تر پخوا په ډېر څه پوهېږم». هغه له اړوندو ادارو او موسسو غوښتنه کوي، چې د لویانو لپاره د سواد زده‌کړې ټولګي بېرته پیل کړي.

الله نظر وايي، سواد یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا نه‌ده بلکې د انسان د ژوند په ډېرو برخو کې ورسره مرسته کوي.

هغه زیاتوي، چې یو باسواد کس کولای شي معلومات په سمه توګه ولولي او درک یې کړي، خپل نظر ولیکي، حساب وکړي او د ورځني ژوند په بېلابېلو چارو کې له معلوماتو څخه ګټه واخلي.

100%

د سواد نړۍواله ورځ هرکال د یوې ځانګړې موضوع له مخې هم نمانځل کېږي. په ۲۰۲۵کال کې د دغه ورځې موضوع «په ډیجیټلي عصر کې د سواد زده‌کړې وده» وه او په دې موضوع کې پر دې هم ټینګار شوی، چې په اوسني عصر کې یوازې دودیز لوست او لیک بسنه نه‌کوي؛ بلکې خلک باید د ډیجیټلي وسایلو او معلوماتو د سمې، خوندي او مسوولانه کارونې وړتیا هم ولري.

د یونسکو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې لاهم په نړۍ کې شاوخوا ۷۳۹ مېلیونه ځوانان او لویان له بنسټیزو سواد مهارتونو بې‌‌برخې وو. دغه شمېره ښيي، چې د لویانو سواد زده‌کړه لاهم په نړۍواله کچه یوه مهمه اړتیا ده.

په افغانستان کې اوږدې جګړې، بې‌وزلۍ او د زده‌کړو له فرصتونو څخه د محرومیت له امله د سواد له جدي ستونزې سره مخ دی. دغه ډول پروګرامونه کولای شي هغو کسانو ته چې په ماشومتوب کې له ښوونځي پاتې شوي، د لوست، لیک، حساب او د ورځني ژوند د نورو اړینو مهارتونو د زده‌کړې فرصت برابر کړي.

خو په کندهار کې د شته معلوماتو له مخې، د لویانو د سواد زده‌کړې د مرکزونو تړل کېدل د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر کسان له همدې لومړني ښوونیز فرصت څخه هم بې‌برخې شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کندهار کې د سواد زده‌کړې، په ځانګړې توګه د ښځو او لویانو د سواد پروګرامونو ته چندان اهمیت نه‌دی ورکړل شوی.

د امو سیند پروژه؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د سترې بهرنۍ پانګونې د ناکامۍ ترشا

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱
100%

د ۱۴۰۴کال د غبرګولي په ۲۷مه چې د ۲۰۲۵کال د جون له ۱۷مې سره سمون لري، طالبانو له چینايي شرکت «افچین» سره د امو سیند د تېلو د استخراج ۲۵ کلن قرارداد لغوه کړ او ادعا یې وکړه، چې لامل یې د یاد شرکت د «قراردادي مکلفیتونو تکراري سرغړونه او د پانګونې نشتوالی» دی.

یوه داسې پریکړه چې یو ځل بیا یې د افغانستان د تېلو یوه مهمه پروژو په ټپه ودروله.

خو کیسه د افچین له اېستلو سره پای ته ونه رسېده. د دغه راپور موندنې ښيي، چې طالبانو د شرکت د تجهیزاتو له ترلاسه کولو او د هغه د شاوخوا ۹۲ مېلیونه ډالرو شتمنیو له کنګلولو وروسته د تېلو د څاګانو په ساتنه، د تجهیزاتو په مراقبت او د تېلو د استخراج د منظم بهیر په دوام کې له ستونزو سره مخ شوي دي. دوې باخبره سرچینې وايي، همدغه ستونزو طالبان اړ اېستي چې یو وار بیا له افچین شرکت سره خبرې پیل کړي.

له هغه کړکېچونو سربېره چې مخکې د تېلو ساحو ته د طالبانو د وسله‌والو د ننوتلو، د چینايي کارکوونکو د نیولو او د هغوی د پاسپورټونو د ضبط په اړه راپور شوي وو، د یادې څېړنې سرچینې د نویو اختلافونو خبر ورکوي. د سرچینو په وینا، د طالبانو د یوه چارواکي د تنخوا د ۱۲زره ډالرو څخه ۲۶زره ډالرو ته د لوړولو، د ناقانونه ګومارنو او هغه کسانو ته د تنخوا د ورکړې پر سر هم اختلافونه رامنځته شوي چې د شرکت کارکوونکي نه‌وو.

د دغه راپور د توازن لپاره هڅه وشوه، چې د طالبانو د چارواکو نظر هم ترلاسه شي؛ خو دغه هڅې بې‌پایلې پاتې شوې.

۵۴۰ مېلیون ډالري قرارداد

د امو سیند د تېلو د ۲۵ کلن اکتشاف او استخراج قرارداد د ۱۴۰۱کال د مرغومي په ۱۵مه چې د ۲۰۲۳کال له جنورۍ سره سمون لري، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د منځنۍ اسیا لپاره د سین‌کیانګ د تېلو او ګازو شرکت (CAPEIC) ترمنځ لاسلیک شو. افچین په افغانستان کې د دغه پانګونې عملیاتي شرکت و.

د قرارداد له مخې، چینايي شرکت باید په لومړي کال کې ۱۵۰ مېلیون ډالر او په لومړیو درېیو کلونو کې په ټوله کې ۵۴۰ مېلیون ډالره پانګونه کړې وه. د امو سیند نفتي حوزه شاوخوا ۴۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، چې د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو ځینې برخې رانغاړي. اټکل کېږي، چې په دغه حوزه کې شاوخوا ۸۷ مېلیون بېرله تېل زېرمه دي.

په پیل کې د پروژې ۲۰ سلنه ونډه طالبانو او ۸۰ سلنه ونډه چینايي لوري ته ټاکل شوې وه. طالبانو پر دې سربېره ۱۵ سلنه امتیازي حق او همدارنګه مالیه، د ځمکې کرایه او د پروژې اړوند نور عواید هم ترلاسه کول.

د پروژې له پراختیا سره د فعالو تېلو څاګانو شمېر ۲۴ حلقو ته ورسېد او د استخراج کچه په ورځ کې شاوخوا ۱۳۵۰ ټنه وه. طالبانو اعلان کړی و، چې غواړي په ورځ کې د تېلو تولید ۳زره ټنو ته لوړ کړي او د پروژې کلني عواید شاوخوا ۵۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسوي.

خو د چینايي لوري پانګونه له لومړي کال څخه تر ژمنه شوې اندازې کمه وه. د ۱۵۰ مېلیون ډالرو پر ځای افچین شرکت یوازې د شاوخوا ۴۶ تر ۴۹ مېلیون ډالرو پانګونې راپور ورکړی و؛ هغه موضوع چې طالبانو وروسته د قرارداد د فسخه کولو له مهمو لاملونو څخه وبلله.

د رسمي اعلانونو او خپرو شویو راپورونو ارزونه ښيي، چې طالبانو د افچین شرکت د فعالیت له پیل راهیسې شاوخوا ۱۰ ځله د امو سیند د خامو تېلو د پلور او داوطلبۍ بهیرونه ترسره کړي دي.

د دغه معاملو د موندل کېدو وړ تېلو اندازه شاوخوا ۳۳۱زره ټنو ته رسېږي او د هغه معاملو ارزښت چې شمېرې یې اعلان شوې دي، لږترلږه ۱۴۹ مېلیون ډالره بلل شوی دی.

خو د شاوخوا ۷۰زره ټنه تېلو د برخلیک په اړه د طالبانو او افچین شرکت ترمنځ لاهم اختلاف پرځای دی.

امو سیند؛ دوه قراردادونه، دوې ناکامۍ

د افچین شرکت د قرارداد ناکامي د امو سیند په نفتي حوزه کې د چین د پانګونې لومړۍ ناکامه تجربه نه‌ده.

د ۲۰۱۱ کال په ډسمبر کې د افغانستان پخواني حکومت د یادې حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج قرارداد د چین له ملي نفتي شرکت (CNPC) او د هغه له افغان شریک، وطن ګروپ سره لاسلیک کړ. وطن ګروپ چې مشري یې احمد راتب پوپل کوله، په دغه پروژه کې ۲۵ سلنه ونډه لرله.

قراردادي لورو په ۲۰۱۵کال کې ژمنه وکړه، چې ۳۷۵ مېلیونه ډالر به پانګونه وکړي او ۶۵ نوې د تېلو څاګانې به وکېندي؛ خو پروژه د ۲۰۱۶کال په نومبر کې د قراردادي سرغړونو، د فرعي قراردادونو د غیرشفافې سپارنې او د ژمنو د نه عملي کېدو له امله ودرول شوه.

د هشت صبح ورځپاڼې د یوه څېړنیز راپور له مخې، د یادې پروژې له امله د افغانستان حکومت شاوخوا ۲۹۰ مېلیون ډالره مستقیم زیان ولید او له نږدې درې مېلیارد ډالرو اټکل شوو عوایدو څخه هم محروم شو. ان د چینايي شرکت ۱۵ مېلیون ډالره بانکي تضمین هم حکومت ته ونه رسېد، ځکه د حکومت له رسمي اقدام وړاندې د چین له بانک څخه اېستل شوی و.

په دې توګه طالبانو نوی قرارداد په هماغه نفتي حوزه کې لاسلیک کړ، چې له یوې لسیزې څخه لږ مخکې په کې د چینايي پانګه‌والو یوه بله ستره پروژه د قراردادي سرغړونو د ژمنو نه عملي کېدو او درنو مالي زیانونو له امله پای ته رسېدلې وه.

امو سیند؛ د پراخو سرغړونو تر سیوري لاندې قرارداد

د امو سیند د نوي قرارداد ستونزه یوازې د پانګونې تر کمښت محدوده نه‌وه. افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۴کال په سپټمبر کې په یوه څېړنیز راپور کې ښودلې وه، چې دغه قرارداد له پیله له جدي حقوقي او تخنیکي پوښتنو سره مخ و.

د یادې څېړنې له مخې، قرارداد له ازادې داوطلبۍ پرته ورکړل شوی و او لږترلږه د هایدروکاربنونو د قانون او اړوندو مقررو ۲۰ مادې نقض شوې وې. په دغه سرغړونو کې د روڼتیا، د شرکتونو د مالي او تخنیکي وړتیا ارزونې، د اسنادو د څېړنې او د فرعي قراردادونو د سپارلو برخې هم شاملې وې.

له مهمو مبهمو موضوعاتو څخه یوه د افچین شرکت وړتیا وه. قانون له اجرا کوونکي شرکت څخه غواړي، چې د داسې سترې پروژې د پلي کولو لپاره لازم مالي توان، عملي تجربه، تخنیکي ظرفیت او اعتبار ولري؛ خو د څېړنې موندنې ښودله چې افچین په یوازې ځان دغه معیارونه نه پوره کول.

د دغه کمزورۍ د جبران لپاره CAPEIC د قرارداد په جوړښت کې شامل شو؛ دغه شرکت د چین ملي نفتي شرکت (CNPC) له فرعي شرکتونو څخه یو دی. خو څېړنو وښودله، چې د قرارداد د لاسلیک پرمهال د رسمي ادعاوو خلاف دغه شرکت له افغانستان نه بهر د تېلو او ګازو په پروژو کې د پام وړ فعالې پانګونې تجربه نه‌لرله.

وروسته یوشمېر فرعي قراردادونه هم له ازادې سیالۍ پرته تازه جوړو شویو شرکتونو ته وسپارل شول او د استخراج یوه برخه عملیات د پخواني قرارداد له پاتې تجهیزاتو څخه په استفادې پیل شول. دغه موارد له هماغه پیله د پروژې د روڼتیا او واقعي ظرفیت په اړه شکونه رامنځته کول.

د ۲۶زره ډالري معاش پر سر اختلاف

د طالبانو او افچین شرکت ترمنځ کړکېچ ورو، ورو له قراردادي اختلافونو واوښت او د پروژې مدیریت او له شرکت سره د طالب چارواکو د اړیکو تر کچې ورسېد.

د افچین دوو چینايي کارکوونکو تر دې وړاندې له امریکا د ملي عامه راډیو (NPR) سره په خبرو کې له دغه شرکت سره د طالبانو پر چلند نیوکه کړې وه. یوه یې ویلي و، چې طالبان «د دواړو لورو د ګټې فکر نه‌لري» او «د غلو په څېر عمل کوي». د یاد راپور موندنې اوس د دغه نیوکو یوه برخه زمینه لاروښانه کوي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د اختلاف له مهمو مواردو څخه یو د انجنیر حسن رحیمي د تنخوا د زیاتولو غوښتنه وه. نوموړی په پروژه کې د حکومت د استازي، د افچین د مرستیال او د افغانستان د تېلو او ګازو د عمومي رییس په توګه معرفي شوی و.

رحیمي هره میاشت شاوخوا ۱۲زره ډالر معاش ترلاسه کاوه؛ خو غوښتنه یې وکړه چې تنخوا یې ۲۶زره ډالرو ته لوړه شي، هغه غوښتنه چې د افچین چینايي مدیریت ونه منله.

د یادې غوښتنې له ردولو وروسته د رحیمي او د افچین د مدیریت اړیکې خورا ترینګلې شوې او د شرکت په اړه منفي راپورونه او معلومات د طالبانو له یوشمېر ادارو او چارواکو سره شریک شول؛ هغه بهیر چې پر افچین یې فشارونه لا زیات کړل.

د غیرکارکوونکو لپاره تنخوا

له طالبانو او افچین ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هم‌مهاله د استخدامونو او تنخوا د ورکړې پر سر اختلافونه هم پراخ شول.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یوشمېر هغه کسان چې د حسن رحیمي په پېژندنه په پروژه کې ګومارل شوي وو کافي تخصص او کاري تجربه یې نه‌لرله او ځینې یې وروسته د چینايي مدیریت له لوري له دندې ګوښه شول.

خو د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د ۱۱ کسانو د شپږو میاشتو معاشونه د افچین له حساب څخه ورکړل شول؛ په داسې حال کې چې ځینو یې تر دې مخکې استعفا کړې یا له دندې ګوښه شوي وو او له دې ډلې پنځه کسان د شرکت رسمي کارکوونکي نه وو.

د دغه راپور موندنې ښيي، چې دغه پنځو کسانو پرته له دې چې په افچین کې دنده ترسره کړي، معاشونه ترلاسه کړي دي. په مقابل کې شاوخوا درې فعالو کارکوونکو چې په همدې موده کې یې خپلې دندې ترسره کړې، لا هم خپل معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.

درې چینايي وګړي لاهم بې‌پاسپورټه دي

د افچین شرکت د قرارداد فسخ کېدل یوازې تر یوې اداري پرېکړې محدود پاتې نه شول. د جون په میاشت کې د طالبانو وسله‌وال ځواکونه د امو سیند د تېلو ساحو ته ننوتل او د شرکت کارکوونکي یې له سیمې واېستل.

له دې وروسته، د افچین ۱۲ چینايي کارکوونکي په کابل کې ونیول شول او پاسپورټونه یې ضبط شول؛ هغه موضوع چې تر دې مخکې هم راپور شوې وه. وروسته اته کسانو ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته چین ته ستانه شي. د هغوی وتل له کابل نه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له سفر سره هم‌مهاله وو.

په یوه پړاو کې څلور چینايي کارکوونکي په کابل کې پاتې شول. وروسته د یوه کس ستونزه حل شوه، خو سرچینو مخکې تایید کړې وه چې لږ تر لږه درې چینايي وګړي لا هم خپل پاسپورټونه بېرته نه‌دي ترلاسه کړي او له افغانستان نه د وتلو توان نه‌لري.

د ۹۲ مېلیون ډالرو کنګل، د طالبانو په واک کې تجهیزات

له افچین شرکت سره د قرارداد له پای ته رسولو سره هم‌مهاله طالبانو د دغه شرکت یوه لویه برخه مالي سرچینې هم کنګل کړې. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د افچین شاوخوا ۹۲ مېلیون ډالره شتمني په کابل بانک کې کنګل شوې او د شرکت مدیریت ورته لاسرسی نه‌لري.

دغه اقدام د افچین لپاره د کارکوونکو د تنخوا، عملیاتي لګښتونو او نورو مالي مکلفیتونو د ترسره کولو په برخه کې ستونزې رامنځته کړې دي. د شرکت د مرکزي دفتر شاوخوا ۵۰ افغان کارکوونکي هم د فعالیتونو له درېدو وروسته له ناروښانه کاري راتلونکي سره مخ شوي دي.

د افچین له وتلو وروسته، طالبانو د امو سیند نفتي حوزه مستقیم کنټرول تر خپل مدیریت لاندې د تېلو او ګازو شرکت ته وسپاره؛ خو د چینايي شرکت د ماشین‌کارۍ، تاسیساتو او تخنیکي تجهیزاتو لویه برخه لاهم په حوزه کې پاتې ده او اوس د تېلو د استخراج د دوام لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

ستونزه دا ده هغه انجنیران او مسلکي کارکوونکي چې د تېلو د څاګانو او تجهیزاتو د ساتنې مسوولیت یې درلود، اوس په ساحه کې حضور نه‌لري. د یوې نفتي حوزې مدیریت یوازې د تېلو ورځني استخراج پورې محدود نه‌دی؛ بلکې د څاګانو د فشار ساتل، د تجهیزاتو څار، د ماشینونو ترمیم او د تېلو د لېږد مدیریت تخصص او عملي تجربې ته اړتیا لري.

له افچین سره د طالبانو بیا خبرې

د دغه راپور تر ټولو مهمه نوې موندنې دا دي، چې طالبان بېرته له هماغه شرکت سره خبرو ته ستانه شوي چې قرارداد یې ورسره پای ته رسولی و.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو تر واک لاندې د تېلو او ګازو شرکت نه‌دی توانېدلی چې د تېلو د څاګانو د ساتنې، د تجهیزاتو د مراقبت او د استخراج د منظم دوام لپاره ټول اړین شرایط په بشپړه توګه برابر کړي. د مسلکي کارکوونکو کمښت او تخنیکي ستونزو د امو سیند په نفتي حوزه کې د فعالیتونو خپلواک دوام له ستونزو سره مخ کړی دی.

دغه وضعیت طالبان اړ اېستي، چې یو وار بیا له افچین سره خبرې پیل کړي. دغه خبرې د دې په اړه روانې دي، چې شرکت بېرته فعالیت پیل کړي یا د تخنیکي او عملیاتي همکارۍ لپاره د همکارۍ یوه نوې بڼه رامنځته شي.

دغه بدلون د امو سیند د قضیې اصلي تناقض څرګندوي: طالبانو د افچین قرارداد پای ته ورساوه، د شرکت کارکوونکي یې له نفتي حوزې واېستل، شتمنۍ یې کنګل او تجهیزات یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل؛ خو څو میاشتې وروسته د کار د دوام لپاره یې یو وار بیا همدغه شرکت د خبرو مېز ته وربللی دی.

که دغه خبرې د افچین شرکت د بېرته ستنېدو لامل شي؛ نو دا به په ډاګه شي چې یوازې د تېلو د څاګانو او تجهیزاتو نیول د یوې نفتي حوزې د مدیریت لپاره بسنه نه‌کوي او د مسلکي کارکوونکو تشه او عملیاتي تجربه په اسانۍ نه‌شي جبرانېدای.

چین د افغانستان په سرچینو کې؛ بن‌بست او کړکېچ

د افغانستان د طبیعي سرچینو په برخه کې د چینايي شرکتونو تجربه تر ډېره د بریالیو او دوامدارو پروژو پر ځای له ځنډ، شخړو او بن‌بست سره تړلې ده.

د امو سیند د تېلو دوه ستر قراردادونه چې یو یې د جمهوریت پرمهال او بل یې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوی و دواړه د سرغړونو، د ژمنو د نه عملي کېدو او د پروژو د درېدو له ادعاوو سره مخ شوي دي.

د مس عینک د مسو پروژه هم چې کلونه وړاندې یوه چینايي شرکت ته سپارل شوې، لاهم له خپلو لومړنیو موخو څخه لرې ده او په عملي توګه له اوږدمهاله ځنډونو او بندښت سره مخ ده.

په بدخشان او تخار کې موضوع یوازې د ځنډ او اقتصادي ناکامۍ تر کچې محدوده نه‌ده پاتې شوې. د سرو زرو په استخراج کې د چینايي شرکتونو فعالیتونه له ځايي اعتراضونو، وسله‌والو نښتو او د یوشمېر خلکو له وژل کېدو او ټپي کېدو سره مل شوي دي.

راپورونه او ځايي اعتراضونه همدارنګه په کان‌کېندونکو سیمو کې د چاپېریال د پراخې ویجاړۍ او د هغې د اغېزو په اړه څرګندونې کوي. د خلکو په وینا، دغه فعالیتونو پر ځمکو، اوبو او د سیمې د اوسېدونکو پر ژوند منفي اغېز کړی دی؛ هغه ستونزه چې تر اوسه یې د ښکېلو شرکتونو له لوري د پام وړ او عملي حل نه‌دی لیدل شوی.

په بدخشان کې شخړه تر دې کچې جدي شوې، چې د طالبانو مشر د کانونو د امنیت لپاره د شاوخوا زر کسیز ځواک د جوړولو امر کړی دی. دغه وضعیت ښيي، چې په کانونو کې پانګونه، د دې پر ځای چې د ځايي سیمو د پرمختګ لامل شي په ځینو سیمو کې د خلکو، طالبانو او چینايي شرکتونو ترمنځ د نوو تاوتریخوالو او شخړو پر سرچینې بدلې شوې دي.

سره له دې چې دغه ناورینونه په وار، وار تکرار شوي، چینايي چارواکو او په افغانستان کې د دغه هېواد سفارت تراوسه د ډېرو دغه شخړو په اړه روښانه دریځ نه‌دی څرګند کړی. همدارنګه داسې څرګنده نښه نه لیدل کېږي، چې بېجینګ دې د چینايي شرکتونو د چلند د بدلون، د چاپېریالي اندېښنو د حل یا له ځايي ټولنو سره د تاوتریخوالي د کمښت لپاره جدي او عملي هڅې کړې وي.

د چین لپاره د دغه بهیر دوام یوازې د څو قراردادونو په ناکامۍ نه ختمېږي. که په افغانستان کې د طبیعي سرچینو اړوند د چین پروژې همداسې له بندښت، ځايي شخړو، چاپېریالي زیانونو او د خلکو له بې‌باورۍ سره مخ وي؛ نو بیجېنګ به په اوږدمهال کې نه یوازې اقتصادي فرصتونه له لاسه ورکړي، بلکې په افغانستان کې د دوامداره حضور لپاره اړینه سیاسي او ټولنیزه پانګه به هم له لاسه ورکړي.

په پای کې د چین لپاره موضوع نور یوازې د تېلو، مسو یا سرو زرو د استخراج نه‌ده؛ اصلي مسله دا ده چې ایا بیجېنګ کولی شي په افغانستان کې د یوه مسوول او د باور وړ شریک په توګه وپېژندل شي او یاهم د چینایي شرکتونو نوم به د بند پاتې پروژو، سیمه‌ییزو شخړو او چاپېریالي لګښتونو سره تړلی وي.

ایمل ولي خان: ترهګري د یوه ایالت ستونزه نه بلکې د دولتي تګلارو پایله ده

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۲:۰۶ GMT+۱
100%

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، ترهګري یوازې د یوه ایالت ستونزه نه ده، بلکې د ده په وینا د دولتي تګلارو پایله ده چې بیه یې له څو لسیزو راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک پرې کوي.

ایمل ولي خان په یوه بیان کې ویلي، په پنجاب کې د امنیت پر شتون هېڅ نیوکه نه لري خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک هم باید په هغه اندازه خوندي وي څومره چې د پنجاب او اسلام اباد اوسېدونکي دي.
هغه وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې د دولت او واکمنې طبقې په چلند کې د ده اعتراض د هغه څه پر وړاندې دی چې دی یې دوه‌ګونی چلند بولي. د نوموړي په وینا، هغه تګلارې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ کړي د سیمو له خلکو سره له مشورې پرته جوړې شوې دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر پوښتنه کړې چې د ترهګرو د روزنې مرکزونه د کومو تګلارو په پایله کې جوړ شول او ترهګرې ډلې چا رامنځته، پیاوړې او روزلې او د خپلو ګټو لپاره یې ترې کار اخیستی دی.
هغه دا هم پوښتنه کړې چې په پاکستان کې د روانې ترهګرۍ ملاتړ چا او د کومو موخو لپاره یې کړی دی.
ایمل ولي خان وویل کله چې په تېرو وختونو کې دغه ډول تګلارې جوړېدې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د دغو سیاستونو له احتمالي پایلو خبرداری ورکړی و.
د هغه په وینا، باچا خان او ولي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و چې که په افغانستان کې د روانې جګړې اور له پاکستان څخه تود وساتل شي نو یوه ورځ به یې لمبې د پاکستان تر کورونو هم ورسېږي.
نوموړي وویل، د دغو خبرداریو پر ځای چې جدي پام ورته وشي د عوامي نېشنل ګوند مشران له بېلابېلو تورونو او نومونو سره مخ شول.
ایمل ولي خان ادعا کړې چې کله عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ پر وړاندې په میدان کې و او د ځانمرګو بریدونو له ګواښ سره مخ و هغه مهال اوسنی وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب وزیراعلی و او د نوموړي په وینا له ترهګرو غوښتل شوي وو چې په پنجاب کې بریدونه ونه کړي.
هغه وویل، که نن پنجاب هم د ترهګرۍ له ګرمۍ سره مخ دی نو د خیبر پښتونخوا له خلکو دې وپوښتل شي چې دوی له څو نسلونو راهیسې له دې بحران سره مخ دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر تور ولګاوه چې دولت له تېرو تجربو څخه زده کړه نه ده کړې او نن هم خیبر پښتونخوا د اسلام اباد د ګټو لپاره قرباني کېږي.
هغه وویل، مخکې له دې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ملامت کړل شي باید د هغو تګلارو حساب ورکړل شي چې له امله یې ټوله سیمه له ناامنۍ او ترهګرۍ سره مخ شوې ده.
ایمل ولي خان غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ او تېرو دولتي تګلارو په اړه د ټولو اړوندو کسانو بې له توپیره حساب واخیستل شي که هغوی له سیاست، عدلیې، پوځي ادارو یا رسنیو سره تړاو ولري. ټول اړوند کسان باید د تاریخ محکمې ته وړاندې شي او د دوی اصلي رول دې د خلکو مخې ته روښانه کړل شي.

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پخواني عدلیې وزیر فضل احمد معنوي د هرات د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار د مذهبي لیکنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، هغه څرګندونې چې په کې شیعه مذهب «تکفیري» او «افراطي» بلل شوی، د افغانستان د میلیونونو شیعه مسلمانانو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

معنوي د دوشنبې په ورځ، د وږي ۱۶مه، په ایکس خواله رسنۍ کې د اسلام‌جار د یوه عربي کتاب برخې ته په اشارې ویلي چې د هرات اوسني والي په خپلو لیکنو کې تشیع « تکفیري او افراطي فرقه» بللې ده.

هغه د اسلام‌جار له کتاب څخه په نقل لیکلي چې په دې کتاب کې تشیع د «اهل بیتو سره په مینه او له صحابه‌وو سره په دښمنۍ کې، تکفیري او افراطي فرقه» بلل شوې او د دې مذهب بنسټګر «عبدالله بن سبا یهودي» ګڼل شوی دی.

فضل احمد معنوي ویلي، دا ډول څرګندونې باید یوازې شخصي یا مذهبي بحث ونه ګڼل شي، ځکه د دې لیکنو لیکوال اوس د طالبانو په حکومت کې د هرات د والي په توګه لوړ رسمي مقام لري.

نوموړي په عین حال کې ویلي چې اسلام‌جار په خپل کتاب کې د تکفیر په اړه د احتیاط سپارښتنه هم کړې او لیکلي یې دي: «د یوې ټولې فرقې په تکفیر کې باید احتیاط وشي، ځکه کېدای شي په هغوی کې ناپوه، منکر یا د خپلو باورونو تأویل کوونکی کس موجود وي.»

معنوي د دې دوو دریځونو ترمنځ توپیر ته په اشارې پوښتنه کړې: «که د یوې فرقې په تکفیر کې احتیاط لازم وي، نو بیا د ټول شیعه مذهب د تکفیري فرقې په نومولو څه توجیه کېدای شي؟»

هغه ویلي چې اسلام‌جار په خپلو لیکنو کې امامیه، اسماعیلیه، نصیریه، حلولیې او زیدیه ډلې هم په یوه کتګورۍ کې ځای پر ځای کړې، په داسې حال کې چې د معنوي په وینا، د دغو ډلو او مذهبي جریانونو ترمنځ بنسټیز توپیرونه شته.

د پخواني عدلیې وزیر په وینا، د هرات د طالبانو والي په خپل کتاب کې د شیعه مسلمانانو په اړه دا ادعا هم کړې چې «دوی د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانانو په منځ کې د کافرانو لاسونه وو.»

معنوي د ابن تیمیه له قوله د اسلام‌جار هغه رااخیستل شوې وینا هم یاده کړې چې پکې راغلي: «الشیعة اکذب الطوائف»، یعنې «شیعه د فرقو تر ټولو دروغجنه ډله ده.»

هغه ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې نور یوازې علمي یا مذهبي اختلافات نه دي، بلکې «د افغانستان د میلیونونو مسلمانانو پر وړاندې جدي تورونه» دي.

معنوي د اسلامي سرچینو له مخې د تکفیر په برخه کې د احتیاط اصل ته په اشارې ویلي چې د اهل قبله د مسلمانانو د تکفیر په اړه په معتبرو سني سرچینو کې هم د احتیاط سپارښتنه شوې ده.

نوموړي په پای کې د طالبانو د حکومت د شیعه وګړو په اړه د چلند په تړاو یو لړ پوښتنې مطرح کړې او ویلي یې دي: «که د یوه والي او د طالبانو د یوه لوړپوړي ایډیولوګ فکري بنسټ تشیع یوه تکفیري فرقه، د تاریخ په اوږدو کې د کافرانو لاسونه او د فرقو تر ټولو دروغجنه ډله بولي، نو بیا د افغانستان د میلیونونو شیعه‌وو په اړه د طالبانو د چلند بنسټ څه دی؟»

هغه دا پوښتنه هم کړې چې طالبان د افغانستان شیعه وګړي «مسلمانان ګڼي که تاریخي مشکوکان؟»

معنوي په پای کې ویلي، کله چې د داسې لیدلوري لرونکی کس د طالبانو په حکومت کې د والي او لوړپوړي فکري شخصیت په توګه دنده ترسره کوي، نو باید دا پوښتنه مطرح شي چې «ایا دا یوازې شخصي باور دی، که د میلیونونو افغان وګړو په اړه د یوه حکومت د لیدلوري انعکاس هم کېدای شي؟»

تر اوسه د طالبانو حکومت او نوراحمد اسلام‌جار په ځانګړي ډول د فضل احمد معنوي د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۵ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۶ GMT+۱
100%

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو د بې درېغه استخراج له امله یې څاه ګانې او کاریزونه وچ شوي او په ځینو سیمو کې د اوبو کچه تر «شاوخوا ۲۰۰ مترو» هم ښکته شوې ده. دوی وايي، ګڼې کورنۍ د اوبو د نشتوالي له امله د خپلو مېنو پریښودو ته اړې شوې دي.

د کندهار د وچکالۍ ځپلو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله یې د کرنې او څښاک اوبو په برخه کې ستونزې لا زیاتې شوې دي.

دوی وايي، د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وس نه لري او له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد وايي، پخوا په سیمه کې کاریزونه بهېدل، خو له وچېدو وروسته خلکو د اوبو راایستلو لپاره لمریزې تختې وکارولې خو اوس د نوموړي په وینا، په ۲۰۰ مترۍ کې هم اوبه نه موندل کېږي.

په غورک ولسوالۍ کې هم وچکالۍ ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړې کړې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد وايي، « لومړی د کرنې اوبه ورکې شوې او وروسته د څښاک اوبه هم نایابه شوې، له همدې امله مې کور او ځمکې پرېښودا او ارغنداب ته کډه شوم، خو دلته هم د اوبو کچه د ښکته کېدو په حال کې ده».

د ژیړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي حاجي سلام ، چې له ورته ستونزې شکایت کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې خلک اړ دي د اوبو د کچې له ښکته کېدو سره لا ژورې څاګانې وباسي، ځکه د اوبو بندونو جوړولو توان نه لري.

نوموړی له طالبانو او مرستندویه موسسو غواړي چې د اوبو د کمي لپاره بدیلې لارې ومومي.

د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې هم د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

د ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او خپلې اړتیاوې د ټانکرونو او نورو نقلیه وسایطو له لارې له لرې سیمو پوره کوي.

د کندهار ښار په ۱۱ ناحیو کې شاوخوا ۱۶زره کورنۍ د نل‌لیکې له لارې د څښاک اوبه ترلاسه کوي، خو ډېر نور له دودیزو لارو او ژورو څاګانو اوبه ترلاسه کوي.

تېر کال د کندهار په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د اوبو کچه تر ۱۲۰ مترو پورې ګزارش شوې وه، خو خلک شکایت کوي، چې دغه ګچه ورځ تر بلې نوره هم ټیټیږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې په کندهار کې د ځمکې لاندې اوبو بیلانس منفي دی او د کرنې او صنعت لپاره د اوبو بې‌ځایه راایستل او د اوبو د بیا تغذیې د سرچینو محدودېدل د دې وضعیت له مهمو عواملو دي.

د اوبو د چارو کارپوهان وايي، د اوږدو وچکالیو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو بې‌دریغه استخراج د اوبو زیرمې له جدي ګواښ سره مخ کوي.

انجنیر عبدالرحمن، چې د اوبو په برخه کې کار کوي، وايي، د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو د ساتنې لپاره باید د اوبو لوی او واړه بندونه جوړ شي، څو د ځمکې لاندې اوبو د بیا تغذیې زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا، د اوبو لګونې د کانالونو جوړول هم د دې ستونزې د مدیریت لپاره مهم دي.

د نړیوال بانک د ارزونو له مخې، افغانستان په ټوله کې له وچ او نیمه‌وچ اقلیم سره مخ دی او د هېواد د کلني ورښت منځنۍ کچه له ۳۰۰ ملي‌مترو کمه ده. په جنوبي او سوېل‌لویدیزو سیمو کې د لږ ورښت او لوړ تبخیر له امله د ځمکې لاندې اوبو طبیعي بیا تغذیه محدوده ده.