۱۲ هېوادونو په لویدیزه غاړه کې د اسراییلي مېشتځایونو د پراختیا د درولو غوښتنه کړې

فرانسې، بریتانیا، کاناډا، ډنمارک، هسپانیا، فنلنډ، ایرلنډ، ایسلنډ، ناروې، پولنډ، پرتګال او سویډن له اسراییل غوښتي چې په لوېدیزه غاړه کې دې د اسراییلي مېشتځایونو پراختیا سملاسي ودروي. دغو هېوادونو ویلي چې د اسراییل اقدامات د دوو دولتونو د حللارې امکان کمزوری کوي.
د دغو ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې په لوېدیزه غاړه کې د مېشتځایونو پراختیا او د اسراییلي مېشتځایوالو تاوتریخوالی بېسارې کچې ته رسېدلی دی.
په اعلامیه کې د «E1» په نوم د مېشتځای جوړولو پروژې لپاره د داوطلبۍ اعلان «د نه منلو وړ» بلل شوی او خبرداری ورکړل شوی چې وضعیت په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.
دغو هېوادونو ویلي چې په ناقانونه اسراییلي مېشتځایونو کې د تولید شویو توکو پر سوداګرۍ ملي محدودیتونه لګوي او یا په دې برخه کې د اروپايي بندیزونو ملاتړ کوي. بریتانیا، فرانسې او کاناډا ویلي چې د دغو توکو پر سوداګرۍ د بندیز لپاره به ملي اقدامات وړاندې کړي.
د اعلامیې لاسلیک کوونکو همداراز له اسراییل غوښتي چې په تاوتریخوالي تورن مېشتځایوال حساب ورکولو ته حاضر کړي او پر اسراییلي ځواکونو مطرح شوې ادعاوې وڅېړي.
دوی د فلسطیني ځمکو له الحاق او د فلسطینیانو له جبري بېځایه کولو سره کلک مخالفت څرګند کړی او ټینګار یې کړی چې د دوو دولتونو حللاره باید خوندي شي.
په اعلامیه کې د اسراییل مشروع امنیتي اندېښنې هم په رسمیت پېژندل شوې او د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر اوومې برید غندل شوی دی. دغو هېوادونو ویلي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړهلیکونو له مخې د اسراییل او یوه خپلواک، ولسواک او د دوام وړ فلسطیني دولت ترمنځ د سولهییز ګډ ژوند ملاتړ کوي.
