د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او سعودي «دلتا» شرکت ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د یو لړ هوکړو لاسلیک د افغانستان د انرژۍ سکتور لپاره له وروستیو کلونو څخه یو له تر ټولو لویو او پراخو اعلان شویو پلانونو بلل کېږي.
دغه پلان د افغانستان په لویدیز کې د تېلو او ګازو له اکتشاف څخه پیلېږي، په هرات کې د صنعت او برېښنا د تولید لپاره د ګازو د کارونې امکان څېړي او که بریالی شي، ښايي د هرات له سیمې څخه ډیورنډ کرښې ته نږدې د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړېدو زمینه برابره کړي.
طالبانو د کشک–تیرپل هوکړه لیک ارزښت ۲۰۰ میلیونه ډالر اعلان کړی دی. د دې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کانونو وزیر هدایت الله بدري، د افغانستان بانک رییس نوراحمد اغا، ذبیح الله مجاهد او د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد حاضر وو.
خو د دلتا شرکت له خوا وړاندې شوی پلان له لومړني هوکړې څخه ډېر پراخ دی. دغه شرکت د یوه ګډ پلان خبره کړې چې د ۲۵ کلونو په موده کې یې د احتمالي پانګونې کچه تر شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالرو رسېدای شي.
کشک–تیرپل؛ جیولوجیکي ظرفیت، نا اثبات شوې زیرمې
د هوکړې اصلي برخه د افغانستان په لویدیز کې د کشک–تیرپل په سیمه کې د تېلو او ګازو اکتشاف دی.
د ډلټا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د دې پروژې ساحه شاوخوا ۲۳ زره او ۳۱۷ کیلومتره مربع ده چې په پام کې ده په دې سیمه کې جیولوجیکي او جیو فزیکي مطالعات، د زلزله پوهنې چارې، اکتشافي برمه کاري او د زیرمو ارزونه ترسره شي.
کشک او تیرپل د تېلو او ګازو له پلوه په بشپړه توګه نااشنا سیمې نه دي. د امریکا د ځمک پوهنې ادارې په ۲۰۰۹ کال کې په خپله څېړنه کې د تیرپل د مطالعې ساحه شاوخوا ۸۷۰۰ کیلومتره مربع اټکل کړې وه چې دا رقم د هغې ادارې د مطالعې ساحې پورې اړه لري او باید د کشک–تیرپل له نوې او پراخې هوکړې سره ګډ نه شي.
په همدې څېړنه کې د تیرپل د نه موندل شویو سرچینو منځنی اټکل ۲۱،۵۵ میلیونه بېرله تېل، ۴۴،۷۶ میلیارد مکعب فوټه طبیعي ګاز او شاوخوا ۰،۹۱ میلیونه بېرله د ګازو مایعات ښودل شوي وو.
خو دغه ارقام ناموندل شوې سرچینې دي، نه اثبات شوې او سوداګریزې زیرمې. اکتشافي برمه کاري باید معلومه کړي چې په رښتیا څومره تېل او ګاز شته او له هغې جملې څومره برخه یې له تخنیکي او اقتصادي پلوه د استخراج وړ ده.
پخوانیو مطالعاتو د تېلو د موجودیت نښې هم ثبت کړې دي. د بېلګې په توګه، په تیرپل کې له یوې متروکې څا څخه د تېلو بهېدل ثبت شوي وو، خو تر اوسه له دې حوزې څخه د پام وړ سوداګریز تولید نه دی راپور شوی.
په کشک کې د زلزله پوهني معلوماتو د راټولولو پخوانۍ هڅې هم له امنیتي، تخنیکي او اجرایي ستونزو سره مخ شوې وې.
له همدې امله، د ډلټا لپاره لومړنۍ واقعي ازموینه به دا وي چې ایا داسې زیرمې ثابتولی شي چې د راتلونکو لویو پانګونو د توجیه وړ وي که نه.
دا شمیر د قطعي او له مخکې تمویل شوې پانګونې معنا نه لري. د پروژې لوی پړاوونه د اکتشاف له پایلو، د استخراج وړ زیرمو له اثبات، تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو، د بازار له موجودیت، تمویل او د راتلونکو پانګونو له پرېکړو سره تړاو لري.
اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کولای شي دغه پلان له قرارداد او مطالعاتو څخه د سوداګریز استخراج او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د بنسټیزو تاسیساتو تر جوړېدو ورسوي؟
له اکتشاف څخه تر پایپ لاین؛ د دلتا کمپنۍ درې برخې
د ډیلټا اعلان شوی پلان درې اساسي برخې لري.
لومړۍ برخه د کشک–تیرپل د تېلو او ګازو اکتشاف او، که پایلې مثبتې وي، د هغې پراختیا او تولید دی. د پلان راتلونکي پړاوونه تر ډېره پر همدې مرحله ولاړ دي.
دویمه برخه په هرات کې د ګازو د کارونې مطالعه ده. دلتا غواړي د هرات ښار، صنعتي پارک، برېښنا تولید او نورو صنعتي اړتیاوو لپاره د ګازو د کارونې امکان وڅېړي. که د استفادې وړ زیرمې وموندل شي، په هرات کې دننه بازار ښايي د ګازو لومړنی مصرفوونکی وي.
درېیمه برخه د هرات د ګذرې ولسوالۍ له سیمې څخه د کندهار د سپین بولدک تر سیمې پورې د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره پایپ لاین د جوړېدو مطالعه ده.
ډلټا دغه طرحه «سنتګس – د هوساینې دهلېز» نومولې ده. دا نوم د ډلټا په تازه خپرو شویو معلوماتو کې راغلی، خو پایپ لاین اوس مهال یوازې د مطالعې په پړاو کې دی او جوړول یې وروستۍ شوې پرېکړه نه ده.
د دې برخې احتمالي لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر ښودل شوی، خو عملي کېدل یې د کافي زیرمو، امکان ، تمویل، جوازونو او د وروستۍ پانګونې پرېکړې پورې تړلي دي.
د داسې پایپ لاین جوړول د ګازو لپاره کافي بازار ته هم اړتیا لري، څو ګاز یا په کور دننه مصرف او یا صادر شي. له همدې امله پاکستان او د سویلي اسیا بازارونه د دې پروژې په اقتصادي محاسباتو کې مهم ځای پیدا کوي.
په دې توګه، ۲۰۰ میلیونه ډالري قرارداد، ۱۰ میلیارد ډالري وړاندیز شوی پایپ لاین او ۵۰ میلیارد ډالري احتمالي اوږدمهاله پلان درې بېلابېلې کچې دي او باید د یوه واحد مالي تعهد په توګه ونه ښودل شي.
دلتا کمپنۍ او خلیلزاد؛ درې لسیزې وروسته د دوو نومونو بیا یوځای کېدل
د نوې هوکړې یوه سیاسي مهمه برخه دا ده چې نږدې درې لسیزې مخکې هم د افغانستان له لارې د ګازو د انتقال د یوه دهلېز د جوړولو هڅه شوې وه.
په ۱۹۹۷ کال کې د «سنتګس» په نوم یو کنسرسیوم جوړ شو، څو د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال کړي. امریکايي شرکت «یونیکال» د ۴۶،۵ سلنې ونډې په لرلو د کنسرسیوم مشر و او سعودي «دلټا اویل» شرکت، چې ۱۵ سلنه ونډه یې لرله، د هغه له مهمو شریکانو څخه و.
سنتګس له پیله یوازې یوه اقتصادي پروژه نه وه. د ترکمنستان د ګازو د انتقال لاره د منځنۍ اسیا د انرژۍ د انتقال پر مسیرونو د پراخې سیالۍ یوه برخه وه داسې مسیر چې کولای یې شول په سیمه کې د روسیې پر ترانزیټي شبکو تکیه کمه او ایران د سویلي اسیا د ګازو له مسیر څخه بهر وساتي.
یونیکال هغه مهال د ارجنټایني «بریډاس» شرکت سره هم د دغه مسیر د پرمختګ پر سر په سیالۍ کې و.
خو د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت د پروژې د عملي کېدو خنډ شو او یونیکال په ۱۹۹۸ کال کې له کنسرسیوم ووت. د ترکمنستان د ګازو د انتقال دغه نظر وروسته د «تاپي» پروژې په بڼه تعقیب شو.
زلمی خلیلزاد د هغې دورې او نننۍ هوکړې ترمنځ بله اړیکه ده. هغه په ۱۹۹۰مو کلونو کې، هغه مهال چې د کمبریج د انرژۍ له څېړنیزې ادارې سره یې کار کاوه، د یونیکال لپاره په افغانستان کې د انرژۍ د پروژو پر سیاسي خطرونو کار کړی و.
نږدې درې لسیزې وروسته، خلیلزاد په کابل کې د هغې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې حاضر شو چې یو ځل بیا یې د ډلټا او سنتګس نومونه د افغانستان د انرژۍ له بحث سره یوځای کړل.
د هغه حضور یوازې د هوکړې تر مراسمو محدود نه و او تر قرارداد مخکې هم خلیلزاد او د ډلټا اجرایوي رییس د طالبانو له چارواکو سره د ګازو د اکتشاف، استخراج او د پایپ لاین د پراختیا په اړه په ناستو کې ګډون کړی و.
دا سابقه په دې معنا نه ده چې د ۱۹۹۰مو کلونو معادلې یو ځل بیا تکرارېږي، خو د نوې پروژې سیاسي او سیمه ییز اړخونه د پام وړ دي په ځانګړي ډول که وړاندیز شوی مسیر په راتلونکي کې له پاکستان، تاپي یا د سویلي اسیا له پراخو بازارونو سره وتړل شي.
تر اوسه داسې معتبر عامه سند نه دی خپور شوی چې خلیلزاد په ډلټا کې ونډه وال، مدیر یا کارکوونکی معرفي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان انټرنشنل په ځواب کې ویلي: «زلمی خلیلزاد د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی. له همدې امله هغه د امریکا د حکومت استازیتوب نه کوي او خپل ټول فعالیتونه په شخصي ظرفیت کوي.»
د پټسبورګ پوهنتون استادې جنیفر مرتضاشویلي ویلي، د خلیلزاد تکراري حضور ښايي د هغه د شخصي یا مشورتي رول په اړه پوښتنې پیدا کړي، خو باید د امریکا د حکومت د دې پروژې د ملاتړ نښه ونه ګڼل شي.
همدارنګه باید د سعودي یوه خصوصي شرکت او د سعودي حکومت ترمنځ توپیر وشي. د ډلټا قرارداد د سعودي حکومت یا د دغه هېواد د دولتي صندوقونو له خوا د ۵۰ میلیارد ډالرو د پانګونې معنا نه لري.
که پروژه څو میلیارد ډالرو پړاوونو ته ورسېږي، اصلي پوښتنه به دا وي چې ډلټا کوم بانکونه، تخنیکي شریکان او د تمویل سرچینې له ځان سره راوستلای شي.
نوی «سنتګس» له تاپي سره څه تړاو لري؟
د سنتګس نوم بیا راڅرګندېدل، د تاپي پروژې په اړه د ډلټا پخوانیو وړاندیزونو ته په پام، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.
د ترکمنستان له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د عبدالغني برادر د څرګندونو له مخې، ډلټا تر دې نوې هوکړې مخکې د تاپي په پروژه کې د ګډون وړاندیزونه کړي وو. په دې کې د ترکمنستان د ګازو اوږدمهاله پېرل، د ګالکینیش د ګازو د ساحې د ظرفیت لوړولو لپاره پانګونه او د هرات له ګذرې څخه تر سپین بولدک پورې د پایپ لاین جوړول شامل وو.
په همدې وړاندیز کې د پاکستان له لارې د هند پولې او د ګوادر بندر پر لور د پایپ لاین غځولو احتمالي خبره هم شوې وه.
دا وړاندیزونه ښيي چې د ګذرې–سپین بولدک مسیر د سیمه ییزې انرژۍ بازارونو په اړه د ډلټا د پراخ لید یوه برخه ده.
خو نوې پروژه لا تر اوسه په رسمي توګه د تاپي برخه نه شي بلل کېدای.
په تاپي کې د ګازو اصلي سرچینه ترکمنستان دی او افغانستان د انتقال مسیر دی. خو د ډلټا په نوي پلان کې لومړی د افغانستان د احتمالي خپلو زیرمو موندل او بیا د هغې یوې برخې د کورني بازار لپاره کارول په پام کې دي.
تر اوسه داسې هېڅ اعلان شوې هوکړه هم نشته چې نوی پایپ لاین په رسمي ډول له تاپي سره ونښلوي یا پاکستان د ګازو پېر یا انتقال ته ژمن کړي.
قرارداد څنګه ډلټا ته ورسېد؟
د پروژې د سپارلو بهیر هم یو شمېر پوښتنې راولاړوي.
د طالبانو د کانونو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د کشک او تیرپل لپاره د لیوالتیا د څرګندولو غوښتنه خپره کړې وه او ویلي یې وو چې هوکړه لیک به د ازاد، شفاف او سیالۍ پر بنسټ بهیر له لارې ورکړل شي.
له غوښتونکو څخه غوښتل شوي وو چې خپل حقوقي، مالي او تخنیکي ظرفیتونه وړاندې کړي او د داوطلبۍ د راتلونکو پړاوونو لپاره هم مهال وېش ټاکل شوی و.
خو د دغه وزارت په عامه او لاسرسي وړ ارشیف کې د راتلونکو پړاوونو بشپړ اسناد، لکه د وړ شرکتونو نوملړ، د ارزونې پایلې او د دلټا د انتخاب اسناد، په اسانۍ نه لیدل کېږي.
دا په خپله نه ثابتوي چې قانوني پړاوونه نه دي بشپړ شوي، خو دا روښانه کول مهم دي چې ډلټا څه وخت دې پروسې ته داخل شو، له کومو شرکتونو سره یې سیالي وکړه او پر کوم اساس وټاکل شو، په ځانګړي ډول د داسې یوې پروژې لپاره چې د څو میلیارده ډالرو احتمالي ظرفیت لري.
په افغانستان کې د چین د پانګونې تجربه هم ښيي چې د قرارداد لاسلیک د هغه د عملي کېدو ضمانت نه دی.
چینايي شرکتونه، چې له پراخو مالي او تخنیکي سرچینو سره افغانستان ته داخل شوي وو، د مس عینک او امو سیند د تېلو په څېر له پروژو سره مخ شول، خو دغه پروژې له ځنډ او اختلافونو سره مخ شوې.
طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې د امو سیند د تېلو ۲۵ کلن قرارداد له یوه چینايي شرکت سره د هغو دلایلو له مخې لغوه کړ چې د دوی په وینا شرکت خپلو کړې ژمني عملي نه کړې.
پاکستان او ایران؛ دوه سیمه ییز عوامل
که پایپلاین یوازې په افغانستان کې د ګازو د انتقال لپاره جوړ شي، کېدای شي یوه کورنۍ پروژه پاتې شي. خو که دا په سیمه ییز انرژۍ دهلېز بدله شي، د پاکستان همکاري او د پولې هاخوا د بازار موجودیت به اړین وي.
دا موضوع په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د ټي ټي پي او امنیتي مسایلو پر سر له کړکېچ سره مخ دي.
مرتضاشویلي باور لري چې د سعودي پانګه ښايي تر یوه حده د منځګړیتوب لپاره فضا رامنځته کړي، خو بنسټیز امنیتي اختلافات یوازې د یوې اقتصادي پروژې له لارې نه شي حل کېدای.
ایران هم ښايي دغه پروژه په حساسیت تعقیب کړي. هرات د سوداګرۍ، تېلو، برېښنا او ترانزیټ له پلوه له ایران سره پراخې اړیکې لري او هره طرحه چې د افغانستان د لویدیز د انرژۍ یوه برخه له بلې لارې برابرولای شي، په اوږده مهال کې د دې برخې پر اقتصادي نفوذ د تهران اغېز لرلای شي.
که په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د سعودي پانګونه پراخه شي او د هرات–کندهار–پاکستان مسیر په یوه واقعي سیمه ییز دهلېز بدل شي، د افغانستان پر سر د ایران او خلیجي لوبغاړو ترمنځ د جیوپولیټیکې سیالۍ د رامنځته کېدو احتمال تصور کېدای شي په ځانګړي ډول د اقتصادي نفوذ، ترانزیټي مسیرونو او د انرژۍ بازار ته د لاسرسي په برخه کې.
خو طالبان اوس مهال له تهران سره رسمي او فعالې اړیکې لري او ایران هم د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی.
له بلې خوا، ډلټا د سعودي یو خصوصي شرکت دی او تر اوسه داسې نښه نشته چې د سعودي حکومت په مستقیم ډول په دې پروژه کې داخل شوی وي.
له همدې امله، په اوسني پړاو کې د دې پروژې پر سر د ایران او سعودي عربستان د قطعي سیالۍ خبره کول له وخته مخکې ده، خو که پروژه پراخه شي، د داسې سیالۍ د رامنځته کېدو ظرفیت له پامه نه شي غورځول کېدای.
د مشروعیت او هوکړې د دوام ستونزه
حتا که د پام وړ زیرمې وموندل شي، د پروژې خطر یوازې تر جیولوجۍ محدود نه دی.
د طالبانو د حکومت نړیواله پېژندنه لا هم ډېره محدوده ده او د طالبانو یو شمېر مشران تر بندیزونو لاندې دي.
دغه وضعیت په بشپړه توګه بهرنۍ پانګونه ناشونې کوي نه، خو د نړیوالو بانکونو، بیمهکوونکو او شرکتونو لپاره حقوقي او سیاسي خطرونه رامنځته کوي.
د ۲۵ کلنې هوکړې لپاره بله مهمه پوښتنه دا ده چې د افغانستان راتلونکی حکومت به د طالبانو له خوا له اوږدمهاله لاسلیک شویو قراردادونو سره څه ډول چلند وکړي.
د کابل لپاره د امریکا د سفارت پخوانۍ مرستیالې اني فورزایمر د افغانستان انټرنشنل په ځواب کې ویلي، چې د ډلټا هوکړه ښيي چې د سعودي یو شرکت غواړي په پای کې د افغانستان د انرژۍ په بازار کې رول ولري، خو تر واقعي اکتشاف یا استخراج پورې ښايي کلونه واټن موجود وي.
فورزایمر ویلي: «زه په کلکه دا پوښتنه مطرح کوم چې ایا یو داسې واکمن چې مشروعیت نه لري، باید اجازه ولري چې د افغانستان طبیعي سرچینې وپلوري او که نه.»
هغې ویلي، تمه لري چې د افغانستان هر راتلونکی حکومت به دا هوکړه او ورته نور تړونونه وڅېړي، څو معلومه کړي چې ایا په رښتیا د افغانستان د خلکو په ګټه وو که نه.
په راتلونکي کې د قرارداد د بیاکتنې احتمال هم د ۲۵ کلنې پانګونې لپاره پخپله یو سوداګریز خطر جوړولای شي.
له ۲۰۰ میلیونه ډالري هوکړې تر ۵۰ میلیارد ډالري خوبه
د ډلټا کمپنۍ هوکړه په اوسني پړاو کې تر ډېره په افغانستان کې د ۵۰ میلیارد ډالرو د پانګونې د راتګ پر ځای د یوه اوږده مسیر د پیل معنا لري.
لومړی باید اکتشافي برمهکاري ترسره او د سوداګریزو زیرمو موجودیت ثابت شي.
که پایلې بریالۍ وې، په هرات کې د ګازو کارول د پروژې راتلونکی عملي پړاو کېدای شي.
د پایپلاین جوړول او هغه د انرژۍ په سیمهییز دهلېز بدلول لا سخت پړاو دی او پانګې، تخنیکي شریکانو، بازار او د سیمې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د هوکړې سیاسي اهمیت هم له اقتصادي اړخ څخه کم نه دی. له شاوخوا درې لسیزو وروسته د ډیلټا او سنتګس نومونو بیا راڅرګندېدل، د خلیلزاد حضور او د افغانستان په لویدیز کې احتمالي سرچینې د سویلي اسیا له بازارونو سره د نښلولو هڅه، دغه پروژه د پراخو سیمهییزو معادلو له چوکاټ سره تړي.
د طالبانو لپاره هم دا هوکړه یو فرصت دی چې وښيي، سره له محدود نړیوال مشروعیت ، دوی لا هم کولای شي بهرني پانګهوال راجذب کړي. خو د داسې پروژې تر ټولو ساده پړاو د قرارداد لاسلیک دی. د هغې برخلیک به نه د ۵۰ میلیارد ډالرو شمیر، بلکې د لومړنیو سروېګانو او برمهکارۍ پایلې، د پانګې او تخنیکي شریکانو جذب، د ګازو لپاره د بازار موجودیت او د سیاسي او سیمهییز چوکاټ دوام ټاکي.
که دغه پړاوونه بریالي شي، افغانستان کولای شي له هغه هېواد څخه چې په تاریخي سنتګس او تاپي طرحو کې تر ډېره د ګازو د تېرېدو مسیر و، په تولیدوونکي، مصرفوونکي او د انرژۍ په انتقالوونکي هېواد بدل شي.که داسې ونه شي، نو نوی سنتګس هم ښايي د تېرو ګڼو لویو پروژو په څېر یوازې د نقشې او هوکړې تر کچې پاتې شي.