په سوریه کې د وسلو په زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱۴ کسان وژل شوي

د سوریې دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د دغه هېواد په ادلب ولایت کې د وسلو او د جګړې د پاتې شونو په یوه زېرمتون کې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

تر اوسه د چاودنې لامل نه دی څرګند شوی او سوریایي چارواکو هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.