راپور د نورستان له یوې مور څخه پیل کوي چې وايي د زېږون پر مهال یې پنځه ماشومان له لاسه ورکړي دي.
د راپور له مخې، افغانستان لا هم د میندو او ماشومانو د مړینې له تر ټولو لوړو کچو لرونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
راپور لیکلي چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګېدلي محدودیتونه د روغتیايي خدماتو پر وضعیت مستقیم اغېز کړی دی. ښځې نه شي کولی تر شپږم ټولګي پورته زدهکړې وکړي، له ډېرو دندو محرومې دي او په ګڼو مواردو کې د کور پرېښودو او ډاکټر ته د تګ لپاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا لري.
د وردګو ولایت یوه ښځینه ډاکټرې روشنک وردک سکای نیوز ته ویلي، که د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به د ښځینه ډاکټرانو په برخه کې له سخت کمښت سره مخ شي.
هغې خبرداری ورکړی: «ژر به داسې وخت راشي چې په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې، نرسانې او قابله ګانې نه وي او دا وضعیت به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.»
راپور وايي، د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې ځینې وخت پر یوه بستر څو ماشومان پراته وي او ډاکټران د امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي.
د روغتون یو ډاکټر ویلي، ځینې ورځې تر شپږو ماشومانو پورې مري او د نړیوالو مرستو کمښت د روغتیايي خدماتو پر وړاندې ستره ننګونه ګرځېدلې ده.
راپور کې د ښځینه سوداګرو وضعیت ته هم اشاره کړې او لیکلي یې دي چې ځینې ښځې د خپلو کورونو دننه کوچني کاروبارونه چلوي.
په راپور کې د تهمینې په نوم د یوې ښځې خبره را اخیستل شوې چې پخوا وکیله وه، خو اوس د جامو د ګنډلو کاروبار پر مخ وړي.
بلخوا، د نوبل سولې جایزې نومانده محبوبه سراج ویلي، د ښځو حقونه تر سخت فشار لاندې دي او د طالبانو دا ادعا ردوي چې ګواکې د ښځو درناوی کوي.
هغه وايي: «که د نجونو له زدهکړو منع کول او د ښځو له کار کولو مخنیوی درناوی وي، موږ داسې درناوي ته اړتیا نه لرو.»
راپور د نورستان وروستیو سېلابونو ته هم اشاره کوي او وايي چې نړیوالې ټولنې دغو پېښو ته کمه پاملرنه کړې ده.
د شمسول په نوم یوې اته کلنې نجلۍ، چې پلار یې په سېلابونو کې مړ شوی، وايي چې غواړي ډاکټره شي؛ خو د طالبانو د پالیسۍ له مخې یوازې د څو کلونو لپاره د زدهکړو فرصت لري.
راپور وايي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم د جګړې نښې لیدل کېږي.
په هلمند کې د سره صلیب د فزیکي بیا رغونې مرکز هره اوونۍ شاوخوا ۹۰۰ ناروغانو ته خدمات وړاندې کوي. د دغو ناروغانو په منځ کې هغه ماشومان هم شته چې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله یې لاسونه او پښې له لاسه ورکړې دي.
راپور لیکلي چې د افغانستان جګړې لسګونه زره ملکي افغانان ووژل او میلیونونه نور یې اغېزمن کړل، خو د جګړې له پای وروسته هم ډېری افغانان د بېوزلۍ، روغتیايي ستونزو، طبیعي پېښو او ټولنیزو محدودیتونو له پایلو سره مخ دي.
راپور وايي، که څه هم طالبان د امنیت د ښه کېدو او د سوداګرۍ د پراختیا خبره کوي، خو ډېری افغانان لا هم د بقا، زدهکړو، روغتیا او عادي ژوند د فرصتونو لپاره مبارزه کوي.