په راپور کې د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو د یوه سرتېري خبرې هم را اخیستل شوې چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم نه دی خپور شوی. هغه وايي، له امریکايي ځواکونو سره یې د طالبانو او داعش پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، خو د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.
نوموړي ویلي: «موږ خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. اوس داسې احساس کوو چې زموږ ټولې قربانۍ بېګټې وې.»
د هغه په وینا، لا هم د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کېدو او وژل کېدو خبرونه ترلاسه کوي.
راپور وايي، نوموړی په تېرو پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی له خپلې کورنۍ او دوستانو سره عادي اړیکې وساتي او د خپل خوندیتوب لپاره وخت ناوخت د اوسېدو ځای بدلوي.
په همدې حال کې، د امریکا پخوانی جنګي ډاکټر براین ریپي، چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ کال پورې یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د هغه نسل پر امریکايي پوځیانو ژور اغېز کړی و.
ریپي وايي، افغانستان ته له تګ وروسته یې دا پوښتنه ذهن ته پیدا شوه چې د دوی جګړه له هغو افغانانو سره څه تړاو لري چې د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یې هېڅ ونډه نه لرله.
هغه په افغانستان کې د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د جګړې خاطرې لا هم ورسره دي.
ریپي ویلي: «ډېری هغه کسان چې زما په عمر وو او په افغانستان کې یې جګړه کړې، اوس ګوري چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن دي. داسې احساس کېږي چې زموږ کلونه مبارزه او قرباني بېاغېزې پاتې شوې.»
خو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او پخوانی طالب جنګیالی مهاجر فراهي د شل کلنې جګړې پایله له بلې زاویې ارزوي.
فراهي وايي، طالبان دغه جګړه خپله بریا ګڼي او باور لري چې له امریکا او ناټو ځواکونو سره د شلو کلونو جګړې په پای کې د دوی د واکمنۍ د بیا ټینګښت لامل شوې ده.
هغه له امریکا غوښتي چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.
د «پي بي اېس نیوز» په وینا، افغانستان د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د جګړې اصلي ډګر وګرځېد، خو له دوو لسیزو جګړې، پراخو بشري تلفاتو او میلیاردونو ډالرو لګښتونو وروسته، د دې جګړې د موخې، قربانیو او پایلو په اړه پوښتنې لا هم د افغانانو او هغو بهرنیو پوځیانو ترمنځ مطرح دي چې په دغه جګړه کې یې برخه اخیستې وه.