سرچینو زیاته کړې، چې د ملا معتصم اغا جان مدرسه وروسته له هغې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخبارتو له لوري کلابنده شوه، چې یادې مدرسې ته د مېلمنو له ورتګه خبر ورکړل شوی وو. لا تر اوسه روښانه نهده چې دغه مېلمانه څوک دي او ایا افغانان دي که بهرنیان.
معتصم اغا جان له طالبانو سره له پخوا ترینګلې اړیکې لرلې او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ملا یعقوب مجاهد په تضمین له استانبول څخه افغانستان ته راستون شوی وو.
د طالبانو استخباراتو په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د نوموړي پر کور هم چاپه وهلې وه او د هغه ځینې شخصي شتمنۍ یې هم ضبط کړې وې او د روان کال د وري پر ۲۷مه یې بیا نیولی هم وو.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زما هیله داوه، چې په خپله خاوره کې د خپل وطن ښځو، ځان او خپلو اولادونو ته خدمت وکړم. له هېڅ سیاست سره مې کار نه درلود».
متین وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بشپړه توګه بېکاره شوه. شاوخوا یو کال یې په کور کې تېر کړ او وروسته د سخت خپګان له حالت سره مخ شوه. همغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپل مسلک له پاتې امکاناتو کار واخلي.
هغې په خپل کور کې د مرخیړیو کښت پیل کړ. څلور کاله وروسته، دا کوچنی کورنی کار په داسې فعالیت بدل شوی چې اوس ورسره شاوخوا ۱۵ ښځې کار کوي.
متین وايي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خوراکي توکو د تولید په بېلابېلو برخو کې کار کوي، په ځانګړي ډول د کښت او تولید په برخه کې، خو دا ټول فعالیت یې له کوره ترسره کړی او له کومې رسمي ادارې یا حکومت تر چتر لاندې کار نه کوي.
هغه وايي، « که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې وای، ښايي زما لپاره هم د کار زمینه برابره شوې وای. زه د کرنې انجنیره یم او د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې مې زدهکړې کړې دي».
خو متین اوس خپل مسلک په بل ډول تعقیبوي.
هغه وايي، ځان تر هغه حکومته ډېر ګټور ګڼي چې د افغانستان نجونو او ښځو ته یې د زدهکړې او کار حق نه دی ورکړی.
نوموړې زیاته کړه، « زه د خپل توان په کچه له ښځو سره کار کوم، له هغو نجونو سره چې زرګونه هیلې لري، خو اوس ورته یوازې یوه لاره پاتې ده او هغه واده او د اولادونو زېږول دي».
ارزو وايي، خوښه ده چې بیا یې د کار فرصت پیدا کړی او د خپلو لوڼو لپاره یې د زدهکړې زمینه هم برابره شوې ده.
د هغې راتلونکی هدف خپل شخصي فارم جوړول دي: « که زمینه برابره شي، غواړم خپل فارم جوړ کړم او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړم».
صبرینا هم ، چې په دغه فارم کې کار کوي، د دوو ماشومانو مور ده.
هغه وايي، خاوند یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل هوايي ډګر کې امریکايي الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال له الوتکې ولوېد. د پېښې له امله د هغه دواړې پښې فلج شوې دي.هغه ژوندی پاتې شو، خو د کار توان یې له لاسه ورکړی دی.
صبرینا وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په تن روغ او ځوانان هم د کار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د هغې معلول خاوند، چې د ذهني تمرکز له ستونزو هم رنځېږي، د کار موندلو چانس نه لري.
هغه وايي، ځینو دغو نجونو له ماشومتوبه د خپل پلار په کور کې له سختیو سره مبارزه کړې وه، خو اوس داسې حالت ته رسېدلې دي چې خپلې پخوانۍ هیلې یې پرېښې دي.
سنبل خپله بیا د کار ترڅنګ زدهکړه کوي. هغه وايي، «اوس شکر دی چې کار کوم او درس وایم. لږ تر لږه راتلونکې ته هیله لرم چې نن نه، سبا به دا توره شپه پای ته ورسېږي او زموږ د هیلو باد به بیا ولګېږي».
د نسرین متین لپاره دا فارم د خپل مسلکي ژوند بشپړ بدیل نه دی.
هغه لا هم غواړي یوه ورځ بېرته د خپلې مسلکي پوهې په برخه کې کار وکړي، خو تر هغې ورځې یې د خپل کور له یوې محدودې فضا څخه د ښځو لپاره د کار، عاید او زدهکړې یوه کوچنۍ شبکه جوړه کړې ده.
متین وايي، کله چې ویني له محدودو امکاناتو سره یې د لږ تر لږه ۱۵ کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د زړه له کومې د راحت او خوښۍ احساس کوي.هغه هیله لري چې یوه ورځ به داسې سبا راشي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړې زمینه بېرته برابره شي.