نسرین متین د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د کرنې وزارت د یوې برخې رییسه وه. د ښځو پر کار له بندیزونو وروسته یو کال په کور کښېناسته، خو وروسته یې د مرخیړیو کښت پیل کړ. اوس هغه د هغو ښځو لپاره د کار او زدهکړې زمینه برابروي چې د کورونو یوازینۍ نفقهګټونکې او له زدهکړو پاتې دي.
نسرین متین د افغانستان د کرنې انجنیره ده. د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې یې زدهکړې کړې او شاوخوا ۱۴ کاله یې د افغانستان په بېلابېلو، ان تر ټولو لرې پرتو سیمو او کلیو کې کار کړی دی.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د هغې مسلکي ژوند په ناڅاپي ډول پای ته ورسېد.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زما هیله داوه، چې په خپله خاوره کې د خپل وطن ښځو، ځان او خپلو اولادونو ته خدمت وکړم. له هېڅ سیاست سره مې کار نه درلود».
متین وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بشپړه توګه بېکاره شوه. شاوخوا یو کال یې په کور کې تېر کړ او وروسته د سخت خپګان له حالت سره مخ شوه. همغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپل مسلک له پاتې امکاناتو کار واخلي.
هغې په خپل کور کې د مرخیړیو کښت پیل کړ. څلور کاله وروسته، دا کوچنی کورنی کار په داسې فعالیت بدل شوی چې اوس ورسره شاوخوا ۱۵ ښځې کار کوي.
متین وايي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خوراکي توکو د تولید په بېلابېلو برخو کې کار کوي، په ځانګړي ډول د کښت او تولید په برخه کې، خو دا ټول فعالیت یې له کوره ترسره کړی او له کومې رسمي ادارې یا حکومت تر چتر لاندې کار نه کوي.
هغه وايي، « که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې وای، ښايي زما لپاره هم د کار زمینه برابره شوې وای. زه د کرنې انجنیره یم او د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې مې زدهکړې کړې دي».
خو متین اوس خپل مسلک په بل ډول تعقیبوي.
هغه وايي، ځان تر هغه حکومته ډېر ګټور ګڼي چې د افغانستان نجونو او ښځو ته یې د زدهکړې او کار حق نه دی ورکړی.
نوموړې زیاته کړه، « زه د خپل توان په کچه له ښځو سره کار کوم، له هغو نجونو سره چې زرګونه هیلې لري، خو اوس ورته یوازې یوه لاره پاتې ده او هغه واده او د اولادونو زېږول دي».
د ۱۵ ښځو لپاره یو کوچنی فارم
د متین په فارم کې هغه ښځې راټولې شوې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د ژوند مسیر بدل شوی دی.
په دې ډله کې هغه ښځې شته چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې مېړونه وژل شوي او اوس بېسرپرسته پاتې دي. ځینو یې پخوا دندې لرلې، خو اوس بېکاره شوې دي. ځینې نورې هغه نجونې دي چې زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې او نور ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.
د دې ډلې یوه برخه بیا هغه ښځې دي چې په کور کې سرپرست نه لري او د کور ټول لګښتونه باید خپله برابر کړي.
کرنپوهه متین وايي، دغو ښځو ته په اونۍ کې یو ځل د سټرېس، خپګان او ځانبسیاینې په اړه هم زدهکړې ورکوي. نوموړې هغو نجونو ته چې زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې، په اونۍ کې درې ځله تدریس هم کوي.
د هغې لپاره دا فارم د مرخېړیو د تولید ترڅنګ، د هغو ښځو لپاره د ژوند د بیا جوړولو یوه کوچنۍ هڅه ده چې د کار، زدهکړې او اقتصادي خپلواکۍ فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.
د متین په وینا، د مرخیړیو د تولید لپاره ډېر امکانات ضرور نه دي.
یوه مناسبه خونه، چې غوره ده ځمکتل ولري، د فارم لپاره بسنه کوي. د کښت لپاره د غنمو بوس، سبوس، د مرخیړیو تخم، پلاستیکي کڅوړې، دستکشې، خولۍ، ماسک، پښه پوښ، عفوني ضد مواد او د بوسو د تعقیم وسایل اړین دي.
د اوبو شیندلو وسیله او د پلاستیکي کڅوړو د تړلو لپاره رشتک هم کارول کېږي.
متین وايي، د مرخیړیو لومړی حاصل شاوخوا ۲۵ ورځې وروسته ترلاسه کېدای شي.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « تر شپږو میاشتو پورې، ان تر یوه کال پورې حاصل ورکوي. هره ورځ یا یوه ورځ وروسته حاصل ورکوي».
د هغې په وینا، د دې محصول یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د چمتووالي له لومړنۍ مرحلې وروسته د اوږدې مودې لپاره حاصل ورکوي او اضافي لګښتونه یې یوڅه کم وي.
متین خپل تولیدات د انلاین پلور له لارې بازار ته وړاندې کوي او له ځینو رستورانتونو سره هم قراردادونه لري.
مرخیړي د پیزا، سوپ او قورمې په څېر خوړو کې کارول کېږي. د هغې په وینا، دا محصول پروټین او ویټامینونه لري او د هغو کسانو لپاره هم مناسب دي، چې غواړي د حیواني غوښې مصرف کم کړي.
خو د مرخیړیو بازار یو ځانګړی شرط لري او هغه دا دی چې حاصل باید له راټولېدو وروسته ژر وپلورل شي.
د دې لپاره متین هڅه کوي چې د محصول یوه برخه په تازه ډول بازار ته وړاندې کړي او له بلې برخې څخه په کور کې ترشي او نور خوراکي محصولات جوړ کړي.
د ارزو او صبرینا لپاره د کار وړ ځای
هغه وايي، خاوند یې د جمهوري نظام پر مهال د کابل د صدارت څلورلارې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
ارزو هغه مهال د پوهنې وزارت په یوه برخه کې دنده لرله، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده هم له لاسه ورکړه.
ناڅاپه هغه ښځه چې د خپلې کورنۍ د ژوند یوه مهمه ستنه وه، د شپږو ماشومانو د پالنې له درانه بار سره یوازې پاتې شوه.اقتصادي وضعیت یې دومره خراب شو چې، د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، اړه شوه خیرات ټول کړي.
اوس هغه د مېرمن متین په فارم کې کار کوي.
ارزو وايي، خوښه ده چې بیا یې د کار فرصت پیدا کړی او د خپلو لوڼو لپاره یې د زدهکړې زمینه هم برابره شوې ده.
د هغې راتلونکی هدف خپل شخصي فارم جوړول دي: « که زمینه برابره شي، غواړم خپل فارم جوړ کړم او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړم».
صبرینا هم ، چې په دغه فارم کې کار کوي، د دوو ماشومانو مور ده.
هغه وايي، خاوند یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل هوايي ډګر کې امریکايي الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال له الوتکې ولوېد. د پېښې له امله د هغه دواړې پښې فلج شوې دي.هغه ژوندی پاتې شو، خو د کار توان یې له لاسه ورکړی دی.
صبرینا وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په تن روغ او ځوانان هم د کار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د هغې معلول خاوند، چې د ذهني تمرکز له ستونزو هم رنځېږي، د کار موندلو چانس نه لري.
د کورنۍ د کفالت لپاره صبرینا اړه شوه چې د خلکو په کورونو کې لوښي ومینځي، جارو وکړي او د کورونو په پاکولو کې کار وکړي.
اوس هغه په فارم کې کار کوي.
په فارم کې بله کارکوونکې سنبل د نهم ټولګي زدهکوونکې ده.
هغه وايي، یوه ورځ ښوونځي ته ولاړه او د خپلو ټولو ټولګیوالو په لیدلو ډېره خوشحاله شوه، خو د هغوی د ژوند له بدلون سره مخامخ کېدل ورته دردناک وو.
د هغې په وینا، د ډېرو پخوانیو ټولګیوالو لپاره د زدهکړو او مسلک پر ځای واده د ژوند اصلي هدف ګرځېدلی و.ځینې نجونې له داسې نارینهوو سره واده شوې وې چې بېکسبه، بېکاره او جګړه مار وو.
سنبل وايي، تر ټولو ډېره هغه وخت خپه شوه چې ویې لیدل د هغې د ټولګیوالو پخوانۍ هیلې تروړل شوې دي.
هغه وايي، ځینو دغو نجونو له ماشومتوبه د خپل پلار په کور کې له سختیو سره مبارزه کړې وه، خو اوس داسې حالت ته رسېدلې دي چې خپلې پخوانۍ هیلې یې پرېښې دي.
سنبل خپله بیا د کار ترڅنګ زدهکړه کوي. هغه وايي، «اوس شکر دی چې کار کوم او درس وایم. لږ تر لږه راتلونکې ته هیله لرم چې نن نه، سبا به دا توره شپه پای ته ورسېږي او زموږ د هیلو باد به بیا ولګېږي».
د نسرین متین لپاره دا فارم د خپل مسلکي ژوند بشپړ بدیل نه دی.
هغه لا هم غواړي یوه ورځ بېرته د خپلې مسلکي پوهې په برخه کې کار وکړي، خو تر هغې ورځې یې د خپل کور له یوې محدودې فضا څخه د ښځو لپاره د کار، عاید او زدهکړې یوه کوچنۍ شبکه جوړه کړې ده.
متین وايي، کله چې ویني له محدودو امکاناتو سره یې د لږ تر لږه ۱۵ کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د زړه له کومې د راحت او خوښۍ احساس کوي.هغه هیله لري چې یوه ورځ به داسې سبا راشي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړې زمینه بېرته برابره شي.