محیيالدین مهدي په دې مرکه کې وویل: «په افغانستان کې به هغه مهال ملي باور رامنځته شي چې د پښتنې ټولنې مخور نه یوازې له هزارهګانو، بلکې له نورو قومونو څخه هم بښنه وغواړي».
له مسعود او مزاري څخه د تېرېدو غوښتنه
محیيالدین مهدي همدا راز له تاجکانو او هزارهګانو غوښتي چې له دوو جهادي مشرانو عبدالعلي مزاري او احمدشاه مسعود پر سر له جنجالي بحثونو څخه تېر شي.
هغه ویلي، چې د ۱۳۷۰مې لمریزې لسیزې په شخړو کې پاتې کېدل د دواړو قومونو ترمنځ د اختلافونو د لا ژورېدو لامل کېږي.
مهدی په دې مرکه کې ویلي، چې له دغو دوو تاریخي څېرو څخه تېرېدل د هغوی سپکاوی یا بېاحترامي نهده. هغه په ورته وخت کې د مسعود او مزاري ترمنځ د هغو مسایلو پر نه بحث کولو ټینګار کړی، چې ده ورته «ذاتالبیني اختلاف» ویلی دی.
دغه څېړونکي ویلي، چې د مسعود او مزاري ترمنځ اختلاف ایدیولوژیک وو.
د نوموړي په خبره: «د دغو دوو څېرو اختلاف ایډیالوژیک وو. هم مسعود پر سیاسي اسلام سمبال وو او هم ښاغلی مزاري».
مهدي زیاته کړې: «ما په څرګندو ټکو ویلي، چې باید سیاسي اسلام یوې خواته کېښودل شي. د هغوی د مقابلې لامل همدا موضوع وه. که دا موضوع یوې خواته کېږدو، زموږ ستونزه حلېږي».
هغه همداراز د سیاسي اسلام له ادبیاتو څخه د واټن نیولو غوښتنه کړې او په ځانګړي ډول یې د «جهاد» د کلمې کارول یاد کړي دي. مهدي ویلي، هغه کسان چې نن د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، باید «مجاهدین» ونهبلل شي.
د افشار د پېښې د څېړلو غوښتنه
مهدي د کابل په لوېدیځ کې د افشار د پېښې په اړه هم د یوې حقیقت موندونکې ډلې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. د هغه په وینا، په دې ډله کې باید د تاجکانو او هزارهګانو استازي شامل وي او د څېړنې پایلې باید له خلکو سره شریکې شي.
مهدي په ورته وخت کې د کابل کورنۍ جګړې او د افشار پېښه د دواړو خواوو د «تېروتنو» پایله بللې ده.
نوموړی وایي: «هر کال د افشار د پېښې په درشل کې په ټولنیزو شبکو کې هغه مستعارې پتې، چې د دښمن په لاس کې دي، دغه نه رغېدلی زخم بیا پرانیزي، څو هغه جوړ نه شي او پر سرطان بدل شي».
د افشار پېښه د ۱۳۷۱ لمریز کال په ژمي کې د کابل ښار په لوېدیځ کې رامنځته شوه. د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ځواکونو او د احمد شاه مسعود په مشرۍ د جمعیت اسلامي ځواکونو تر منځ د جګړې پر مهال افشار د سختو نښتو پر ډګر بدل شو.
د دې پېښې په تړاو د ملکي وګړو د وژل کېدو، د خلکو د ورکېدو او د کورونو د ویجاړېدو په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.
د افشار د پېښې په اړه د ښکېلو لورو د مسوولیت او د مرګژوبلې د کچې په اړه روایتونه یو له بل سره توپیر لري.
سره له دې، افشار لا هم د افغانستان د کورنیو جګړو له تر ټولو لانجمنو او بحثپارونکو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه
مهدي همدا راز په افغانستان کې د فدرالي نظام غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي، چې فدرالیزم د افغانستان د تجزیې په معنا نهدی. هغه د پاکستان د بېلېدو موضوع ته په اشارې ویلي، چې د هند له نیمې وچې څخه د پاکستان بېلېدل او د افغانستان فدرالي کېدل یو شان موضوعات نهدي.
مهدی ټینګار کړی، چې «دی د افغانستان د تجزیې دښمن دی».