تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي او په افغانستان کې یې د ګزمو هدف څه دی.
د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو په فضا کې د دغو الوتکو د ګزمو راپورونه وروسته له هغه ورکړل شوي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن ویډیو خپره شوه.
تر دې وړاندې د القاعدې رسنیزې څانګې «السحاب» د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د دې ډلې یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې وه چې یوه برخه یې د حمزه بن لادن تصویري پیغام ته ځانګړې شوې ده.
په دې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن معرفي کوي، د افغانستان دودیزې جامې او پګړۍ اغوستې او شاته یې د خټو یو دېوال ښکاري. د ویډیو د ثبت دقیق ځای تر اوسه نه دی روښانه او په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د ویډیو له خپرېدو وروسته د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو اوسېدونکو د بېپیلوټه الوتکو د الوتنو او ګزمو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه الوتکې یې د خپلو سیمو په فضا کې لیدلې دي.
حمزه بن لادن د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې د بنسټګر له کورنۍ څخه یو پېژندل شوی کس دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې حمزه بن لادن وژل شوی، خو پنټاګون د هغه د وژل کېدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزیات نه وو ورکړي.
په تازه خپره شوې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن بولي، د امریکا پر ضد څرګندونې کوي او د القاعدې د فعالیتونو د دوام خبره کوي. د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په درشل کې د دې ویډیو خپرېدو د القاعدې تبلیغاتي فعالیتونه یو ځل بیا د پام وړ ګرځولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګڼو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو او روزنیزو مرکزونو د شته والي په اړه معلومات ورکړل شوي دي. د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په یوه پخواني راپور کې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعدې موقعیت او وړتیا په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې له افغانستان څخه راپورته کېدونکي ترهګریز ګواښونه لا هم پر ځای دي او په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیت وړتیا د ګاونډیو هېوادونو او د منځنۍ اسیا لپاره دوامدار ګواښ ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، القاعدې د پاکستاني طالبانو «تحریک طالبان پاکستان» یا ټيټيپي په فعالیتونو کې ایډیالوژیکه، روزنیزه او لوژستیکي مرسته هم کړې ده. د القاعدې «السحاب» رسنیزې څانګې د اپرېل په ۲۸مه د طالبانو په ملاتړ او د ټيټيپي د عملیاتو په ملاتړ هم اعلامیه خپره کړې وه.
په افغانستان کې د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ویلي وو، چې له «افقونو اخوا» عملیاتو له لارې د ترهګرو پر ضد د اقدام وړتیا ساتي.
امریکايي چارواکو تر وتلو وروسته ویلي وو چې واشنګټن کولای شي له فضا څخه په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه وڅاري.
امریکا د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمنالظواهري د هلفایر دوه توغندیو په وسیله وواژه.
خو تر اوسه داسې شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو زیاتوالی د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو سره مستقیم تړاو لري. همداراز لا معلومه نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي.